جوماتونو ته د ولسمشر غني بېسارې پاملرنه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد
افغانستان اسلامي هیواد دی او خلک یې ټینګه دیني عقیده لري، مګر د دې باوجود لا هم په هیواد کې د جوماتونو وضعیت د نورو اسلامي هیوادونو غوندې ښه نه و، ځکه تېرو واکمنانو دې برخې ته چندان توجه نه وه کړې، حتی د ولسمشر کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ پرمهال چې هیواد ته بېدرېغه بهرنۍ مرستې راغلې،
نو بیا هم افغانستان کې د جوماتونو جوړولو، ترمیم او تجهیز ته چندان پام ونشو، سره له دې چې ولس په دې برخه کې خپله ونډه ادا کړې او په ټولو کلیو کې اکثره جوماتونه په خپله خلکو او ولسونو جوړ کړي دي، مګر د حکومت له لوري جوماتونو ته پاملرنه په نشت شمېر وه.
ولسمشر غني چې په لومړیو کې واک ته ورسېد، نو مخالفینو یې د ده په ضد هر ډول منفي تبلیغات کول، حتی د دین پر وړاندې یې په بې بندوبارۍ تورناوه، مګر ولسمشر غني چې په خپله واکمنۍ کې د جوماتونو او ملا امامانو برخې ته څومره پاملرنه وکړه، د افغانستان په تاریخ کې بېسارې ده،
د حج او واقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب د عیدګاه جومات د بیارغاونې چارو د پرانیستې پرمهال وویل، د افغانستان حکومت د جمهوررئیس په پاملرنه او لارښوونه د امامت درې نیم زره بستونه چې اجیران وو، رسمي ماموریت ته لوړ کړل. چې له دې سره د امامانو معاشونه له درې نیم او څلور زره څخه تر دولس او پنځلس زره افغانیو پورې لوړ شول. د دې ترڅنګ  اوه سوه رسمي او درې سوه بالمقطع بستونه یې راکړل او په دې وروستیو کې جمهوررئیس یو زر رسمي بستونه اضافه کړل.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل، پخوا د جوماتونو لپاره انکشافي بودجه له یو میلیون ډالرو څخه اضافه نه وه او نه هم هر کال دوامداره وه، مګر جمهوررئیس غني په لومړي ځل دا بودجه درې میلیونه ډالرو او د کال په منځ کې لس میلیون ډالرو ته لوړه کړه.  هغه زیاته کړه، د جوماتونو ترمیم ته پخوا هیڅ بودجه نه وه، مګر جمهوررئیس د لومړي ځل لپاره د جوماتونو ترمیم ته دوه سوه میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړه.  هغه زیاته کړه، د جمهوررئیس غني له لوري د جوماتونو ترمیم، جوړولو او تجهیز ته پاملرنه د افغانستان په تاریخ کې بېسارې ده.
عبدالحکیم منیب وویل، سږکال جمهوررئیس د عملیاتي واحد له لارې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۶ جوماتونه جوړوي چې په هر جومات پنځه سوه زره ډالر لګښت راځي. هغه زیاته کړه، پخوا به ویل کېدل چې ډونران د جوماتونو جوړولو ته بودجه نه ورکوي، مګر جمهوررئیس غني په داسې حال کې له داخلي بودجې څخه جوماتونه تمویل، تجهیز او ترمیم کړل چې ډونران تللي او بانکونه خالي وو.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د دغه تاریخي جومات د باکیفیته بیارغاونې د مبارکي پرمهال وویل، جمهوررئیس د دې جومات په بیا رغاونې سره د افغانستان د تاریخي، معنوي  او د  استقلال  لوړ ارزښت د بیا رغاونې کار بشپړ کړ.
ښاغلي منیب وویل، لمونځ کوونکي به د جومات د پارک له ښکلا خوند واخلي او د هیواد د ملي خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د خپلواکۍ غږ به یې چې له همدې ځایه یې پورته کړی وو، په زړه او ذهن کې انګازې وکړي.