په بېلابېلو برخو کې د رامنځته شوي مشارکت اغېزې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې په مشارکت زیات تمرکز وکړ او تل په دې هڅه کې و چې د دولت او خصوصي سکتور مشارکت رامنځته کړي او په ډېرو برخو کې په دې برخه کې پرمختګونه لري، خصوصا د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخه کې
.
د ولسمشر غني موخه له دې څخه داده چې د بېلابېلو بنسټونو تجربې، امکانات او ظرفیتونه به د دغه مشارکت په پایله کې د ګډې استفادې وړ وګرځي. د بېلګې په توګه په ځینو مواردو کې دولت امکانات لري، مګر ظرفیت نه لري او په ځینو مواردو کې خصوصي سکتور ظرفیت لري، خو امکاناتو ته اړتیا لري، نو په دغو برخو کې د خصوصي سکتور او دولت مشارکت د دې زمینه برابروي چې له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي. ښه بېلګه یې صنعتي پارکونه دي چې دولت هم ځمکه ورته لري، هم برېښنا او نور امکانات ورته لري، مګر د مدیریت ظرفیت یې کمزوری دی، مګر خصوصي سکتور په دې برخه کې هم د پانګونې لېوالتیا او د مدیریت ظرفیت لري، نو په ډېرو برخو کې مشارکت رامنځته شوی دی.
د مشارکت په اړه د حکومت پراخ لیدلوری داسې مثلث دی، چې خصوصي سکتور، خلک او مدني ټولنه او دولت یې اضلاع دي. ولسمشر غني غواړي چې دغه درې ضلعې داسې سره ونښلوي چې یو د بل د تضاد نه، بلکې یوه د بلې د بشپړولو وسیله شي. 
له دې مفکورې سره چې «واک له فعالې ونډې او د افغانستان د خلکو له مشارکت څخه سرچینه اخلي»[1] حکومت د مشارکت د ټینګښت لپاره بېلابېل مېکانېزمونه او طریقې پیل کړې دي. د لسګونو سمپوزیمونو، کنفرانسونو او ملي سمینارونو جوړول؛ د عامه – خصوصي مشارکت د پالیسۍ پر مخ وړل؛ مشورتي ناستې او د عالي شوراګانو له لارې په پرېکړو کې د مشارکت زمینه برابرول هغه طریقه ده چې د خصوصي سکتور، وګړو، مدني ټولنې او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو لکه علماوو، ښځو او ځوانانو مشارکت تضمینوي.
د دې ترڅنګ د مشارکت د فرصتونو په رامنځته کېدو سره دا مهال جوماتونه د مدني ټولنې د اغېزناک بنسټ په توګه کار کوي؛ علما د بدلونونو له حاشیو څخه صحنې ‌ته راوستل شوي؛ په ملي پرېکړو کې د ګوندونو او متنفذینو رول پیاوړی شوی؛ ښاروندان د ملي پروګرامونو لکه ولسي تړون په پلي کولو کې ‌ونډه لري؛ ښځې د خپل ځان استازولي کولای شي؛ د ځوانانو مشارکت د پخوا په پرتله ډېر پراخ شوی او د مدني ټولنې د بنسټونو راپورونو ته مسوولین پاملرنه کوي.
دا مهال هیڅ قشر د دولتدارۍ او حکومتدارۍ په چارو کې ځان محروم او منزوي نه ګڼي، بلکې ټول د تصامیمو او پرېکړو په محراق کې واقع دي او دوی ته د دوی د رول او ظرفیت له مخې فعاله ونډه ورکړل شوې ده او دغه مشارکت د دولت او ټولنې ترمنځ د اعتماد فضا ایجاد کړې او همدارنګه یې د دولت او ملت ترمنځ هغه واټن کم کړی دی چې تر دې دمخه د زیاتېدو په حال کې وو. په تېرو پنځو کالو کې په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوی مشارکت هر اړخیزې او مثبت اغېزې لرلې دي.