په کوره نی کی د تعادل راوستلو لارښود

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ‌ذ. آسمایی ژباړه
کوره نی کی د لږڅه تعادل او نظم رواستولو لپاره باید چی سړی لومړی خپل ځان کی تعادل او سمون راولی. ددی پوښتنی و ځواب ته ارواپوهان پنحه لارښوده ځانګړی کړی دی ، چی په لاندی ډول وړاندی کیږی:


۱- احساسات
خپل احساسات بیان کړی او خپلو کوچنیاتوته هم دا زمینه برابره کړی.
د موراوپلار په توګه خپلو کوچنیانو ته ور وښیۍ چی له خپلو احساساتو سره سم پر مخ ولاړ شی. ددی کار د ښه پرمخ بیولو لپاره د مور اوپلاردنده ده چی جراات وکړی او خپل هیجانات او احساسات ظاهر کړی او هم څنګه له هغو سره ځان څنګ ته کوی. دا چی مور او پلار د بد خلقی په مقابل کی څه ډول عکس العمل له ځانه شییی ، د یوه ارواه پوه په آند ، کوچنیان هم هماغه بد خلقی تری زده کوی. د یوی مور او یا پلار په صفت لازمه نه ده چی په خپلو احساساتو او غوښتنو کلک ولاړ اوسی ، بلکه بهتره به داوی چی د خپل زوی او یا لور احساسات هم په نظر کی ولری او له هغو سره هم په تماس کی و اوسی. دبیلګی په توګه ، که کوچنی ژړل ، نو خپل کوچنی ته مه وایه چی باید ونه ژاړی ، بلکه هغه ته موقع ورکړه او ور زده یی کړه چی خپل احساس درته بیان کړی. یوه شیبه آرام وکړی او وګوری چی ستاسو کوچنی څه وایی او څنګه خپل احساس بیانوی او دلیل یی څه شی ده. خامخا به ډیر ژر کوچنی له ژړا څخه غلی شی. یو لړ پوښتی لګه ، څه درباندی شوی ، ولی ژاړی او څه غواړی په معمول ډول له کوچنی څخه کیږی ، خو کله کله موږ دا ډول پوښتنی له کوچنی څخه ډیر لږ کوو. څیړنو روښانه کړی ده چی له کوچنی څخه باید دا پوښتنی په ډیر ساده او آرام ډول وشی او پریښودل چی ښی یی واوری. که څه هم ښایی څو دقیقی وخت ونیسی ، خو ارزښت یی لری او کوچنی به آرام شی.
۲- فکر کول او دیوی معقولی پیژاندنی اساس ایښودل:
زیادتره خلک دا شکایت لری چی ګواکی ډیر مصروف دی او وخت یی ډیر لږ ده او ښه تصمیم نشی نیولای. د اعصابو د متخصص ایریک شنایدر موږ ته را ښیی چی بهتربه داوی چی یوه عقلی پیژندنه را منځته شی. د انسان ماغزه په پوره اندازی استراحت ته ضرورت لری ، ترڅو روحی فشار له ځانه لری کړی. په دی ډول به سړی وکړای شی چی ښه انتخاب وکړی ، خپل اولیتونه تعیین کړی ، نو په دی اساس که خپلو ماغزو ته توجه وکړی او باندی له کوره پیاده تګ او په آزاد ډول ګرځیدل ، د ماغزو د پوره استراحت زمینه به برابره شی. داسی مالومیږی چی د انسان ماغزه صحی غذا ته ضرورت لری. د صحی غذا خوړل له یوی خوا او د موسیقی اوریدل ، سپورت او نڅا کول په ایجادوالی کی سړی سره مرسته کوی. په دی ډول د ټوکو او نورو خوښیو لپاره هم زمینه برابریږی ، چی دا ټول په کوره نی کی د کوچنیانو په ګټه دی.
۳- کور
د موراوپلار لپاره غټه ستونزه داده ، چی دوی له خپلو کوچنیانوسره ډیر مصروف وی او یو بل یی هیر کړی وی. برسیره پردی د روابطو سطع د کوچنیانو لپاره هم مهمه ده. کوچنیان خوښیږی چی مور اوپلار یوبل په خپله غیږ کی ونیسی او یوبل ته توجه وکړی ، البته نن ورځ دا مساله ډیره د توجه وړ ده. د یوه کوره نی ستونځو د حل د کار پوه په آند ، خبره داده چی که چیری کومه تیګه له خپلی مخی لیری نکړی ، ښایی چی د خپل کوچنی پښه به دی پری ولګیږی. کوم هغه اعتقادات چی پرتا او ستا په برخورد باندی منفی تاثیرات لری ، هغه ستا په کوچنیانو هم منفی اغیزه لرلای شی.
کله کله په کورکی چارچاپیره کتل او لټول هم ضرور دی. د بیلګی په توګه ، زیادتره له کتاب سره ډیره مینه لری او نه غواړی چی له کوره یی لیری کړی. د یو څواضافی شیانو او یا اضافی کتابونه جی ښایی نور یی ساتل ضروری نه وی او څوک یی نه لولی ، ځای به په کور کی تش شی ، به هر حال ، دیوه پاک کور او پاک محیط درلودل ، د ذهن پاکوالی ته زمینه برابروی.
۴- ښوونځی او اجتماعی چاپیریال
یو ښوونکی په خپل ټولکی کی ښایی دیرش تنه زده کوونکی ولری ، نو ښه به داوی چی د خپلو کوچنیانو له خوا د هغوی ښوونکی و پیژنو او که چیری تاسی غواړی چی د خپل کوچنی به سلوک پوه شی ، له هغه سره د خبرو له لاری کیدای شی چی په دی مساله باندی پوه شی او مالومات تر لاسه کړی. د ښوونی او روزنی د ښوونی اروزنی د یوه کارپوه په آند ، دا ډیره مهمه ده چی د کوچنی سلوک ته ښه وکتل شی اولازمه توجه ورته وشی ، نو بیا کیدای شی چی له ښوونڅی سره هم په دی هکله ښی خبری تر سره شی.
ښایی تاسو به کله دا احساس کړی وی چی ستاسو زوی به له ستونځو سره مخ وی ، چی کیدای شی په کورکی پری خبری وشی او کم له کمه لس دقیقی دی کار وقف شی ، بهتره به وی. په هر حال ، په ښوونځی کی د اعتماد او امنیت فضا خورا مهمه ده.
۵- تغذیه
یو د هغو شیانو له جملی څخه چی د هاضمی سیستم ته زیان رسوی ، هاغه د انرژی په نوم د څښلو اوبه دی چی د هاضمی ګډوډیدلو برسیره د ستریس او د خوب کموالی سبب کړځی. د راپورونو له مخی ، هر کال کم له کمه یوولس میلیونه انسانان له دی ستونځی سره مخ کیږی. د طبیبانو په آند ، دکولمو فعالیت مستقیما د دماغ او مدافعوی سیستم له خوا کنترولیږی. اوس نو خبره داده چی سړی باید څه وخوری او دا ډیره مهمه هم ده. د صحی غذا خوړل خورا اهمیت لری او دا هغه خواړه دی چی د سبزیو انواع او میوی پکی شاملیږی. ددی تر څنګه د ورځی په کافی اندازه ابه څښل هم ضرور دی. بهتره به وی چی هغه خواړه چی په هغو کی سپینه ډوډی ، چپس ، د کولاډوله د څښلو اوبه او داسی نور چی ډیر ژر د قند تولیدونکی دی او یا بدن تری غوړ اخلی ، د امکان په صورت کی تری ډډه وشی او دا باید کوچنیانو ته ور زده شی.
پای