د ډاکتر تیتسو ناکامورا پروژي به جاري وي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر

د ډاکټر تیتسو ناکامورا په وژلو سره به دا د هر چا زړه او ذهن ته لویدلي وي ، چې د ده په مرګ سره به دا د ده کومی پروژی چې ، د ده لاس لاندی وي ، دا به په تپه ودریږي ،او دا خدمتونه به نور نه وي ، هغوي چې د وطن د آبادۍ فکر کوي ، ډیر زیات متأثره شول ، ځکه ډاکتر نا کامورا ډیر خدمتونه وکړل ، او د ده خدمتونه په دي موده کې چې دی

په افغانستان کې وو ، ټولو ته محسوس شول ، ولي ډیرو په خپلو سترګو ولیدل ،چې ډاکتر ناکامورا د دي وطن د آبادۍ او سرسبزۍ د پاره نه سټړي کیدونکي هلي ځلي و کړي ، خو د مرګ سره یې د ټولو زړونو ته دا اندیښنه ولویده ، چې نوربه داسي څوک بیا په تیره په پردیو کې جرأت وکړي او یا پیدا شي ، چې د دي وطن په شاړو میرو کې په خپلو خپو وګرځي ، په داسي حال کې چې د بدو حالاتو له کبله د دي وطن اصلي بچیان تښتي او ځانونه د اَمن ځایونو ته رسوي ،نو ټول ناهیلي شول چې ، بل داسي څوک به پیدا نه شي ،ځکه ده په ډیر خرابو شرایطو کې دا خدمتونه تر سره کړل ،چې دې شاړو دشتو او ځنګلو کې ګرځیدل د وطن اصلي خلکو هم نه شوای کولای ،چې دې به په دې خرابو حالاتو کې دا کارونه تر سره کړل ،ډیر خطرات یې په ځان منلي وو ،او په دې دشتو او غرو کې ګرځیدی ، خواوس له نیکه مرغه د جاپان دولت او د ډاکتر ناکامورا ځوی دا غږ پورته کړ ، چې د ده د(پلار) پروژي به جاري ساتي ، او نیمګړي کارونه به یې تر سره کوي ، دا یوه لویه امیدواري ده ،او د جاپان حکو مت هم ژمنه وکړه ، چې د تیتسو ناکامورا نیمګړي پروژي به بشپړي کوي ،