د افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني لس غوره ځانګړنې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: محمد بشیر یوسفزوی

د هغو کسانو لپاره چې وایي اشرف غني د خپل ملت لپاره څه کار کړی دی؟

جمهور رئیس محمد اشرف غني سره له دې چې په ملي یووالي حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه لري، بیا یې هم د ملت لپاره داسې کارونه کړي دي چې د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو په دېرشو کالو کې نه دي کړي.

1_ ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی جمهور رئیس دی چې هغه غله او لوټمار یې چې د جهاد له نوم څخه په استفادې یې له حکومت څخه باج اخیسته، څنډې ته کړل، خلک او حکومت یې له بې ځایه لګښتونو څخه خوندي کړل.

2_ ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی ولسمشر دی هغه غله چې د حامدکرزي په وخت کې د قدرت اوج ته رسېدلي و او بیت المال یې لوټاوه له څوکیوڅخه یې لیرې کړل او په کور یې کېنول.

3_ډاکټر محمداشرف غني یوازینی ولسمشر دی هغه کسان چې دولتي څوکۍ یې میراثي کړې وې، هغوی یې له څوکیوڅخه لیرې کړل او د هغوی پرځای یې وړ او اهل خلک وګومارل.

4_ ډاکټر محمد اشرف غني هغه یوازینی جمهور رئیس دی هغوی چې ځانونه یې امپراتور او یا له جمهور رئیس څخه لوړ ګڼل له صحنې داسې لیرې کړل چې اصلي څېرې یې هم ملت ته ور وښودې.

5_ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی جمهور رئیس دی چې هغه جنایتکاران یې چې په خپلو دروغجنو څېرو یې د خلکو په منځ کې ځای نیولی و، د هغوی اصلي څېرې یې ملت ته ښکاره او خلک یې د هغوی له چنګال څخه وژغورل.

6_ ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی ولسمشر دی چې وزیران، معینان او د کرزي د وخت او اوسني حکومت لوړ پوړي افراد یې د اداري فساد پر ضد قانون ته سپارلي دي.

7_ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی جمهور رئیس دی چې د افغانستان اصلي دښمن(پاکستان) یې په نړۍ کې منزوي او د هغه اصلي څېره یې نړیوالو ته ور وپېژندله.

8_ ډاکټر محمداشرف غني یوازینی ولسمشر دی چې افغانستان یې د پاکستان له اقتصادي مجبوریت څخه خوندي کړ او د افغانستان د توکو د لېږد رالېږد لپاره یې د نړۍ د نورو هېوادونو اقتصادي او ټرانزیټي دروازې پرانیستې.

9_ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی ولسمشر دی چې د طالبانو له لاس څخه  یې هغه مذهبي حربه واخیسته د کومې په اساس یې چې له افغان ملت څخه قرباني اخیسته.

10_ ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی ولسمشر دی چې د محلي زورواکانو لاس او پښې یې ور وتړل او د کابل پلچرخي زندان ته یې راوړل او لا هم دغه بهیر ادامه لري.

یاداشت:

جمهور رئیس محمد اشرف غني دا کارونه په  داسې حال کې د ملت لپاره ترسره کړل چې په حکومت کې یوازي ۵۰ سلنه سهم لري، که حکومت سل په سلو کې د دې لوی انسان په لاس کې وای، نو اوس به افغانستان په مراتبو تر دې ښه وای.