د ښوونکو نړیواله ورځ او د حکومت شعاري ژمنې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اکټوبر پنځمه نېټه د ښوونکو نړیواله ورځ ده، دغه ورځ هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي؛ خو توپیر یې دا دی چې په نوره نړۍ کې تر بل هر چا ښوونکو ته ډېره ترجیح او امتیاز ورکول کېږي، مګر دلته نه یوازې چې ښوونکی امتیاز نه لري، بلکې د دوی سپېڅلې دندې ته هم په سپکه سترګه کتل کېږي

.

موږ باید دا حقیقت ومنو چې له ۲۰۰۱م کال را په دې خوا د هېواد په پوهنیز ډګر کې خورا ښې لاسته راوړنې لرو، مګر تر څنګ یې نیمګرتیاوې او خنډونه لا هم د دغه بهیر پر وړاندې پراته دي. له ۲۰۰۱م کال را په دې خوا په میلیونونو ماشومانو ښوونځیو ته لاسرسی وموند، په میلیونونو ځوانان له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغ شول، د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه بابه د ښوونځیو نوې ودانۍ جوړې شوې، په زرګونو مسلکي ښوونکي وروزل شول او ....

د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره د خلکو هیلې دا وې چې نوی حکومت به د پوهنې په برخه کې د تېر حکومت تشې ډکې کړي او د دغه بهیر د لا ښه ځلېدا په موخه به کوټلي ګامونه اوچت کړي. متأسفانه چې د نوي حکومت په راتګ سره نه یوازې چې نېمګرتیاوو ته پاملرنه ونه شوه، بلکې په دغه برخه کې تېرې لاسته راوړنې هم په اوبو لاهو شوې چې بېلګې یې خورا ډېرې دي.

دا چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې او د پردیو په منځګړیتوب رامنځته شو، له بده مرغه چې د هېواد پوهنیز نظام هم د دغې سیاسي معاملې ښکار  شو. د هېواد دغه برخلیک ټاکونکې ملي اداره د داسې کسانو لاس ته ولوېده چې شپه او ورځ یې په توطیو جوړولو، غلا، تعصب، چور او چپاول تېره کړه چې بېلګې یې نن سبا هر وطندوست افغان محسوسولای شي.

ولسمشر غني هم د ښوونځي د زنګ د کړنګولو په ورځ سږ کال د پوهنې په نوم ونوماوه او په ټول هېواد کې یې د ۶۰۰۰ ښوونځیو د جوړېدو، ښوونکو ته د ځمکې د وېش او په دغه اداره کې د اصلاحاتو ژمنې وکړې. له بده مرغه چې د ولسمشر دا ژمنې هم د نورو ژمنو په څېر اوبو ته د خوب ویل وو، نه ۶۰۰۰ بابه ښوونځي جوړ شول، نه د ټولنې تر ټولو بې وزله قشر (ښوونکو) ته د اوسېدو نمرې ورکړل شوې او نه هم په دغه اداره کې اصلاحات رامنځته شول. د تېر په څېر د یادې ادارې پر سر بیاځلي معامله وشوه او د معاملې په بدل کې یو والي له دندې ګوښه کړای شو.

پوهنه د هر هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، پوهنه یو هېواد له تیارو د روښنایۍ لور ته خوځوي، پوهنه خلک له ګومارهۍ ژغوري؛ خو له بده مرغه چې دلته د پوهنې پر سر معامله کېږي؛ په لنډه توګه باید ووایم چې د پوهنیز نظام پر سر معامله پر ناموس معامله ده.

د پرمختللې او پر ځان بسیا پوهنیز نظام په هیله 

کاکړ