ولسمشر غني د خپلواکۍ د سلیزې په مناسبت جایزې اعلان کړې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

سږکال د افغانستان د ملي خپلواکۍ سلیزه اعلانېږي او ولسمشر غني لا وار دمخه ویلي و چې دا به د ملي جشنونو په بڼه نمانځي. په همدې موخه یې د نوي ښوونیز کال په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، "له دې فرصته په استفادې سره  غواړم د روان هجري شمسي کال یو خصوصیت ته اشاره وکړم.

سږ کال د افغانستان د استقلال سلمه کالیزه ده. دا یو حقیقیت دی چې یو ملت د خپل استقلال د واقعي تکمیل لپاره دې ته اړتیا لري چې په خپلو پښو ودرېږي او د نورو له احتیاجه راووځي. دې مقصد ته د رسېدو لپاره تر هر څه اول فکر پکار دی. لکه څنګه چې مو وویل افغانستان ته الله تعالی ډېر نعمتونه او ثروتونه ورکړي دي. له دغو ثروتونو او منابعو څخه د استفادې لپاره فکر او ابتکار ته اړتیا ده."

جمهوررئیس غني غواړي چې د خپلواکۍ فکر باید په ولسونو کې بنسټي شي. د خپلواکۍ د ساتنې او پالنې لپاره دوی ته اساسي فکر ورکړل شي او دا هم ورته ور وښودل شي چې د سیاسي خپلواکۍ د ساتنې لپاره اقتصادي خپلواکي هم اړینه ده او حتی له اقتصادي خپلواکۍ مه واره سیاسي خپلواکي کمرنګه او بې مانا ده او په همدې دلیل باید سږکال د ټولنې بېلابېل اقشار د ملي خپلواکۍ د سلیزې په نمانځنه کې په خپلې پراخې ونډې اخیستو سره خپل رول او هنر نورو ته وښیي.

محمداشرف غني وویل، "د افغانستان د لېسو او پوهنتتونو له ټولو زده کوونکو او محصلانو غواړم چې د هېواد د استقلال د سلم کال په ویاړ د خپلو کلیو، بانډو، ولسوالیو، ولایتونو او یا ټول هېواد د انکشاف او بهترۍ یا معرفي  لپاره داسې لیکنې وکړي چې له کتابونو د را اخیستل شویو خبرو تکرار نه، بلکې د دوی د خپلې تجربې او مشاهدې په اساس نوي څه پکې وي. "

نوموړی د لیکنو د سپارښتنې ترڅنګ دوه مهم شرطونه ږدي، لومړی شرط دادی چې لیکنې باید تکرار نه وي او نه هم له کتابونو او نورو څخه اقتباس شوې وي. موخه یې داده چې باید نوښت ولري او له نوې زاویې څخه ولیکل شي او بله دا چې د خپلې سیمې، کلي او ولسوالۍ په اړه یې هم لیکلی شئ. د دې ګټه داده چې د افغانستان پېژندنې په برخه کې له لوستونکو سره لا ډېره مرسته کېدلی شي، ځکه په دې ډول به د هیواد د بېلابېلو سیمو په اړه خلکو او لوستونکو ته نوي او ګټور معلومات د لوستلو لپاره برابر شي.

جمهوررئیس وایي: "سلو بهترینو لیکنو ته به جایزه ورکړل شي او خپرې به شي. همدارنګه بهترینو ترانو ته به هم جایزې ورکړل شي. د معارف وزارت او له عالي تحصیلاتو وزارت څخه مې غوښتنه ده چې له زده کوونکو او محصلانو سره په دې برخه کې جزئیات شریک کړي." دا د ولس غني عالي او ملي نوښت دی چې د لیکوالو روزنه، د لوستونکو د معلوماتو زیاتوالي، د ملي خپلواکۍ بنسټي کېدو او د ولس د ذهنونو روڼولو کې ښه اغېز لرلی شي.