د امنیتي او دفاعي ځواکونو عالي مورال

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

اېمل پیاوړی

په تېرو څلورو کالو کې د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز او مورال کې پام وړ بدلون او ښه والی راغلی دی. دلیل یې دادی چې د حکومت د رهبرۍ په کچه دوی ته توجه زیاته شوې. د اصلاحاتو بهیر د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو پیل شو. د دوی په خوړو، درملو او اعاشه کې پام وړ بدلون راغی. زموږ مېړني، اتل او زړور سرتېري له دې د ډېر څه مستحق دي، ځکه دوی د خپل سر او ژوند په بیه شپه او ورځ د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې هلې ځلې کوي. لوږې او ستړې تېروي

.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ټول قراردادونه له زورواکو څخه واخیستل شول. هغوی چې په دغو قراردادونو کې یې ناغېړی کړی او د قرارداد شرطونه یې نه وو پوره کړي، څارنوالۍ ته معرفي شول. د دې ترڅنګ ولسمشر بار بار د هېواد قول اردوګانو ته لاړ، له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره یې ولیدل. هغوی یې واورېدل، وې پوښتل، د دوی ستونزې یې له اورېدو وروسته له مسوولینو سره شریکې کړې او د حل لپاره یې ورته جدي دستور ورکړ.

لنډه دا د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال لوړ شو، د دوی اعتماد او حیثیت ورسره زیات شو. ولس او عام خلک تر بل هر وخت د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي شول او د خپل امنیت او خوندیتوب لپاره یې پر دوی باور زیات شو.

ولسمشر غني بار بار په خپلو ویناو کې وویل، د قربانیانو کورنیو ته  رسیدګي د ملي یووالي حکومت له لومړیتوبونه څخه دي. په دې برخه کې یې یوازې په ویناو هم اکتفا ونه کړه، بلکې د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګي بهیر یې له نږدې وڅاره. د ټپیانو پوښتنې ته روغتونونو ته ورغی، د شهیدانو کورنۍ یې ارګ ته ور وغوښتلې او د دوی د اولادونو سرښندنې یې وستایلې. له دې کار سره د قربانیانو کورنیو روحیه واخیسته او هغوی لا پر دې ډاډه شول چې د اولادونو قرباني یې ضایع شوې او هېره شوې نه ده.

د دې کار بله ګته دا وه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو او مسوولینو روحیه واخیسته. دوی د فساد او بې اعتمادۍ له بحرانه راووتل او په دې مطمین شول چې نور یې څوک حقونه نشي خوړلی او نه یې هم څوک په حق کې ظلم کولی شي. دغه ډاډ دوی ته د دښمن پر وړاندې عالي مورال او روحیه ورکړه او په همغه عالي مورال هره ورځ د دښمن پر وړاندې جنګېږي.

د دفاعي او امنیتي ځواکونو زرګونو تنه حج ته ولېږل شول، کورونه او ځمکې ور ووېشل شوې. په تېرو دریو کلونو کې په میلیونونه افغانۍ د ملي امنیتي ځواکونو په وارثینو ووېشل شوې . د شهیدانو وارثین خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي چې وړیا زده کړې وکړي. د لومړي ځل لپاره جمهوررئیس غني د شهیدانو مقام ته د درناوي لپاره په خپلو اوږو د شهیدانو د جنازې تابوتونه اوچت کړل. د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانیانو ته د درناوي لپار د کب نهمه  "د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ" ونومول شوه.