ولسمشر غني د فساد ضد مبارزې په اړه خپلې ژمنې تازه کړې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د فساد ضد مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې ګڼو حکومتي مقاماتو، ډيپلوماتانو او د بین المللي بنسټونو استازو په کې ګډون کړی وو، جمهور رئیس محمد اشرف غني د فساد په ضد د مبارزې په لار کې خپلې ژمنې بیا تازه کړې

.

په دې کې شک نشته چې د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کالو کې په سختو شرایطو کې د فساد ضد مبارزې په جریان کې مهم ګامونه واخیستل او په بېلابېلو برخو کې یې پام وړ اصلاحات راوړل، خو دا چې له یوې خوا په وطن کې فساد پراخ او بنسټیز شوی او له بلې خوا په فساد ککړې ادارې ولسمشر غني ته ورپاتې وې، نو له همدې امله به د دغه پراخ فساد له منځه وړل زیات وخت واخلي.

زموږ هیوادوال کله هم له سادګۍ او کله هم له تخنیکي پوهې، معلوماتو، شرایطو او امکاناتو پرته د ستونزو او مسایلو حل ته عجله لري، مګر دا کار په عجله ځکه نه کېږي، چې د تدبیر ترڅنګ امکاناتو ته هم اړتیا لري.

د خلکو توقع داده چې د فساد او جنګ په ګډون یې ټولې ستونزې ژر تر ژره حل شي، خو عملاً دا کار سخت دی او وخت نیسي، ځکه له یوې خوا وطن عملاً په جنګ کې دی ، بل لورته امکانات محدود دي او بله مهمه ستونزه داده چې حکومت یا نشي کولی او یا هم د اړوندې برخې مسوولین د ترسره شویو کارونو په اړه خلکو ته پر وخت خبرداری او معلومات نه ورکوي، خلک د معلوماتو په خلا کې واقع کېږي او یو شمېر افراد، کړۍ او ډلې له دغې معلوماتي خلا څخه په استفادې عامه اذهان مغشوشوي. دوی منظمې هڅې کوي او دا کار اکثر د تېر حکومت مسوولین د خپلو درغلیو، غلاو، فساد، لوټ او بې کفایتۍ د پټولو لپاره کوي، مګر دوی به هیڅ وخت هم په خپلو دغو ناسمو هڅو سره د حکومت د اصلاحاتو مخه ډب نه کړي.

جمهور رئیس غني وویل، "لومړۍ خبره او بحث دا دی چې کله هم په هېواد کې د اصلاحاتو لپاره کار کوو، یو تعداد خلک فکر کوي چې په اصطلاح د اصلاحاتو مخکښان غواړي نورو ته کنده وباسي او په دې توګه له اصلاحاتو منفي برداشت کوي.  خو نور بیا په دې باور دي چې روښانه اینده او ښې راتلونکي لپاره د اصلاحاتو راوستل، د تهدابونو او بنسټونو کېښودل دي."

افغان ولسمشر یادو مراسمو ته د وینا پرمهال پوښتنه کوې او بیا یې بېرته په خپله ځواب هم وایي: "دغه دوه نظره ولي له یو بل سره دومره زیات واټن او فاصله لري؟

علت یې روښانه دی. هغه خلک چې فکر کوي اصلاحات د کندې کېندلو لپاره دي ــ هغوی اصلاحات د خپلو شخصي، ډله ییزو او منفي ګټو په ضد خطر ګڼي. خو هغه چې اصلاحات د ښې راتلونکې لپاره د بنسټونو اېښودل او اساس ګڼي، هغوی په دې باور دي چې د هېواد د ښې راتلونکې لپاره اصلاحات ضروري او حتمي دي."

د فساد ضد مبارزه چې څومره مهمه ده، نو همدومره د ټولو همکارۍ او همغږۍ ته هم اړتیا لري، باور دی که ولسونه، علما، متنفذین او نور موثر اقشار د فساد ضد مبارزه کې له حکومته خپل ملاتړ درېغ نه کړي، نو د فساد ضد مبارزه به ډېر ژر رنګ راوړي.