ولس دې د فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو ملاتړ وکړي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

فساد هغه منفوره پديده چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان نوم ورسره تړل شوی دی. دا پدیده د ادارو پر فعالیتونو باندې منفي اغېزه لري او امنیتي او دفاعي ادارې چې د حکومت د بودجې او نړیوالې ټولنې د مرستو لویه برخه ورته ځانګړې شوې، له دغې پدیدې څخه اغېزمنې شوي. ولسمشر غني له همدې امله د خپل حکومت له پیل څخه له دغې بدې پدیدې سره جدي مبارزې باندې تمرکز وکړ. په دې برخه کې یې عملي هڅې وکړې، قراردادونه یې اصلاح کړل. مفسدین او جنرالان یې بندیان کړل. وزیران یې علني محکمه کړل او لا هم دغه هڅې په همغه جدیت دوام

لري. جمهوررئیس غني د فساد ضد مبارزه له ملي دفاع وزارت څخه پیل کړه، ځکه په یاد وزارت کې د هېواد د صادقو بچیانو چې شپه او ورځ د وطن د دفاع په سنګرونو کې مبارزه کوي، د دوی اعاشه، استحقاق او امتیازات د یو شمېر مفسدو اشخاصو او کړیو له لوري په ډېره بې رحمۍ غلا کېدل. د دې ترڅنګ اداري او مالي فساد د امنیتي او دفاعي ځواکونود  تلفاتو د زیاتوالي اصلي لامل وو او جمهوررئیس یې تل یادونه کړې. له دې نظره، دغې برخې ته پاملرنه د امنیتي وضعیت د ښه والي له اړتیاو څخه ده. په دې برخه کې د ملي اردو ۱۵۸۰۰۰ غړو څخه زیات  بایومټریک شوي دي. د فساد په وړاندې مبارزه او د اصلاحاتو په پایله کې د ملي اردو اکمالاتو کچه ۸۵٪ لوړه شوې ده.په امنيتي سکتور کې د فساد کمول او د هغه د ناوړو پایلود مخنیوی لپاره، په تېرو درې کلونو کې د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې د اداري فساد د کمولو لپاره پراخې هڅې شوي او حکومت پدې برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري. دغو اصلاحاتو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روحیه او قوت ورکړی او هغوی اوس په پوره ډاډ او ذهني ارامي سره خپله برحقه مبارزه پرمخ بیایي.ملي دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره،  د دغه وزارت په مشرۍ "د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي بورډ" جوړ کړ. د فساد پرواړندې د مبارزې کمېسیون او نورې کمېټې جوړې شوې. د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره په کورنیو چارو وزارت کې هم اقدامات شوي دي. په ورته وخت کې،  د حکومت د رهبرۍ پام په دغه وزارت کې د پراخو اصلاحاتو لپاره موجود دی. د دغو اصلاحاتو ترڅنګ په دې وروستیو کې حکومت په بېلابېلو سیمو کې د زورواکانو پر وړاندې هم عملي هڅې او مبارزې پیل کړي او ځینې زورواکي یې له خپلو سیمو څخه لاس تړلي مرکز ته انتقال کړي دي. د حکومت دا اقدام د ولس له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی او د ولس توقع او هیله همدا ده چې دغه اصلاحات او هڅې ورځ تر بلې پراخې شي او قانون پر ټولو په یو ډول تطبیق شي، تر څو هیڅوک د چا د ځورولو جرئت ونه کړي او ټول خلک په ارام زړه ژوند وکړي. مګر د حکومت د دغو اقداماتو تر شا د ولس ملاتړ حتمي دي، ځکه څومره چې ولس په دې برخه کې د حکومت تر شا په غوڅ اکثریت ودرېږي، نو همغومره ورسره د حکومت د اصلاحات بهیر چټکېږي، موثریت یې زیاتېږي، د زورواکو او قانون ماتونکو په زړونو کې وېره او رعب پیدا کېږي او دوی نور د ولس په منځ کې ځانونه خوندي نه احساسوي. ولس دې د فساد او زورواکانو پر وړاندې نه یوازې خپل غږ پورته کړي، بلکې د حکومت ټینګ ملاتړ دې وکړي، تر څو دغه شومې او بدنامې پدیدې له افغانستان څخه د تل لپاره ورکې شي.