یو ښه ښوونکی څوک دی ؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


لیکوال او څېړونکی  : یوسف هېواددوست
دویمه برخه 
له بلې خوا نه یوازې د ادبیاتو منځپانګه او هم د ښوونکي چال چلند  د ډېرو نازکخیاله افکارو لپاره اغېزمن کاري توکي ډي نو له همدې کبله تر هر څه دمخه ښوونکی باید د اړیکو د ټینګولو مهارت او پوهه ولري .

که ښوونکی د اړیکو د ټینګولو پوهه او وړتیا و نه لري ، د هغه علم  هم ګټور نه واقع کیږي .زما د دا ډېرو کلونو تجربه راښیي چې که ښوونکی د زده کوونکي زړه او افکارو ته لاره ومومي، هغه د خپل استاد د سبقونو مینځ ته په کرار کرار ور ننوځي او په دې توګه  د هماغه علم زده کړه په ښه شان ترسره کیږي . دغو اصولو ته په کتو سره پوښتنه پیدا کیږي چې  یو ښوونکی څنګه کولای شي  د زده کوونکو زړه خپل کړي ؟ زما په اند  ښه ښوونکی هغه دی چې د خپلو زده کوونکو  فردي توپیرونه وپېژني .همدا شان  د هر زده کوونکي  د پوهې او درک له کچې هم په برله پسې توګه ځان خبر کړي ، ځکه د ټولو مطالبو پوه تل یو شان نه وي .د هغوی له انګېرنو هم ځان خبر کړي ، ځکه د فردي توپېرونو درک او پوهه  په پای کې  د انسان عاطفي اړخ سره څنګ لګوي . یا په بله وینا  غوره ښوونکی هغه دی چې د ښوونکو تمه باید د زده کوونکو د استعدادونو او درک پر بنسټ وي .که هر زده کوونکی ښه وپېژندل شي ، نو اړینه اړیکه ورسره ټینګېدای شي .کله چې  زده کوونکی د  وړ اړیکو د ټینګولو له لارې د درسونو موضوع  سره مینه وال شي ، بیا نو یون او بدلون خپله ځان څرګندوی .                                                     
ځیني پوهان دا هم وایي چې  له زده کوونکو سره  د ښو او وړ اړیکو د ټینګولو ترڅنګ ښه معلم باید وپوهیږي چې معلمي کومه کسب او کار نه دی ، د ښوونکي چاره هغه چاره  ده چې  د زده کوونکو د پوهې د لوړتیا او هغوی ته د پوهې د ورلېږدولو  ګټوره وسیله ده .بیا هم دا زه دلته په تکرار سره وایم چې دا مهمه نه ده چې استاد کوم مضمون تدریسوي ، مهمه دا ده چې څومره په ادبیاتو برلاسی دی ، آن کله د طبعیي علومو په زده کولو کې د ادبیاتو  مثالونه لکه متلونه ، شعر ، لندې ادبي ټوټې ، لنډې کیسې او  د ژبې پر ګرامر  برلاسی ډېر اغېزمن واقع کیږي . د ژبې ساده توب او ورسره جوخت ادبي ژبه کارول د غوره ښوونکي بله مهمه ځانګړنه ده . 
د دویمې برخې پای