د رسنیو مهم او هر اړخیز رول

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
رسنۍ عموما ټولنه په ملي او نړیوالو عملي ، سیاسي ، فرهنګي او نورو مهمو تحولاتو او بدلونونو خبروي. د دې ترڅڼګ د هیواد په رهبری کې لوی لاس لري یو ملک رهبري کوي او د نوو ځوانانو استعدادونه رابیداروی خو په ټوله کې باید ووایم چې رسنی په ټولنه کې دغه دری مسولیتونه لری ۱ــ په مسایلو د خلکو خبرتیا ، ښونه او روزنه ورکول ۲ــ د خلکو رهبری او رهنمایې کول ۳ــ تفریح او ساعت تیری برابرول ،
خو باید ووایم چې رسنی د دی دریو مسولیتونو تر څنګ یو بل مهم مسولیت هم لری چې هغه د اذهانو روڼول دی .
په تېره اتلس کلنه روانه جګړه کې د بیان د ازادی او رسنیو د مثبت تبلیغاتو نتیجه وه چې ځینی خلک او په خاص ډول ځوانان د وطنپالنی قوی احساس او جذبه په زړه کې پالی خو ځینی نیمګړتیاوی چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره له رسنیو څخه کیده هومره نه دی شوی .
له یوی خوا په افغانی رسنیو کې د بې طرفی اصل ته اکثره رسنۍ ډیر پام نه کوی بلکې ځینی رسنۍ د یو شخص او ګروپ د ګټو لپاره په خپل فعالیت سره د ژورنالیزم اصول زیانمنوی ځکه هغو ته ملی ګټی اهمیت نه لری نو له همدی ځایه د افغانستان پر مسایلو د رسنیو د منفی اغیزو لړی پیلیږی .
لکه څنګه مو چې مخکې وویل چې رسنی خلکو ته ښوونه او روزنه برابروی خو په افغانستان کې ځینی رسنیو خپل اصل له پامه غورځولی له یوی خوا د نورو هیوادونو فرهنګ ته کار کوی او له بلی خوا هغه سریالونه خپروی چې زموږ تنکې ځوانان یې له یوی خوا له زده کړو څخه بی برخی کړی او له بلی خوا د تعلیم پر ځای د وسلې سره مینه ورزده کوی چې په ډیرو سیمو کې زموږ یو شمیر تنکې ماشومان د همدغو سریالونو د تکتیکونو په کولو سره مړه شول .
په افغانستان کې د دولت ضد مخالفین دومره فعال حضور نه لری لکه څنګه یې چې ځینی رسنی یادوی ، د رسنیو یوه دنده او مسولیت تبلیغ کول هم یاد شوی په همدی هدف په افغانستان کې ځینی رسنی د دولت ضد مخالفینو ته په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول تبلیغ کوی حتی په ځینو مواردو کې چې د دولت ضد مخالفین په کومه ساحه کې حضور نه لری ځینی رسنۍ هلته د هغو د حضور خبرونه جوړوی .
دا چې رسنیو ته د ولسواکې په نظام کې څلور ځواکو وایو او د یوه نظام ، ګډوډی او نا امنی او امن کې د نورو قواوو تر څنګ دا ځواک هم وړ رول لورولی شی نو د یوه دولت دریو نورو قواوو تر څنګ اړتیا ده چې رسنیز ځواک د یوه دولت څلورمه قوه هم خپل ټول مسولیت په سمه توګه ادا کړی او د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو خپل نشراتی سیستم چمتو کړی.
په اوسنیو شرایطو کې اړینه دا ده چې رسنیو له هر څه وړاندی د دی ټولنی خلکو ته د جګړی تور او د سولې سپین مخ ښودلی وای او پدی برخه کې یې د حکومت ملا ورتړلی وای تر څو ټول خلک په ښه او بد پوه شوی وای .
پدی ټولنه کې ډیری ځوانان د خرابو تبلیغاتو له امله ډیری ځوانانو د رسنیو د خرابو او غیری شرعی خپرونو سخت قربانی کیږی له دی اړخه عقده نیسی او ځوانانو ته د دولت ضد مخالفین تبلیغ کوی چې په افغانی رسنیو کې ډانسونه ، نامشروع اړیکې او د نورو هیوادونو سریالونه خپری ، له همدی امله د دولت ضد مخالفین هره ورځ ځوانانو ته منفی تبلیغات کوی او ورته وایې چې افغانی رسنیو ته دغه پروګرامونه د دولت له خوا ورکول کیږی او له دی کبله زموږ ډیری ځوانان د دولت په ضد جګړه کوی .
رسنۍ باید د ټولنی د مثبت بدلون لپاره د عامه افکارو په جوړونه کې اغیزمن رول ولوبوی ځکه د ټولنی د افکارو په جوړونه او د حق خبری په رسولو کې د رسنیو رول ډیر ارزښمتن دی .