دارالامان ماڼۍ خپل پخواني عظمت ته ورستنېدونکې ده

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

دارالامان ماڼۍ چې د افغانستان د تاریخ او عظمت په ځانګړي ډول د خپلواکۍ د ګټونکي او د افغانستان د ترقي غوښتونکي پاچا شاه امان الله خان غازي د ابادۍ او ترقۍ هغه میراث و چې افغان ولس ته یې په میراث پريښی و، خو درېغه چې په هېواد کې تاوجنو حالاتو او د کورنیو جګړو د عظمت دغه څری په ویرانه او کنډواله بدل کړ، مګر ولسمشر غني غواړي چې دغه تاریخي ودانۍ بېرته خپل پخواني عظمت ته ورستنه کړي، په همدې موخه یې د بیارغاونې چارې پیل شوي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي

.

جمهور رئیس غني د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې مراسم په دارالامان ماڼۍ کې ترسره کړل او له دې سره یې د افغانانو خوښي څو برابره لوړه کړه. لومړۍ خوښي د خپلواکۍ د نمانځنې وه، دویمه خوښي د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاونې او دریمه خوښي د درې میاشتي مشروط اروبند د اعلان وه. خدای دې د افغانانو د خوښۍ شیبې او مناسبتونه لا زیات کړي، ځکه په تېرو څو کلونو کې دوی ډېرې ناخوالې او بدې ورځې تجربه کړي او زغملې دي.

جمهور رئیس غني د خپلواکۍ د نمانځنۍ په مناسبت دغو جوړولو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل،  زموږ ژمنه افغان ماشوم ته ده، افغان مېرمنې ته ده، افغان ځوان ته ده او ټول افغانستان ته ده.اوس د دې وخت را رسېدلی چې نه یوازې د خپل معاصر تاریخ ناتمام فصل تکمیل کړو بلکې د نوي فصل د پيلولو لپاره د یویشتمې پېړۍ د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي غوښتنو په اساس ټولنه جوړه کړو.

محمد اشرف غني سیاسي استقلال اساس  وباله، داسې اساس چې افغانان خپل راتلونکی په خپله وټاکي، ځکه د نوموړي په وینا د خپل راتلونکي ټاکل له سیاسي استقلال پرته امکان نه‌لري او سیاسي استقلال یوازې د یو قانوني دولت په چوکاټ کې خوندي کېدای شي.  

نوموړي د استقلال په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ یادونه وکړه او وې ویل:  په ۲۰۱۲کال کې زموږ حکومت له نړیوالو سره یو قرارداد وکړ چې په ۲۰۲۴کال کې به امنیتي مصارف خپله د افغانستان حکومت په غاړه اخلي. د ملي وحدت حکومت په دې لګیا دی او سخت کار کوي چې څنګه د ۲۰۲۴کال د هدف پوره کولو لپاره امکانات برابر کړي.

محمد اشرف غني تېر اوربند ته په اشارې وویل:  د افغانستان د دیني علماوو فتوا او فرمایشاتو ته د احترام په خاطر حکومت په تېر کوچني اختر کې له وسله‌والو طالبانو سره یو طرفه اوربند اعلان کړ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له دغه نېک ابتکار څخه وروسته طالبانو هم د کوچنياختر په ورځو او شپو کې د اوربند اعلان وکړ، چې دا کار  په ملي او بین المللی سطحه له درانه هرکلي سره مخ شو. زموږ د ټولنې بېلابېلو اقشارو هر وخت د هر هغه اقدام چې د وینې بهېدو مخنیوی کوي، هرکلی کړی دی.  د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښکاره کړي.  

 که طالب وسلوال د حکومت اوربند ته هرکلی ووایي او د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي، نو له هېواد به د جګړې او بدمرغۍ کمپله ټوله شي، د امن او ثبات فضا به برابره شي. هر څوک به د ډاډ احساس وکړي. د جنګ پیسې به په ابادۍ ولګېږي، د ورانۍ او بربادۍ مخه به ونیول شي. دارالامان به بېرته خپل پخواني عظمت ته ورستون شي او هېواد به د ابادۍ او پرمختګ په لور چټک ګامونه واخلي او په دې ډول به د غازي امان الله خان نیمګړی څپرکی او نیمګړي ارمانونه پوره شي.