ولسمشر د حساب او کتاب سړی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

ولسمشر غني د حساب او کتاب سړی دی، په دې مانا چې د شفافیت، کارونو او خدماتو د ښه والي په خاطر همېشنی ټینګار دادی چې د ولسمشر په ګډون ټول مسوولین، وزارتونه او ادارې باید ولس ته حساب ورکړي، هیڅوک هم له حساب ورکولو څخه معاف نه دی، ځکه ولس باید پوه شي چې د دوی لپاره څه ترسره شوي ، څه نیمګړي پاتې او څه هیڅ نه دي ترسره شوي؟

که دغسې حساب کتاب نه وي، نو نه به ولس له مسوولینو خبر شي او نه به هم مسوولین د چا پر وړاندې ځان په حساب ورکولو مکلف وګڼي او نه به هم په چارو کې ښه والی راشي. په همدې خاطر سږکال ټولو ادارو او مسوولینو د رسنیو له لارې ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړ.

د دې کار بله ګټه داده چې یو د بل له ستونزو او لومړیتوبونو څخه خبرېږي. په لومړیتوبونو تمرکز زیاتېږي او حتی د چارو په ښه ترسره کولو کې یو د بل له تجربو څخه ګټه اخیستلی شي.  د کمېټو جوړول او په اساسي قانون کې د راغلیو واکونو عملي کول، ولسمشر ته دا امکان برابروي چې لږ تر لږه په کال کې یو ځل په منظم او منسجم ډول د حکومت د کار او فعالیتونو راپور ملي شورا او له هغې لارې ټول ملت ته وړاندې کړي.

 همدارنګه دا راپور ورکول به ملي شورا ته دا امکان ورکړي چې د ملت د حساب اخیستلو د قانوني مرجع په توګه د ولسمشر له اجراتو څخه په لیکلي ډول مالومات ولري او په هغه هکله په دقت نظر څرګند کړي. د شفافیت د رامنځته کولو لپاره به مشخص مېکانیزم په پام کې ونیول شي. په راپور کې د مدني ټولنې، رسنیو او یا د ملي شورا د غړو له لوري د هر ډول تېروتنې د موندلو په صورت کې هغې ته د رسېدو لپاره جدي اقدام کېږي، نیمګړتیاوې او تېروتنې به سمېږي.

په همدې خاطر ولسمشر غني په جمهوري ریاست کې بېلابېلې شوراګانې او کمېټې ایجاد کړې دي چې هم اړوندو مسایلو ته رسیدګي وکړي، هم چارې وڅېړي او هم مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړي. د دې کمېټو عمده موخه د خلکو او دولت تر منځ د باور فضا رامنځته کول دي. کمېټې د دې وسیله برابروي چې پروګرامونه تطبیق او له مفکورې څخه په عمل بدل شي. پر دې بنسټ کمېټې د لنډمهالو، منځ مهالو او اوږدمهالو اقداماتو تر منځ نښلوونکی پل دی.

په افغانستان کې چون د ټولنیز باور په نه شتون کې ژوند کوو، لومړی باید لنډمهاله باور رامنځته شي، څو وروسته د اوږدمهاله طرحو لور ته لاړ شو. په ځانګړي ډول زموږ ځوان نسل باید د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په هکله د بحث نوښت په غاړه واخلي. د دې ترڅنګ ولسمشر غني د دې لپاره چې زموږ ځوان نسل د راتلونکي لپاره د یو منسجم لیدلوري په رامنځته کولو کې مخکښ شي، نو په ډېرو برخو کې یې د چارو مسوولیتونه او واکونه دوی ته سپارلي دي. له همدې امله دا مهال د افغانستان ادارې تر بل هر وخت ځوانې شوې دي.