زموږ د ستونزو حل زموږ په لاس کې دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

پوره څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان له ستونزو، ناخوالو، ناامنیو، جګړو، ورانیو او کډوالیو څخه ځورېږي او د دې ټولو نادودو اصلي قربانیان زموږ عام هیوادوال دي. دغه  ننګونې چې افغاني ټولنه یې له بهره اغېزمنه کړې ده، هم داخلي او هم بهرني ابعاد لري او تر هغو چې د دغو ابعادو او لاملونو په له منځه وړلو کې عام خلک په یو لاس له حکومت سره اوږه په اوږه لاس په کار نشي، نو دا بدمرغۍ به همداسې ادامه ولري

.

زموږ د ټولو ستونزو مورینه بدمرغه جګړه ده، نیابتي او تحمیلي جګړو د طالبانو تر څنګ تر 20 د ډېرو نورو ترهګرو ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده. د مخالفانو بهرنی ملاتړ ځينې وخت د کندوز، غزني او فراه ولایتونو د سقوط د پلانونو جوړولو په شان ګواښونو لامل شوي او نور جدي ګواښونه لکه داعش یې راپورته کړي. د دغو تروریستي او وسله والو ډلو او ګروپونو د وحشتونو او جنایتونو زیاته صدمه ولس ویني او د مخنیوي لپاره یې هم ولسي همکاري مهمه او حتمي ده، ترڅو چې ولس له خپلو ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلو کلیو، سیمو او ولسوالیو په کچه همکاري او همغږي رامنځته نه کړي، نو له دغه افت او وحشت څخه په اسانۍ نشي ژغورل کېدای.

په ښارونو کې د نا امنیو ډېرېدل د جګړه‌مارو له لوري دا تاکتیک د هغوی تر ناکامېدو وروسته په جګړه‌ييزو جبهو کې پیل شو، تر څو خلک لا ډېر د حکومت پر وړاندې راوپاروي، مګر زموږ ولسونه هوښیار دي، خپل دوست او دښمن پېژني او اوس د پردیو په خوله او لمسون له خپل حکومت پسې نه یوازې نه راپاڅېږي، بلکې د خپل دولت ننګه او ملاتړ کوي.

د څه باندې سل زرو نړیوالو ځواکونو وتلو نه یوازې د افغان ځواکونو مسؤولیت څو برابره کړ، بلکې د ډېری هغو خلکو پر معیشتي برخو یې هم اغېز وکړ چې لګښتونه یې د هغوی له حضور سره تړلي وو.

د افغانستان د ځان نه بسیاوالي له امله له هم‌پیمانه په ځانګړې توګه امریکا متحدو ایالتونو سره د اړیکو سوړوالي، د پروګرامونو پلي کول او د چارو مخ ته وړل له ستونزو سره مخ کړي وو.

د افغان ځواکونو تلفات او مادي لګښتونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د امنیتي مسؤولیتونو تر منلو وروسته ډېر شوي دي.

د نړیوالې کډوالۍ څپې په ځينو هېوادونو لکه سوریه او عراق کې د وضعیت خرابېدو له امله د کډوالۍ په مدیریت کې ناورین رامنځته کړ چې له داخل او ګاونډیو هېوادونو څخه پرمختللو ټولنو ته یې د افغانانو د کډوالیو پر شمېر هم پام‌وړ اغېزه وکړه.

افغانان دې نتیجې ته رسېدلي دي چې که خدای کول دا ځل به د ولسمشر غني د پنځه کلنې واکمنۍ له برکته هم دوی ثبات ته ورسېږي، هم به هیواد امن شي او د پرمختګ په لور به خپل مزل لنډ کړي او هم به امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلو دندو او مسوولیتونو ته لا ډېر متوجه شي، ځکه د قوې د مشروع استعمال انحصار یوازې تر دوی پورې محدود دی او له دوی مه واره بل هیڅوک هم د وسلې د استعمال اجازه نه لري.