د جنایتکارانو ټغر باید ټول شي !

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د سلګونو نورو ستونزو ترڅنګ،چې خلک په ورځنۍ توګه ورسره لاس او ګرېوان دي؛ یوه ستونزه نا امني او خراب امنیتي وضعیت دی،چې د ښارونو د اوسېدونکیو ژوند یې تریخ کړی او وینه یې پکې وچه کړې ده.

خو د آرامۍ له منځه تلل هم ځيني لاملونه لري؛ یو مهم عامل یې هغه کسان دي،چې عجیب او غریب نومونه لري او د لویو او وړو ښارونو د خلکو سکون او امنیت ته خنډ ګرځي. له شک پرته؛ په دې برخه کې ټول همنظره دي،چې د ټولنیز امن او نظم اخلال کوونکي باید د مرګ کومي ته وسپارل شي

.

د تعجب وړ خبره،چې یو شمېر جنایت کوونکي ادعا کوي،چې د خلکو د دفاع او له بې عدالتیو سره د مبارزې پخاطر د وسلې سره ملګرتیا کوي.

له دې کسانو باید وپوښتل شي،چې:

که د عدالت د پلي کېدو تږي او د خلکو غمخور یئ؛ نو بیا ولې مو وسله ناحقه وینه تویوي؟

ولې مو هېڅ کور او کوڅه له مزاحمتونو،غلاوو،وژنو او بدمعاشۍ خوندي نده؟

ولې د ولس غمونه،دردونه او اندېښنې ور زیاتوئ او د افغانستان د دښمنانو لار خپلوی؟

ولې نپوهېږې،چې چاړه د ولس او ښارونو د اوسېدونکیو تر ستوني رسېدلې ده؟

ولې له انساني،قانوني اومشروع لارو ژوند نه تېروی؟

مطمئناً؛ دغه وحشي صفته وینه زبېښونکي؛ خلکو ته د ځواب لپاره څه نه لري،ځکه دوی د خلکو مدافعین او د عدالت پلویان نه،بلکې د ټولنې خطرناکه ویروس دي،چې له منځه وړل یې یوازینۍ لار ده او بس.

د جنایت کوونکو تر شا د چا لاس دی؟

د ځینو رپوټونو پر بنسټ؛ داسې ګمان کېږي،چې د حکومت ځينې مخالفې سیاسي کړۍ پر حکومت د فشار ،د حکومت د ضعیف ښودلو،امتیاز،او حرامو او نامشروع ګټو تر لاسه کولو او په دې خاطر،چې وښيي حکومت د خلکو د ځان او مال په ساتلو کې پاتې راغلی؛

له انسان تښتوونکو،غلو،قاتلو او... څخه ملاتړ کوي،ترڅو د جرم او جنایت د کچې لوړ ښودو له لارې حکومت ضعیف ثابت کړي. یو ځل یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلې و "۲۰ معزز کسان،چې دولتي او غیر دولتي با نفوذه کسان هم پکې شامل دي؛ له ۱۵۰۰ مجرمیونو ملاتړ کوي. "

دا ډول خبرې په خپل ذات دا ثابتوي،چې د پردې تر شا د جنایت کوونکیو د تحریکولو او ملاتړ لاسونه فعال دي.

 

خوشبیني: اوس؛ د امنیتي ځواکونو جدي اقداماتو او عملیاتو ته په کتو داسې ښکاري،چې د وحشي مجرمینو د سکون او آرامۍ شېبې پای ته رسېدلې او بازار یې خراب شوی،ځکه چې په وروستي مورد کې زړورو امنیتي ځواکونو داسې کس د مرګ کومي ته وسپاره،چې په کابل کې یې د یوې لس کسیزې ورانکارې ډلې مشري په غاړه لرله او د غلاوو، لار شوکونې،چور تالان او ټولنیز امن او نظم په اخلال کې یې مهمه ونډه درلوده.

د امنیتي بنسټونو په رأس کې د ځوان او ولس ته د خدمت تږي ځواک راتلو هم د مجرمینو له سترګو خوب تښتولی او په هېڅ ځای کې هوسا ندي.

دې اقدام د افغانستان دردېدلې ولس ته نوې ساه وربخښلې او راتلونکې ته یې خوشبین کړي دي ؛ له همدې امله د هېواد د کورنیو چارو له وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په کلکه ملاتړ کوي او هیله من دي،چې د ټولنې د امن او نظم اخلال کوونکي او مجرمین دې وځپل شي.

وړاندیز: ولس ته په کار ده،چې له خطرناکو مجرمینو او بانډیستانو سره له قومي او مذهبي تړاو پرته؛ له امنیتي ځواکونو او بنسټونو سره اوږه په اوږه زیار وباسي او همکاري وکړي،ترڅو له یوې خوا خپله آرامه ساه واخلي او له بل لوري د امنیتي ځواکونو هڅې او کوښښونه اغېزمن تمام شي.

پولیس باید له کومې استثنا پرته د مجرمینو و جنایتکارانو حساب ورخلاص کړي او په دې برخه کې خلکو ته د بشپړ سکون زېری ورکړي؛ څو هېوادوال مو نوې ساه واخلي او باوري شي،چې پولیس مو له مجرمینو،قاتلانو او غلو سره د مبارزې توان لري او کولای شي،چې د خلکو امنیت په ښه توګه تأمین کړي.

د دې ترڅنګ؛ هغه کسان هم باید تشخیص او کار یې ور خلاص شي،چې له مجرمینو سره یې لاس یو کړی او آسانتیاوې ورته برابروې.

ټولو ته معلومه ده،چې د ټولنې دا چټلۍ،چې د خلکو د سکون او آرامۍ ګډوډولو لامل ګرځي؛ ځینې ځانګړي ملاتړي آدرسونه لري او په کار ده؛ هماغه شان،چې د مجرمینو پر وړاندې جدي غبرګون ښودل کېږي ، د دوی له ملاتړیو سره هم هغه که په هره کچه وي باید قاطع چلند وشي،ځکه امنیتي بنسټونه،چې دنده یې په ټولنه کې د قانون تنفیذ او نظم دی؛ په دې برخه کې یواځې ندي.

له همدې امله په کار ده،چې پر هېڅ جنایت کار او مجرم باندې رحم و نه شي،ځکه دا ډله کسان د یوه آرام ژوند،کسب او کار او سوداګریزو چارو بهیر ته زیان رسوي او په پایله کې د ټولنې د پرمختګ مخه ډب کوي.

له هرې ممکنه لارې باید فشار ورباندې واچول شي او ټغر یې ور ټول شي

له حکومته هم هیله لرو؛ له دغو اقداماتو،چې خلکو یې کلونه وړاندې د پلي کېدو تمه درلوده او اوس امنیي ځواکونو یې د عملي کېدو لپاره مټې رانغاړلې دي؛ ملاتړ وکړي او د متنفذو څېرو تر اغېز لاندې را نه شي،بلکې برعکس؛ حکومت ته په کار ده،چې د مکافاتو او مجازاتو اصل په پام کې ونیسي،ترڅو هغه مسوولین او چارواکي،چې په کارونو کې سستي کوي او پلمې لټوي دې ته متوجه شي او ولس او هېواد ته د خدمت احساس یې وجود کې را ژوندی شي.

لیکنه: خوشحال آصفي