یو ښه ښوونکی څوک دی ؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
لیکوال او څېړونکی  : یوسف هېواددوست
ما په افغانستان کې هم د ښوونکي په توګه څه موده کار کړی  چې یو څه موده  د کابل ښار (د انقلاب په شپې  لیسه) کې د لسم ، یوولسم او دولسم ټولګیو د تاریخ او جغرافیې او سیاست مضامین مې تدریس کړي  او یا یوه لنډه موده د انصاري په شپې  لیسه کې په همدې ډول ، خو کله چې ډنمارک ته راغلم د نورو بوختیاوو ترڅنګ مې لومړی په یو وړکتون
، ورپسې د ماشومانو په ښوونځي ( لومړي څخه تر دریم ټولګي ) او بیا وروسته دنویو ځلمیانو ( ۱۵ کلنو تر ۱۸ کلنو ) ټولګي کې او دا دی  دا ۷ کاله کیږي چې د غټانو یعنی  ټولګی ( له اتلسو پورته ) زده کوونکو سره خادم یم .په دې ډله کې زیاتره وخت مې له هغو بهرنیو مهاجرو سره په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه مرسته کړې چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادو څخه ډنمارک ته راغلي او زه ورته د مقدماتي کورس ښوونکی وم ، دا چې دوي څه حقوق او څه وجایب لري ، دغه راز د ډنمارک د تاریخ او جغرافیې  اساسات او مهمې بر خې او یو څه آسانه ډنمارکي ژبه . دغه زده کوونکي چې په خپلو هېوادو کې ښایي وزیران ، سیاستپوهان ، د علومو کارکوونکي او متخصصین ، افسران ، مبارزین ، کارګران ، زده کوونکي ، زده کړیالان او د ښوونځیو او پوهنځیو استادان او یا هم د خپلو هېوادو له لیک لوست بې برخې  کسان وول، او له دوي سره ګډ کار زما  لپاره زما د ژوند ډېره سخته خو خوږه او اغېزمنه دوره وه چې له نیکمرغه تر اوسه د دوي خادم یم .
په دغه ټوله موده کې او په هماغه موده کې چې زه خپله د استاد بیتاب او بیا وروسته د انصاري د لیسې او ورپسې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي  زده کوونکی او زدکړیال وم له ما سره به تل دا سوچ و چې  بریالي  او ښه ښوونکي کوم کسان دي ؟ او ولې :
ما له ډېرو ښوونکو سره په بېلا بېلو ښوونځیو کې ګډ کار وکړ . همکاران و ، دوستان و داسې هم شوي چې یو ټولګي ( صنف ) کې به درې تنه موږ استادان و او له پنځلسو تر شلو زده کوونکي .ډنمارک او غیر ډنمارکي ښوونکي .اوس هم زموږ په ښوونځي کې د ډنمارکي ښوونکو ترڅنګ  موږ څو تنه استادان د نړۍ له بېلا بېلو هېوادو هم کار کوو او راکړل شوی پلان او تدریسي پروګرام عملي کوو .په موږ کې داسې ډېر استادان شته چې  زده کونکي ورسره چندان نه دي خوشاله او داسې استادان هم لرو چې  زده کوونکي  سرمعلمیت ته ورځي او ورته وایي (( زه غواړم له پلاني ښوونکي سره په ټولګي کې اوسم ، لطفا  زما نوم ورسره هلته ولیکۍ )).دغه ډول چلند او د آزموینو او ورځني کار پایلې داسې ښیي او  له ما سره هم دا پوښتنه بیا راژوندۍ شوې چې  بریالي ښوونکي څوک دي ؟ او دغه څه چې زه یې په لاندې کرښو کې تاسو قدرمنو لوستونکو ته لیکم په اصل کې زما د خپل کار  تجارب ، د سترګو د لیدلې حال لنډیز او د موضوع څېړنه ده .
زه په دې باور یم چې بریالي کسان تل  له ډېرو ساده امکاناتو او  دریځونو څخه  طلایي فرصتونه جوړوي .یو بریالی  ښوونکی  زما  په اند هغه څوک دی چې د زده کوونکو لید لوري ته سمون ورکړي او د هغوي د انساني هویت لوړتیا ورزیاته کړي .
 دا مهمه نده چې ښوونکی کوم مضمون تدریسوي ، مهمه دا ده چې بریالی ښوونکی تل له ادبیاتو سره ژوند وکړي او له خپلو زده کوونکو سره عاطفي اړیکه ټینګه کړي .د دې تر څنګ له خپل مسلک سره او له هغه مضمون سره چې استاد یې تدریسوي ، رښتینژ او زیاته  مینه ولري.زما شخصي تجربه ښیي چې هېڅ بې ګټې هڅه  ښه پایله نه لري .ما هره ورځ له کور څخه تر ښوونځي په لاره کې له ځان سره ویلي چې (( لویه خدایه ! ما په هغې پوهې برلاسی کړې چې زده کوونکي ورته اړ دي ...)) .یعنې د پوهې لوړتیا .خپله معلم او ښوونکی زده کړې ته اړتیا لري .او له نېکمرغه دلته په ډنمارک کې هم د ښوونکو د پوهې د لوړتیا لپاره  وخت نا وخت کورسونه ، سیمنارونه ، کنفرانسونه او درسي لیدنې کتنې په پرله پسې توګه شتون لري .
د مسُلې بل اړخ دای چې  ښه  او بریالی ښوونکی  هغه دی چې  په علمي ادبیاتو بر لاسی ولري یعني دلته نو انسان باید له  علمي پلوه بډای وي .دغه راز  ښوونکی باید له انسان پېژندنې او علمي اخلاقو  هم برخمن وي .علمي ادبیات دوه مخه لري .یو مخ یې دا دی چې ښوونکی  په یو ځای کې  د ټاکلي مضمون پوهه لېږدوي  او په بل ځای کې  پوهه  د ژوند لپاره زده کوونکو ته ورښیي .
د لومړۍ برخې پای