د ښځو د وضعیت ښه‌والی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 محمد بشیر یوسفزوی
افغان مېرمنې چې زموږ د ټولنې د نفوس نیمایي تشکیلوي، تر دې وړاندې د دوی رول ته چندان پام نه وو شوی او هغه دودیزه معقوله چې ویل به یې ښځه یا د کور ده یا د ګور ده، تر ډېره حاکمه وه. مګر ولسمشر غني وویل چې ښځه زموږ د ټولنې اکثریت دی او دغه اکثریت د ناخوالو او رویدادونو له مخې په اقلیت بدله شوې
او د ټولنیز عدالت د تامین لپاره باید دا اقلیت بېرته په اکثریت بدله شي. ښځو سره د عاطفي چلند پرځای د دوی جنسیت ته درناوی وشي. دوی ته خپل حقونه ورکړل شي او ازادیو ته یې فوق العاده درناوی وشي.
که چېرې موږ غواړو چې واقعا وطن له اوسنیو ستونزو او ناخوالو وباسو، نو د دې لپاره موږ د ښځو همکارۍ او فعال رول ته اړتیا لرو. حتی ولسمشر غني په دې باور دی چې د نارینه د زده کړو اغېز یوازې تر یو نسل پورې محدود دی، مګر د لوستې مور او ښځې اغېز ان تر پنځو نسلونو پورې محسوسېږي، نو د دې  لپاره باید په لومړي قدم کې د نجونو زده کړو ته پاملرنه زیاته شي، دوی ته د تحصیل زمینه برابره شي، ظرفیتونه یې ورزول شي او بیا ورته د وړتیا مطابق په بېلابېلو ادارو کې مهمې دندې او مسوولیتونه وسپارل شي.
د ملي یووالي حکومت د ښځو د سیاسي مشارکت، اقتصادي پیاوړتیا، عدالت او د ټولنیز ملاتړ د لاسرسی په برخو کې د هغوی د وضعیت د ښه‌والي په اړه بې ساري اقدامات کړي دي. د دغو اقداماتو په پایله کې اوسمهال ښځې توانېدلې چې د هېواد دننه او بهر خپله استازولي وکولی شي.
د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملي عمل پلان د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د مخکتنې او پلي کولو پیل، د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د ملي پروګرام طرحه او ځای پر ځای کول، د افغان ښځو درې دورې سراسري سمپوزیم، جنډر ته ځواب ویونکې بودیجه، د ملي پروګرامونو په اسنادو کې د جنسیتي لیدلوري شاملول، او په ادارو کې د ښځو د ډېر حضور د اسانولو لکه په ګومارنو کې امتیازي نمرې او له تحصیلي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د لارو چارو په پام کې نیول هغه چارې دي، چې د ښځو د تبارز لپاره یې مناسبه فضا جوړه کړې ده.
د افغانستان ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې جوړول د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې لوی ګام دی. همدارنګه په ښځو پورې د اړوندو شرکتونو او فابریکو له محصولاتو څخه په پېرلو کې د حکومت ۵ سلنه غوره‌والی، د افغان ښځو د تولیداتو د سوداګریز نښان جوړول، سوداګرو ښځو ته د ځانګړي شوي لومړي صنعتي پارک پرانیستل او د هغوی لپاره د صنعتي پارکونو له ۱۰ تر ۲۰ سلنې پورې د نور ظرفیت ځانګړي کول، د ښځو په اقتصادي مشارکت کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د حکومت له اقداماتو څخه دي.
ولسمشر غني خلکو ته د روحیې ورکولو او د دې منډ اېستلو لپاره چې هر یو باید په خپله مور او مېرمن وویاړي تر په ډېره هسکه غاړه د خپلې مېرمنې او نیا یادونه کوي، د دوی مننه کوي او خپله وړتیا د دوی له برکته بولي. هغه وایي چې نیا یې په هند کې د تبعید پرمهال زده کړې کړې وې او له همدې برکته یې ټول اولادونه لوستي وو او د زده کړو په برخه کې د تنبلۍ او بې غورۍ پرمهال یې له هیچا سره هم مراعت نه کاوه. د ولسمشر غني د ځانګړنې هڅونې او پاملرنې له برکته د ښځو وضعیت ښه شوی دی، مګر لا یې هم د قناعت وړ نه بولي او کوښښ کوي چې د ښځو وړتیاوې تر دې زیاتې وروزل شوي او فرصتونه ورته برابر شي.