ولې پاک او رښتیني کسان بدنامه کېږي؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

په اوسنۍ زمانه کې د پاکو او رښتینو کسانو بدنامول د ځينو مغرضو او فرصت طلبه کسانو لپاره تر ټولو ښه تجارت او خپلو موخو ته د رسېدو ښه لاره بلل کېږي.

دا سمه ده،چې د نظر څرګندولو او د یوې موضوع په اړه د خبرو حق لرو،خو د بیان آزادي هم خپل یو شمېر اصول لري؛ یعنې هرڅه مو،چې په خوله راځي د بیان د آزادۍ په معنا نشي کېدلای او په کار ده،چې تل اخلاقي او اسلامي اصول په پام کې ولرو؛څو خدای مکړه زموږ ژبه د دوه کسانو یا دوو لوریو ترمنځ د ناندریو لامل و نه ګرځي،

ځکه ویلې یې دي،چې: "خپله ژبه هم کلا ده،هم بلا".

دلته غواړم څو هغو وسیلو او عواملو ته اشاره وکړم،چې کله کله یې مثبت رول لوبولی او کله بیا منفی:

- فسبوک: د ټولنیزو رسنیو ناسمه کارونې د هېوادپالو،نومیالیو،د ولس او هېواد چوپړ ته تږي ، رښتینو او پاک نفسه کسانو په بدنامولو کې ډېر مهم رول لوبولای دی.

په لومړي قدم کې د مسلمانانو په توګه اخلاقاً موږ ته ښايي؛ مخکې له دې،چې د یوې موضوع په اړه څه لیکو یا د یوې مسئلې په اړه نظر ورکوو، باید هغه څه ته مو پام وي،چې پر خوله یې راولو.

سمه ده،چې د لیکلو پر وخت مو څوک نه ویني ترڅو موږ ته ووايي،چې څه ولیکو او څه ونه لیکو؛خو د خپلې ذهني پنځونې ټول مثبت او منفي اړخونه باد وتلو،چې د ټولنې او خلکو په درد خوري که نه؟

دویم دا،چې: سره له دې،چې د افغانستان د ټوليزو رسنيو قانون د اتم فصل په یو دېرشمه ماده کې د ممنوعه نشراتو په اړه راغلي:

"د داسې مطالبو خپرول،چې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وي، د نورو مذهبونو سپکاوی پکې شوی وي او یا داسې مطالب خپرول ،چې د یوه شخص په اړه د سپکاوي او د هغه په اړه افترأ ښکارندوی وي په ټولنیزو رسنیو کې جواز نلري."

خو بیا هم نه ډېری کسان له دې نافذه قوانینو خبر دي او نه هم مسوولو بنسټونو په جدي توګه تعقیب کړي دي.

 

- ټلویزیون: ټلویزیون هم د یوې داسې مهمې وسیلې په توګه،چې کولای شي عامه افکار په ښه یا بد لوري واړوي؛ کله کله په دې برخه کې یا په تصادفي توګه او یا قصداً د خلکو له روحیاتو سره لوبې کوي او داسې وخت را رسېږي،چې ګردي مېزونو کې د خبرو لپاره داسې کسانو ته د نظر څرګندولو موکه په لاس ورکوي،چې له هر ډول اسناد او شواهدو پرته پر رښتینو، پاکو او د کار او ولس ته د خدمت تږیو باندې وردانګي او داسې خواشینوونکی انځور یې وړاندې کوي،چې د خلکو په اذهانو کې یې بیا ترمیم ستونزمن ښکاري او ډګر هغه چا ته پاتې کېږي،چې شیطنت او غولول یې ورځنی مصروفیت دی.

دا کسان له دې لارې ګټه ترلاسه کوي او د خلکو او ټولنې ترمنځ لوړ مقام او دریځ ور په برخه کېږي،چې په خواشینۍ سره خبرې یې ارزښت او اورېدونکي پیدا کوي.

- ورځپاڼه:

ورځپانه بله لاره ده،چې د خبر رسولو د مثبت رول ترڅنګ؛ کله،کله د خلکو د افکارو د مغشوشولو او کله،کله تور ته سپین او سپین ته تور وايي او زموږ خلک په ځانګړي توګه قلموال او روڼ اندي مو د موضوع د هر اړخیزې ارزونې او تل ته له تلو وړاندې یاده موضوع د زړه له تله مني او د هغو کسانو په ډله ورګډېږي،چې د کار او خدمت تږي کسان په ډېره ظالمانه توګه نښه ګرځوي او تخریبوي یې.

 

د حل لار: د دې لپاره،چې د هېوادپالو،په کار پوهو،خدمتګاره او رښتیني کسانو شخصیت وژنه ونشي او له برښنایي ،انځوریزو ،غږیزو او چاپي رسنیو څخه ښه ګټه پورته شي نو باید د مسوولو بنسټونو له لوري ګټورې او اغېزناکې خپرونې په لاره واچوي،چې عامه پوهاوی پیاوړی او د خلکو د پوهې کچه لوړه شي.

په لېسو او پوهنتونونو کې د قانونون او له رسنیزو امکاناتو څخه د ګټه اخیستنې په اړه سیمینارونه جوړ شي؛ څو د ښکېلو بنسټونو لپاره د فشار راوستلو په موخه د سختو اقداماتو پلمه په لاس ورنشي او دې ته اړ نشي،چې په هېواد کې د هغه د بندولو یا منع کولو په اړه فکر وکړي.

دیني عالمان،چې په ټولنه کې له ځانګړي درناوي څخه برخمن دي؛ د جمعې لمانځه په خطبو کې خلکو ته ووايي،چې شخصیت وژنه،د رښتینو او په کار پوهو کسانو بدنامول څومه ناوړه کار دی.

او د پای خبره دا،چې:

د قانون او د وزارتونو،ریاستونو،مدیریتونو او... څارونکي بنسټونه باید د تر ټولو رښتینو کسانو،چې غواړي په یوه موقف کې خپل کار ته دوام ورکوي؛ لاس نیوی وکړي،څو هېڅ ډول وېره،اندېښنه او خنډ احساس نکړي او د دی تر څنګ دولت ته هم په کار ده،چې د هېواد د عدلي او قضایی بنسټونو ترڅنګ په جدي توګه دا ډول مسایل تعقیب او د نافذه قوانینو په رڼا کې جدي چلند وکړي.

په درنښت خوشحال آصفي