د ډاکټر غني ماشومتوب

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 محمدروښان ښاد
محمد اشرف غني د ۱۳۲۸ کال د ثور په ۲۹ د کابل په زاړه ښار او د احمدزیو  د خان  ارواښاد شاه جهان غني احمدزي په کور کې وزېږېد. پلار یې سوداګري کوله. په سرخ اب کې د جومات  ملا الفبا ور وښوده، خو په استقلال لېسه کې یې په اساسي توګه زده کړه. 
په پنځه کلنۍ یې په زاړه ښار کې ښوونځي ته ولېږه، خو څه شی یې نه زده کېدل، نو په شپږ کلنۍ یې ښوونځی پیل کړ. له اول څخه تر شپږم پورې یې استقلال او له شپږم څخه تر دولسم پورې یې حبیبیه لېسه کې زده کړې وکړې.
د اشرف غني  د خاپوړو او ماشومتوب پرمهال د افغانستان کلي او ښارونه د اوس په څېر د ترهګرو او جګړه مارو له لاسه ویجاړ او ناامنه نه وو، بلکې له ښارونو څخه په کلیو کې خلکو په مراتبو ځان زیات ارام او خوندي احساساوه، هغه وایي: "زموږ د کلي او ښار چلند ډېر فرق درلود. سرخ اب  کې مطلق ازادي وه. په اس به چې سپور شوم تر سلطان صیب درې  پورې. به تلم چا به پوښتنه نه کوله چې څه شو. د بند په غاړه به پروت وم، ځکه لامبو مې زده نه وه. هلته اعتبار وو،  چا د چا مال کورته نه ووړ. ټول یو وو. کلي معلوم وو. له اخلاقي  پلوه کابل کې  بې باوري وه، هلکان یې تښتول ما نو دلته قطعاً د وتلو اجازه نه لرله."
ډاکټر غني ته په ماشومتوب کې د هغه کورنۍ زیات کتابونه ورکړل، هغه وایي: " څو زره کتابونه یې راکړل. هر کتاب مې چې اخیسته او پکار به مې وو پلار او ترونو راته اخیستل، نو دلته زما زور په مطالعه باندې وو. ټول اریانا دایرت المعارف ما په څلورم ټولګي کې لوستی وو او په شپږم ټولګي کې مې تحقیقي مقالي لیکلې."
ډاکټر غني  فوق العاده استعداد درلود، خو په دغه وړتیا نه په خپله پوهېده او نه یې هم د کورنۍ غړو ور پام کړی وو، هغه وایي: " ورو مې تر ما پنځه کاله مخکې وو، زه چې اوم صنف کې وم هغه د حقوقو فاکولته کې وو. د هغه درسونه مې هم لوستل. صنف کې بنیادي ستونزه دا وه درس مې ډېر ژر خلاصاوه که مطالعه نه وای، نو مطلق چورتي به وای او استادانو راسره منلې وه چې په صنف کې مې کتاب کوت راسره یې غرض نه کاوه، ځکه نومرې مې ښې وې، خو په لومړیو درې صنفونو کې مې مزه  نه وه."
د محمد اشرف غني دوه کشرانو ترونو قدیر چې کور کې یې زمری باله او میرویس  په کمکینې  هغه هر ځای له ځان سره بېوه او د غږېدلو زمینه یې ورته برابروله. هغه وایي، "یو تره مې په راډیو کې نطاق وو. په شپږ کلنۍ کې یې پښتو پروګرام ته یووړلم تر دیارلس یا څوارلس کلنۍ پورې د راډیو افغانستان چې هغه مهال یې راډیو کابل ورته ویلې په پروګرام کې هره اونۍ غږېدم. هغه وایي ښوونځي کې یې ترانه نه ده ویلې، ځکه غږ مې د ترانې نه وو، خو شعر یې راباندې لوست. "
نوموړی وایي: "په اته کلنۍ چې کابل کتابتون ته لاړم، نو د خوشال بابا د شعرونو کتاب مې ځنې واخیست. هلته د مسکنیار له کورنۍ څخه د معاونه صیب په نوم یوه مېرمنه وه او هره اونۍ یې  دا راښودل چې له  سټیج څخه څنګه وغږېږو. هره اونۍ به یو مجلس وو او ترونو به راوستلم چې زه وغږېږم. له مایکروفون، راډیو او سټیج سره د دوی له برکته بلد شوم. "