دپسرلي پیل او زموژ هیلې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ليکونکی: ناهيد علومی

کال تیر شو، سړه هوا د ګرمې خواته روانه ده ، دانسانانو او د هوا د مرغانو له پاره پسرلی د طبیعت ښکلی موسم او دښکلا منظره ده ، چه زمونږ بزګران په دې ښکلی موسم کې د خپلو کروندو لپاره منظم پلان جوړوي. او دکال په پای کې د پلان نتيجه  ترلاسه کوي.

ځکه دکال پیل ته نه یوازې بزګران انتظار باسی، بلکې هروګړی که دنده لري او یا بې روزګاره وي، دخپل ژوند د پرمخوړلو لپاره  دځانګړي پلان درلودونکي وی. اوکه له ځینو کسانو سره د ژوندانه په چارو کې پلان نه وي، ګویا په خوب بیده او د هیواد په درد نه خوړونکي کسان به وي. په هر کار کې تصمیم اوپلان درلودل انسانان د بریالیتوب لوړو ته رسوي.

تیرکال چې په ناامنیو او همدا رنګه په سوله ئیزو ناندریو کې تیرشو، نن هر افغان له دولته هیله او غوښتنه لري، چې نور افغانان بې وسې شوي، د ځورولو او کړیدلو توان  نور نه لري، دنوي کال په لومړیو او د پیلیدو په موسم کې دسولې ګونګه پروسه دې په رښتیني ډول څرګنده او سوله دې په ټول هیواد کې ډاډمنه او تامین کړي.

بیاهم افغانان په نوې کال کې هیلې لري او وايي :دولت چې د تیر کال ترخې تجربې ترلاسه کړې، نو کیدای شي ددې کال لپاره حکومت د ټول ځواک او واک په وړتیا هیوادوالوته دا ثابته کړي چې رښتیا هم ولس ته کوم خدمت چې په پام کې يې درلود او هغسې لکه چې شوی وای، نه دي شوي؛ اوس نو باید دعملیاتي او ستراتیژیکي پلان د عملي کولوبڼه خلکو ته وښايي چې هم دولس په ګټه تمام شي او هم دامنیت په راوستو او د بې روزګاره کسانو لپاره د کارکولو چانس په پام کې ونیول شي تر  څو چې ددې کړنو لومړیتوبونه  او د وسله والو ډلو سره جوړجاړی، په ټول هیواد کې د تل پاتې سولې ټینګښت، پرمختییايي اوبنسټیزې پروژې په کاراچول، زمونږ بې روزګاره ځوانانوته د کارکولو زمینه برابریدل، د اداري فساد مخه نیول او همدارنګه د دولتي اداروپه چوکاټ کې د روابطو  پر حًای و ضوابط ته توجه وکړی .
نو دهیوادڅخه به ژر ترژره د بدبختۍ غوړیدلی ټغر ټول اوځای به يې د وحدت او د ملي یوالې ټغر ونیسي

ولس ته هم لازم ګڼو چې د پسرلي په ښکلې موسم کې خپلو هیوادوالو ته د خدمت او د دهیواد په آبادولو، سمسورلو او د نیالګیو په کینولو کې فعاله ونډه واخلي، ځکه نیالګي دطبیعت ښکلا ته زرغون رنګ ورکوي او اودراتلونکي نسل لپاره زمونږ دلاس نښه پاتې شی. تاسو پوهيژی چه اتلس نفرو ته د يوی درختی اکسيجن کفايت کوی، يعنی که هر وگړی يوه نيالگی کينوی، د اتلس وطندارانو ژوند ژغوری. نو راځئ چې دپسرلي په موسم کې  ځانګړې  کاري پلانونه جوړ کړو.  که دولت وي اوکه ولس دواړه په ګډه اوهیوادوالوته اوږه په اوږه کار وکړي او د هیواد په سمسورونې او روغونې کې اوچت ګامونه واخلي، نو بیا به خپلو هغو هیلوته چې یادونه یې وشوه په چټکۍ سره ورسیږو او د یوتل پاتې اوډاډمن افغانستان د در لودو شاهدان  به ووسو.