دښمن به نه په غره کې ځای ولي او نه په هواره

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د تروریستي بریدونو او چاودنو د زیاتوالي اصلي لامل د دښمن او ترهګرو ډلو قوت نه دی، بلکې دوی په مخامخ جګړه کې مات شوي او زموږ له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، له هغوی څخه ځانونه پټوي او له غرونو څخه ښارونو ته راغلي دي، تر څو د وحشتناکو بریدونو په ترسره کولو سره د خلکو په زړونو کې وېره واچوي.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د رهبرۍ په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنه له برکته هم تر پخوا زیات مجهز شوي، هم مسلکي شوي او هم یې وړتیاوې ښې روزل شوې دي چې له یوې خوا یې دښمن ته ماتې ورکړې او له بل لوري د ولس باور ورباندې تر پخوا لا زیات شوی دی. له همدې امله چې تېره اونۍ په ننګرهار کې امنیتي وضعیت خراب شو، نو د وضعیت د کابو کولو او خلکو ته د امن او خوندي فضا د برابرولو په موخه د ننګرهار خصوصاً جلال اباد ښار کې د امنیت د تامین مسوولیت د ملي اردو سرتېرو ته وسپارل شو.

زموږ د اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې برخه د افغان حکومت لپاره خورا مهمه ده، ځکه د هیواد ثبات او امنیت خوندي کول زمونږ د امنیتي ځواکونو تجهیزولو پورې تړلې. همدارنګه، د افغانستان جغرافیایي موقعیت او شرایطو ته په کتو  افغان ځواکونو ته په جګړه کې هوایي ځواک ډېر مهم دی.  د هوایي ځواکونو تجهیز د تلفاتو د کموالي لامل ګرځي.

د ملي یووالي حکومت په تېرو دریو کلونو کې د ځواکونو تجهیز او تمویل لپاره ډېرې هڅې کړې دي او پدې برخه کې یې نړیواله همکارۍ او مرستې جذب کړي، د بېلګې په توګه لسګونه جنګي الوتکې Black Hawk UH60، MD530،MI17، MI25 هلیکوپترونه او A29، AC208، C208، C130، PC12 الوتکې، MI-24 او Chittal Helicopters هلیکوپترې زموږ د هوايي ځواک په اختیار کې ورکړل شوې دي.

همدارنګه د پوځي وسایلو د ترمیم لپاره د چین مرسته ترلاسه شوې.  روسیې د ۱۰۰۰۰ میله کلاشینکوفونو مرسته له افغانستان سره کړې. د امنیتي ځواکونو لپاره د متحده ایاالتو لخوا زرګونه موټرونه اخیستل شوي. په راتلونکو څلورو کلونو کې د امنیتي ځواکونو ۶ میلیارد ډالرو مرسته جذب او د هوایي ځواک کچه درې چنده زیاته شوې ده.

دا هر څه که له یوې خوا د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ د هڅو او پاملرنې له برکته دي، نو له بل لوري د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ، سرښندنې او مبارزې هم په دې کې مهم رول لري، چې هم یې د نړیوال اعتماد ترلاسه کړی او هم یې هغوی دېته هڅولي دي چې زموږ د ځواکونو د لا پیاوړتیا لپاره د تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې خپلې مرستې زیاتې او متمرکزې کړي.

د دغو مرستو په پایله کې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي او جنګي وړتیا ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او اوس دوی دومره غښتلي شوي دي چې ترهګرې ډلې د سیمې د هېوادونو د استخباراتو د مستقیمو او غیر مستقیمو مرستو او مشورو باوجود هم زموږ د ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان نه لري. دوی په ښارونو کې ملکي وګړي او تاسیسات په نښه کوي او وحشت رامنځته کوي، مګر دا ځل زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دښمن له ښارونو څخه هم شړي، ځکه چې په ننګرهار کې یې د دښمن د موندلو په موخه خپلې پلټنې پیل کړېدي. دښمن به نه په غره کې ځای ولري او نه په هواره، ځکه مېړني سرتېري چې هر چېرې دوی پیدا کړي، نو وبه یې ځپي او له منځه به یې یوسي.