په سوله او سیمه ییز اتصال د ولسمشر غني تمرکز

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناسته کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۴ نېټه د قرغیزستان پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه، ولسمشر غني په کې د خپلې وینا پرمهال پر افغان سوله او سیمه ییز اتصال زیات تمرکز او ټینګار وکړ. نوموړي وویل، "موږ، اکثریت افغانان په خورا لېوالتیا سره د خپل اسلامي دولت د ادارو د جوړولو لپاره خپل لیدلوري تعقیبوو،

ترڅو داخلي سوله، ملي یووالی او هوساینه باوري کړو، د سیمه ییز اتصال محوري رول ولوبوو او د اسلامي زده کړو مرکز واوسو او د آسیا د څلورلاري په توګه رول ولوبوو او د سیمه ییزو او نړېوالو همکاریو وسیله وګرځو."

د جنګ له کلونو دمخه افغانستان د سیمې تر ټولو باثباته هیواد و او له ټولو سره یې ښه مناسبات او اړیکې لرلې او د افغانستان د موقعیت ارزښت هغه مهال هم څرګند وو، خو له بده مرغه چې د افغانستان واکمنانو او حکومتونو له دغه موقعیت او فرصت څخه د استفادې لپاره اقدامات ونه کړل او ځکه نو هیواد همداسې دوامدار په فقر او بحران کې پاتې شو.

ولسمشر غني غواړي د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو او اتصال پر مټ افغانستان هم له جنګ او بحران څخه وباسي، هم د فقر او بې وزلۍ چاره وکړي او هم افغانستان په داسې یو سیمه ییز فعال بدل کړي چې د ټولې سیمې لپاره یې خیر او ګټه مرتبه وي. دا کار هغه مهال شونی دی چې د بحران د مدیریت لپاره د ولس په اراده حساب وشي او د واک د لېږد سوله ییزه لاره چې نوې په هیواد کې را پیل شوې بنسټي او دوامدره تعقیب شي، ځکه له ټاکنو پرته بله مناسبه او موثره لاره نشته.

جمهوررئیس غني د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناستې ته د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل، " دغه لیدلوري ته د رسېدو لپاره، موږ د روان زیږدیز کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کوو، په سوله تمرکز کوو، د ځان بساینې پروګرامونه عملي کوو، په سیمه ییز اتصال پانګونه کوو او خپلې نړېوالې او سیمه ییزې همکارۍ بیا تجدیدوو. لکه څنګه چې خپلواکې، عادلانه، ټولشموله او شفافه ټاکنې د اساسي قانون د حکم ازمېښت دی، موږ نړېوالو او د شانګهای سازمان څارونکو ته د ټاکنو پروسې د نظارت بلنه ورکوو."

د ټاکنو د روڼتیا او شفافیت د تامین او تضمین په موخه ولسمشر غني له نړیوالو او په ځانګړي ډول د شانګهای سازمان له څارونکو څخه وغوښتل چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له نږدې څخه وڅاري او په دې برخه کې فعال رول ادا کړي. د دې ښه والی دادی چې له یوې خوا ټاکنې له لا زیات اعتبار او مشروعیت څخه برخمنې کېږي له بل لوري د هیوادونو تجربې سره شریکې کېږي. پر اړیکو او مناسباتو هم نېغ اغېز لري او د تر ټولو مهمه دا چې د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو ته د دا چانس او بهانه په لاس نه ورځي، چې د تېر ځل په څېر د ولسمشرۍ ټاکنې جنجالي کړي او د پایلو له منلو څخه انکاري شي.