د ملي اردو د سرتېري اتلواله

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

قضا مازدیګر چې د لمر وړانګې په ژېړېدو او لوېدو وې، پر بهسودو پل ښار ته د غځېدلي واټ پر غاړه د ملي اردو سرتېری محمد عمر بیدار او په تیارسئ حالت کې ولاړ و. ښار ته تلونکي موټر، پلي او سپاره یې په غور څارل. په چا به یې چې شک راغی، نو هغه به یې پلټه او بیا به یې د تګ او نه تګ اجازه ورکوله

.

د سړک په بله غاړه یې په پلي روان کس د ځانمرګي شک راغی، محمد عمر په منډه ورغی، مخې ته یې ودرېده، غېږ یې ترې چاپېره کړه، د خلکو له ګڼې ګوڼې یې ګوښې ته کړې مازې یې چې خپل لاسونه سست کړل، نو مشکوک ځانمرګي خپل ځانته چاودنه ورکړه.

د واټ غاړه سرو وینو ونیوله. دا د محمد عمر وینې وې، د ملي اردو د اتل او زړور سرتېري. د هغه سرتېري چې د خپلو هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې ځان سپر او خپل ژوند نذرانه کړل. محمد عمر کولای شوای چې د مشکوک ځانمرګي ځان ناګاره کړي، هغه ته مخه ورکړي او خپل ځان وژغوري، مګر هغه ځکه دا کار ونه کړ چې له خپل هېواد او ولس سره کړې ژمنه یې سترګو ته ودرېده.

محمد عمر له خپل هېواد او ولس سره لېونۍ مینه لرله، داسې مینه چې هغې ته د رسېدو په برخه کې یې د خپل مرګ پروا هم ونه لرله، په مېړانه او هسکه غاړه خپل مرګ ته ور غاړې وت، ځکه هغه له خپل ولس او هېواد سره ژمنه کړې وه، د دوی دفاع یې خپل مسوولیت او مکلفیت باله او اتل محمد عمر نن خپل مکلفیت او مسوولیت تر بل هر چا ښه ترسره کړ.

محمدعمر د اتلولۍ، سرښندنې او وطن پالنې ژوندی او ښه بېلګه ده. د ده په څېر زرګونه سرتېري لا هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې پر خدمت بوخت دي او شپه ورځ د دښمن دخطرونو د دفعه کولو په برخه کې خپل څانونه نذرانه کوي.

زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغو سرښندنو، اتلولیو او ژمنې د پوره کولو له برکته ټول هېوادوال په غوڅ اکثریت د دوی تر شا ولاړ دي، د دوی ملاتړ او قدرداني کوي او په هر قېمت چې وي خپل ځواکونه یوازې نه پرېږدي.

وطن پالنه په شعارونو او ډېرو ایتلافونو نه ده، وطن پالنه ژمنتیا غواړي، زړه او سرښندنه غواړي، کټ مټ د محمد عمر په څېر. زموږ سیاسیون دې وطن پالنه د محمد عمر له سرښندنې زده کړي. دوی دې پر ولس د سوداګرۍ، د ولس سترګو ته د خاورو شیندلو او د ولس د تېرېستلو او بدمرغه کولو پرځای د اتل محمد عمر په څېر د ولس د خوندیتوب، هوساینې، دفاع او سوکالۍ لپاره ځانونه سپر کړي.

زموږ ولس عادل ولس دی، په هیڅ قېمت د خپلو خدمتګارانو خدمت نه هېروي. چا چې د هېواد او ولس په برخه کې صادقانه خدمت کړی ولس تل د هغوی یاد ژوندی ساتلی او هغوی ته یې په خپلو زړونو کې ځای ورکړی دی. له پرون راهیسې موږ ګورو چې په رسنیو کې د ملي اردو د اتل سرتېري محمد عمر د سرښندنې پراخ هرکلی او قدرداني وشوه. دا ولس حافظه لري او تر پخوا زیات هوښیار او بیدار شوی دی، سیاسیون دې د دې ولس د تېرېستلو هڅه نه کوي، بلکې د اتل محمد عمر په څېر دې خپله ژمنیتا ، وطن پالنه او سرښندنه ثابته کړي. زموږ د ملي اردو هر سرتېری د اتل محمد عمر په څېر زړور او وطن پال دی او ځکه خو ولسمشر غني د ننګرهار د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د ننګرهار امنیت ملي اردو ته وسپاره.