درنو دوستانو نوی کال مو مبارک شه!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
زما په اند ٢٠٢٠ کال به هيڅکله هم موږ هير کړو. ځکه په دغه کال کې هيڅ څه لکه څنګه چې موږ هيله يې لرله هغسې پېښ نه شول، موږ ټول په يو نه يو ډول په تېر کال کې ددغه کال له منفي پېښو په ژوره توګه اغيزمن شولو
٠
 
هغه ډېر مهم څه چې موږ په دغه کال کې ولیدل او احساس مو کړل دا ول چې موږ دې ته اړ شولو څو یو له بل څخه اړین واټن وساتو او له خپلو ډېرو نژدې دوستانو او خپلوانو څخه لرې پاتې شو. خو موږ دا هم خپله دنده او هم خپل مکلفیت و بلله څو یو بل ته پاملرنه وکړو او ځانونه له حالاتو سره برابر کړو او په دې ډول خپله هره ورځ داسې سمباله کړو چې هرڅه په سمه توګه وچلېږي .
د تیر کال په اوږدو کې ډېر په زړه پوري او ښې بېلګې هم شته چې موږ انسانانو څرنګه وکولی شود ستونزو دپاره بدیلې لارې پیداکړو او په خپله لاره پرمخ ولاړ شو او د اړتیا په وخت کې څرنګه یو بل ته نژدې او سره متحد شو.
له دې کبله ډېره مهمه ده نوی کال تر نظر لاندې ولرو. یانې ۲۰۲۱ کال باید تر ۲۰۲۰ ښه و اوسي. زه باور لرم چې موږ ټولو له تیر کال څخه زیات څه زده کړي دي چې په نوي کال کې يې له ځانه سره لرو.
خو په تاسف سره زموږ د هیواد ستونزې تر ټولې نړۍ زیاتې او ستونزمنې دې ، یانې زموږ هیواد دا نیمه پېړۍ له سختو ناورینونو سره لاس او ګرېوان دی او د ناورینونو زړه لړۍ له نویو ناورینونو سره غبرګه شوې ده . هیله کېدله او کېږي له خپلو تیرو ستونزو څخه مو زده کړه کړی وای او وکړو او د ښې او ډاډمنې راتلونکې اساس او بنسټ مو ايښی وای او یا کېودو. خو په تاسف سره نه یوازې موږ څه زده نه کړل بلکه هره ورځ د خپلې سوکاله راتلونکې بنسټونه یو په بل پسې نړوو. موږ و نه شو کولی د جنګ او جګړې بدیله لاره پیداکړو او په دغه ستونزمنو حالاتو کې سره نژدې شو. د جنګ ناورین ته مو نه یوازې د پای ټکی پیدانه کړ بلکې د ناورین د زیاتولو په لور روان یو دا يوه رښتنې تراژدي ده.
کورنا چې نړۍ يې وګواښله او لا هم يې ګواښي ، سبب شوه چې د نړۍ ملتونه ددغه مصیبت تر وړاندې یو لاس او له دې ناورین څخه د وتلو چټکې لارې چارې ولټوي چې له یو کال څخه په لږه موده کې يې ددغه وبا د کنترولو دپاره مختلف واکسینونه جوړ او تولید کړل . هیوادونه له کرونا څخه د خلاصون په برخه کې له یوبل سره سیالي کوي څو د کرونا له ناوړه پایلو مخنیوی وکړي او خپل خلک او اولسونه خوندي کړي . په دې موده کې مو ږ د ډېرو مهمو تدبیرونو شاهدان وو . زموږ هیواد ته هم مرستې واستولې شوې خو له دغه انساني مرستو هم ځنې غير انساني خیټورو ناوړه ګټه پورته کړه او مرستۍ يې د وبا څخه د مخنیوي په لاره نه بلکې خپل جیبونه د ډکولو دپاره وکارولې . وینو توپیر له کومه ځايه تر کومه ځایه دی!!!
اوس چې د کال د آوښتو په درشل کې یو ، هیله لرم چې زموږ بې وزلي او ربړلېدلي خلک له ناروغیو ، جګړو او پراخ فساد له شره خلاص او د نوي سوکاله او سوله ایز ژوند په لورګامونه اوچت کړي. په کار ده د تیر غم لړلي ژوند له تجربو څخه د نوي او سوله ایز ژوند په لور په هوښیارۍ او انساني احساس ګټه اوچته شي څود ناورینونو تورې دروازې د تل دپاره و تړل شي. هغه ملت چې د ځان د بدلون دپاره په خپله لاس په کار نه شي ،هيڅ څوک د هغوی ژوند ته بدلون ورکولی نه شي. دا د ټولو ګډ کار دی ، ټول باید د سولې او سوکاله ژوند دپاره لاس په کار شي.
د یو ښه او ځلانده نوي کال په هيله، نوی کال مو مبارک شه!