په ټولنه کې باید څنګه ژوند وکړو ؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
هره ټولنه ځان ته بېلابېل خواص یعنې کلتور، رواج ، مذهب ، نظر  او روابط لري چې د همدغو خواصو پر بنا یوه ټولنه له بلې ټولنې څخه بېلوي او ټولنه په همدغو پورتنیو خواصو سره مشخصېږي . دا چې هره ټولنه بیلابیل رواجونه او عنعنات لري، نو زموږ ټولنه چې یوه اسلامې او سنتې ټولنه ده نو په ټولنه کې د اوسېدو لپاره باید ځینې لارښوونې پر ځان عملي کړو، تر څو په ټولنه کې د یو ښه شخص په توګه ژوند وکړو
.
دا چې الله ج انسان یو ټولنیز موجود پیدا کړی نو مجبور دی په ټولنه کې د ژوند کولو لپاره ځینی ټولنیز اداب په ځان کې پیدا کړی . کله چې په یوه ټولنه کې ژوند کوو باید په لمړي سر کې د ټولنې په ټولو خواصو ځان بلد کړو ځکه هره ټولنه بېلا بېل خواص لري د مثال په ډول ځینو خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره یوه ټولنه جوړه کړې وي او د هغې ټولنې دنده د مشکلاتو حل کول وي ، د ځوانانو ، مشرانو ، کشرانو او سپین ږیرو تر منځ هماهنګې جوړول تر څو یوه پرمختللي ټولنه جوړه کړو .
په ټولنه کې باید د هر شخص ځای وپیژنو او د هغه د عمر په اندازه ورسره برخورد وکړو ، په ټولنه کې باید د خپل عمر مطابق خلکو سره رفتار وکړو. په هغه ټولنه کې چې ژوند کوو باید کوښښ وکړو چې د خلکو سره ښه راکړه ورکړه ولرو او باید په ټولنه کې د خلکو سره ښه چلند وکړو ځکه ښه او نرم چلند په شخصیت جوړونه کې ډېره مثبته اغېزه لرلی شي ځکه که چېرې په ټولنه کې ښه او نرم چلند ولري هم به په ټولنه کې خلک درسره مینه لري او هم به دې احترام کوي .
که غواړو چې په ټولنه کې ښه ژوند وکړو باید د یو شخص په عیبونو او نیمګړتیاوو پسی ونه ګرځو خو بیا هم که مو په چا کې عیب وموند باید کوښښ وشی چې مقابل لوری ته په ډیره مینه او د وروری په فضاء کې خپله نیمګړتیا ورپه ګوته شی خو پداسی طریقه چی مقابل طرف خفګان حس نه کړی او له خپلی نیمګړتیا څخه په راتلونکی کې مخنیوی وکړی .
لکه څرنګه چې مخکې مو وویل چې زموږ ټولنه یوه اسلامي او سنتي ټولنه ده نو یو ځوان باید په ټولنه کې هم خپل او هم د نورو حقوق او عزت وپېژني او د همدې حقوقو په نظر کې نیولو سره باید د ټولنې هره خور خپله خور وګڼي او د هغوی د عزت خیال وساتي .
په ټولنه کې د ژوند کولو د اصل یو مهم اړخ متقابل درناوی او یو د بل زغمل دي. موږ باید دا توقع ونه لرو چې نور کټ مټ د ځان غوندې کړو او یا د خپلې غوښتنې مطابق یې بدل کړو، دا هیڅ امکان نه لري، مګر موږ باید یو څوک له خپلو ټولو ځانګړنو سره ومنو او که فکر کوئ چې کومه بدګڼه لري، نو د هغه د اصلاح هڅه باید وشي، خو دا هڅه چې څومره ښه او په نرمۍ وشي، نو همغومره یې ګټه هم زیاته وي.