ډاکټر غني د ملي او بین المللي پوهې او تجربو خاوند

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

ډاکټر غني چې خپلې لومړنۍ او لوړې زده کړې یې په هیواد کې او له هیواده بهر کړې دي، نو په داخل او بهر کې ورته چندان زیاتې ستونزې ځکه نه وې چې هغه په یوه روښانه کورنۍ کې رالوی شوی و. د ژبې ستونزې یې تر ډېره حل وې، مګر د امریکا او افغانستان محیط ډېر فرق درلود.

په تنکي زلمیتابه کې د چاپیریال رواني اغېزو څخه ځان ساتنه، د هغه چاپیریال جذبول او د خپلو احساساتو ساتل اسانه نه وو.

اشرف غني ووایي، "یادېږي مې، یوه ورځ یو چا افغاني کالیو کې لکچر ورکاوه، ما هم د لومړي  ځل لپاره کوڅب واغوست.  د سپورت معلم راته وویل. اورېدلي مې دي په افغانستان کې زښت ډېر خره دي. ما فی البدیه ورته وویل، مګر هغه څلور پښې لري. "

نوموړی وایي، " هلته مې چې څه زده کړل او ډېر اساسي وو هغه مشاجرې وې. د مکتب د مشاجرې په ټیم کې شامل شوم. یوه معلمه وه موږ یې ډېر وروزلو. اوس هم چې زه غږېدی شم دا نطق یو د کوچیانۍ برخې څخه راغلی،  ځکه هغوی ښه او طبیعي نطاقان دي  او بله دا چې په دغه کال کې یې په اساسي توګه د نطق طریقې  راز ده کړې. "

محمد اشرف غني له یولسم ټولګي څخه د ای ایف ایس پروګرام له لارې د نورو زده کړو لپاره امریکا ته لاړ.  د دوی له کورنۍ څخه بهر ته تګ راتګ ډېر عام  وو. مشر تره یې چې له پلاره یې دوه کاله کشر وو په فرانسه کې درس لوستی وو مېرمن یې فرانسوۍ وه او بهر ته د دوی کورنۍ تګ راتګ کاوه.

محمد اشرف غني احمدزي تر لومړۍ ماسټرۍ پورې د کورنۍ په خوښه او هڅونه زده کړې وکړې،خو دویمه او دریمه ماسټري او دکتورا یې د دې لپاره وکړه، چې یو بشپړ فکري او عملي چوکاټ ورکړي.  هغه وایي "د داوودخان په وخت کې چې په افغانستان کې وګرځېدم، پوه شوم هغه درس چې ما ماسټري او دکتورا ته ویلی وو کافي نه وو چې ماته یو ذهني چوکاټ راکړي."

هغه وایي، "تګ راتګ موږ ته عادي شوی وو. له هغه نظره ستونزه نه وه. د ټولو ښوونځیو له اول، دویم او دریم نومره ګانو څخه  یې پنځه یا شپږ امتحانونه  واخیستل او بیا یې د مجموعې په اساس ۱۵ یا ۱۶ کسان ولېږل، ټول هلکان وو، ځکه د افغانستان حکومت نجونې ونه منلې. ماسره د همغه وخت یو عکس شته چې د تګ ورځ مو ده خلیلزاد هم په عین ګروپ کې وو.  د مکتب له یولسم څخه تلو، یو کال مو د یو امریکایي کور کې ژوند کاوه او دولسم کې هلته شاملېدو."

نوموړي د تدریس له پلوه هم چندان ستونزې نه لرلې، ځکه پلار یې په ژمي کې د امریکایانو په مکتب کې چې په شش درک کې وو، داخل کړی وو او په اوم صنف کې یې د انګرېزي د زده کړې زمینه ورته برابره کړې وه. هغه وایي، "د درس ستونزې مو نه لرلې.ً په الجبر کې زښت ډېر وړاندې وو، ځکه په حبیبیه کې زموږ استادان هندیان وو او درس  مو هم په انګرېزي وو. "

ډاکټر غني د ملي او بین المللي پوهې او تجربې ترڅنګ د افغانستان د خدمت ، انکشاف او پرمختګ بېسارې شوق او لېوالتیا لري او باور دی چې د نوموړي د پوهې او مټو له برکته به افغانستان له اوسني وضعیت څخه راووځي.