د مهسا وژونکي څوک دي؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

په رسنیو کې د مهسا په نوم د یوې کوچنۍ ماشومې تصویرونه چې د یو جنایتکار بانډ له خوا تښتول شوې او بیا وژل شوې ، په پراخه توګه خپاره شوي. لومړې غبرګون چې د تصویرونو په لیدلو  لیدونکو ته پیدا کېږي، ددغه کوچنۍ ماشومې سره خواخوږي او د جنایت کارانو تر وړاندې د کرکې او نفرت څرګندول دي. دا یو طبیعي او پرځای غبرګون دی. دا ښايي چې افغانان لکه د نړۍ د نورو خلکو په څېر له جنایت او جنایتکارانو څخه کرکه لري

.

بل غبرګون د مجرمینو د چټک اعدام غوښتنه ده، دا غوښتنه هم یو طبیعي غوښتنه او غبرګون دی ، خو دا غوښتنه کېدی شي بېل دلیلونه ولري،  ځنې د کوچنې مهسا سره د خواخوږۍ او جنایتکارانو ته د سزا ورکولو په خاطر داسې غبرګون څرګندوي خو ځنې کېدی شي له څېړنو دمخه د جنایتکارانو په اعدام سره لکه د زرګونو نورو جنایتونو ددغه جنایت دوسیه هم  وتړي او د اصلي جنایتکارانو د څېرو د رسوا کېدو مخه ونیسي.  خو که له احساساتو  تېر شو نو بیا د عقلانیت په پړاو کې  د موضوع په اړوند ژور فکر او څېړنو  ته اړتیا لیدل کېږي، باید د صحرايي محکمو او وژنو کار پای ته و رسول شي او د نه ختمېدونکو جنایتونو علتونه او دلایل و څېړل شي او دداسې دردونکو پېښو د مخنیوي دپاره اغېزمنې پریکړې ونیول شي.

بې له شکه دا زموږ په هیواد کې لومړنی او وروستى جنایت نه دی ، تر دې پخوا هم ډېر زړه بوږنونکي پېښې او جنایتونه تر سره شوي او له دې وروسته به هم داسې اوتر دې ناوړه پېښې او جنایتونه ترسره شي. د ۱۹۹۲ کال  په  پېښو اوجګړو کې داسې بې ساري او ستر ډله ایز جنایتونه ترسره شول چې تاریخ يې  بېلګې نه دي  لیدلي.

نن په تاسف سره هماغه جنایت کاره ډلې د دولت په ډېرو لوړو څوکیو کې ځای پر ځای شوي او د پراخ واک ، پانګې او قدرت لرونکي دي. څه موده دمخه امر الله صالح د خپل وزارت په لنډمهاله دوره کې ، په کابل ښار کې د جنایتکاره شبکو له شتون څخه پرده اوچته کړه او ددغه ډلو د جوړښت او عاید په اړوند يې رسنیو ته مهم مالومات ور کړل ، نوموړي دغه شبکې د داعش او طالب په څېر خطرناکې و بللې . نوموړي وویل ددغه شبکو مشران د دولت په لوړو مقامونو کې ځای لري او په ظاهره ددرنو اود درناوي وړ شخصیتونو په څېر پېژاندل کېږي .دا د جنایتکارانو په اړوند مهم مالومات ول چې وړاندې شول .دا په حقیقت کې په کابل او نورو ولایتونو کې د ټولو تنظیم شویو جنایتونو قتلونو ، چاودنو ، غلاګانو، تښتونو ، فساد او نورو جنایتونو د ترسره کوونکو د پيژاندلو او پیداکولو اصلي کلي ده چې دولت يې پېژني خو تر وړاندې يې د کړنو وس او قدرت نه لري.  

جنایتکاره ډلې څنګه خپل شتون ته دوام ورکوي او ددوی جنایتکاره تنده په  ټولنه کې د ولږې، بې کارۍ او تنګسې  له لارې خړوبېږي ، په زرګونه ځوانان د یوې مړۍ ډوډوۍ د پیداکولو دپاره سرګردانه ګرځي ، د لوستو ځونانو دپاره تر زده کړو وروسته کار نشته ، په داسې حالت کې ځوانان د مایوسۍ سره مخامخ دي، ددوی تر وړاندې د ژوند او ژوندي پاتې کېدو رڼا نه ښکاري دا حالت ددې سبب شوی څو  تروریستي ډلې، ، جنایتکاران ، او د فساد کړۍ  ځوانان د خپلو شومو غرضونو دپاره وکاروي او هیواد د  بد امنۍ، بې قانونۍ او فساد په ډنډ کې ډوب کړي.

په داسې حال کې چې دولت او نړيواله ټولنه د شر او فساد دغه کړۍ پېژني او په وار وار يې ددغه کړیو تر وړاندې د اقدام کولو ګواښ کړی خو په تاسف سره په ټوله دغه موده کې دغه تورې ډلې له هره پلوه غښتلي او ګواښجن شوي دي او دولت يې تر وړاندې  د هيڅ ډول قانوني چلند جرئت نه لري . دغه جنایت کاران د خپلو شبکو له سازمان ورکوونکو څخه په ټينګه دفاع کوي او د جنایتکارانو تر وړاندې ددولت د اقدامونو خنډ کېږي.   د امر الله صالح په وینا جنایتکاره ډلې یوازې د کابل په ښار کې په زرګونه میله سپکه او درنه وسله لري، دولتي سرتیري او وسایل . باډي ګاردان او محافظین يې په خدمت کې دي. په تیر څو میاشتو کې د څو جنایتکاره کسانو پرخلاف  ددولت اقدامونه د دولتي مافیا له سخت غبرګون سره مخامخ شو . لوړپوړیو جنایتکارانو د قوم او ژبې تر پلمې لاندې خپل جنایتکاران د قانون له منګولو خوشې کړل. په تاسف سره ډېر ساده  وګړي هم د همدغه تورو کړیو تر اغيز لاندې د جنایتکارانو دفاع  ته راووتل.

بهرني ځواکونه هم ددغه جنایتکاره ډلو د منځه وړلو دپاره هوډ او اراده نه لري، ځکه دغه بانډونه په عینې حال کې د نیابتي جګړې پرمخ وړونکي هم دي او د اړونده هیوادونو له لورې يې پټ او څرګند ملاتړ کېږي. له جنایتکارو ډلو څخه خلاصون یو پېچلی بهیر دی او د خلکو په پوهاوي او ملاتړ په کچې پورې اړه لري. لږ تر لږه لاندې برخو ته پاملرنه کولی شي ، د جنایتکارو ډلو له شره د خلاصون زمینه برابره کړي.

د خلکو اقتصادي حالت د ښه کولو دپاره  پرله پسې بنستیز اقدامونه ،د بې کاري او بې روزګاري پرضد اغېزمنه مبارزه . د وسله والو ډلو د پې وسلې کولو دپاره  باید چټک کار او اقدام او ددوی د واک برجونه رانسکورول. په امنیتي ارګانونو کې د مسلکي پوهې لوړول، له فساد څخه د قضايي ارګانونو  بشپړ پاکول. د شر او فساد کړیو تر وړاندې د معافیت سیاست  پای ته ورسول ،  د قانون پنجو ته د جنګي جنايتکارانو سپارل . بې له شرط او معاملې د قانون تطبیق . خلکو ته د جنایتکارانو د اصلي څېرې بربنډول . د هغه لست خپرول چې امرالله صالح يې د خپرولو ژمنه کړې وه  او ددې کړیو جنایتونه د رسنیو له لارې د اولس د خبرتیا دپاره وړاندې کول.