‎‌‌‌‌‌‌ډېرو د ولسمشر په یوې وړې سهوې خنداګانې وکړې! ‎ملا ولاړ وُ ولسمشرغني سجدې ته ښکته شو

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مینه منکل
‎، پرديپالود یهودیت رنګ ورکړ، مجاهدزاداه ګانو  پسخندونه وکړل 
‎پرته له دې چې فکړ وشي  چې سهوه ، قصد ، او نه پوهېدل ‌‌‌‌‌‌ډېر فرق لري. 
‎د ولسمشر غني سره که هر مجاهد او مجاهدزاداه کېنول شي نو باور لرمه هغه اسلامي معلومات چې 
‎ولسمشر غني یې لري هېڅوک به یې ونه لري. 
‎او د ولسمشر غني په آزموینه کې به ناکان شي


‎ګورئ لمانځه کې موږ هم سهوه کوو هغه وخت چې کله له موږ سره ‌‌‌‌‌‌ډېر دروند غم او تشویش وي حتمآ راڅخه سهوه کېږي. 
‎کله چې د خپل منځیو جګړو پر مهال په انسانانو رقص مرده کېده چا څه ویلی شوای؟ 
‎کله چې د انسان په سرونو او غوږونو کې میخونه ټکول کېدل چا خپل غږ پورته کړ؟ 
‎کله چې به د خلکو ناموس په توره شپه له کوره را باسل کېدل چا ووې چې دا کار مکوئ؟ 
‎کله چې ستاسو د سترګو لاندې په پيغلو جنسي تېری کېدل تاسو د غیرت په نوم کوم غږ جګ کړی ؟ 
‎کله چې به د ځوانانو سرونه پرې کېدل چا غږ وکړ چې وه مشرانو د خدای په خاطر دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل مه کوئ؟ 
‎اې ولسه ستاسو د سترګو لاندې ددې وطن شتمنۍ پاکستان ته انتقال شوې تاسو څه کولی شوای؟ 
‎ددې جنګي ‌‌‌‌‌‌ډولو مخ کې تاسو یوه خبره کولی شوای؟ 
‎لتاسو یې هر څه په زوره اخستل او وړل به یې ولې تاسو به غلي وئ. 
‎نن ولسمشر د اختر په لمانځه کې یوه وړه سهوه کړې تاسو د اسلام مدافعین دومره ښه خلک شوئ چې اوس راځئ خپل یو مبتکر ولسمشر ته اسلام ور زده کوئ؟ 
‎ښاغلی غني دداسې یو غم ځپلي هېواد ولسمشر دی چې هره ورځ پکې سلکونه بېګناه انسانان شهیدانېږي. 
‎دا به ‌‌‌‌‌‌ډېرو ته عادي خبره وي ولې ولسمشر غني دې مسایلو ته زورېږي او حېران دی چې څنګه دا هر څه کابو کړي. 
‎نظار شورا د انتقام په حال کې ، طالب او داعش د عام قتل په لټه کې ، ګاون‌‌‌‌‌‌ډیان مو زموږ د تباهۍ په حال کې  
‎مجاهدین مو د قدرت په لټه کې ، مجاهدزاده ګان مو د میراث موندنې په لټه کې ، سیاسي مخالفین مو د نظام د ړنګولو په حال کې دي، ولس مو وږی دی هره ورځ یې حقونه تلف کېږي. 
‎امنیتي ځواکونه مو هره ورځ د دښمن سره په جګړه کې شهیدانېږي. 
‎دا هر څه زغمل آسان ندي، دا هر څه زموږ د ولسمشر ذهن او زړه مخشوش کړی ، دا ملت ایله دېته ناست دی چې کله زموږ ولسمشر یوه وړه اشتباه یا سهوه وکړي چې ددوی خندا ته یوه لاره جوړه شي. 
‎د ملت خوار کبرجن دی ، او تل به د خپلو اعمالو قرباني کېږي .
‎مینه منګل