د زورواکۍ زوال

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د ټولنې نظم او ثبات د قانون په حاکمیت پورې تړلی، کله چې حکومت پر ټولو قانون یو ډول تطبیق کړي او خلک هم قانون ته غاړه کېږدي او درناوی ورته ولري، نو د هېواد او ولس ستونزې ورسره په نورمال او اساسي توګه حل کېږي، خو په جګړه ځپلو هېوادونو کې چې د قانون حاکمیت لکه څنګه چې ښایي هغسې نه تطبیقېږي، نو له همدې امله ټولنه او خلک له ګڼو ستونزو او ناقانونیو څخه ځورېږي چې افغاني ټولنه یې ښه بېلګه ده

.

د افغانستان د ناامنۍ او بې ثباتۍ له عمده ستونزه څخه یوه هم زورواکي او زورواکان دي، ځکه دوی د قانون د حاکمیت پر وړاندې خنډ دي. دوی په خپلو اړوندو سیمو ظلم کوي، غصب کوي، خلک ځوروي، له خلکو باج اخلي. قاچاق، وژنې او نور جنایتونه ترسره کوي.

د زورواکانو شتون او د زورواکۍ چلول څو اړخیزې ستونزې ایجادوي، یو خو داده چې مخامخ خلک له دوی څخه په تکلیف دي، د خلکو ډاډ او خوندیتوب له منځه وړي او هغوی ته تشویشونه او ویره ایجادوي.

دویمه ستونزه یې داده چې دوی د قانون حاکمیت او د نظام واکمني متضرره کوي. پر حکومت او قانون د اعتماد راکموي، خلک نهیلي کوي، بله دا چې دوی هر ډول نارواکړنو، سرغړونو او ناقانونیو ته لاره هواروي.

ولس ډېر پخوا څخه د زورواکانو پر ضد خپل اعتراض پورته کړی او بار بار یې پر حکومت غږ کړی دی چې دوی دې د زورواکانو له منګولو وژغوري، مګر دا چې حکومت په تېر کې خپلې ستونزې لرلې او خصوصاً په وروستیو څلورو کالو کې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت بار بار زورواکانو ته خبرداری ورکړی چې قانون او نظام ته باید غاړه کېږدي او د خلکو له ځورولو لاس واخلي، خپلې وسلې حکومت ته تسلیم کړي، ځکه چې د قوې د استعمال مشروع صلاحیت یوازې او یوازې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه لري.

مګر زورواکانو نه د ولس او نه هم د حکومت غوښتنو ته چندان ارزښت ورکړ او دوی خپلو نامشروع کړنو ته ادامه ورکړه، مګر ولسمشر غني وايي له کومې ورځې چې افغان سرتېري ورته په پنځلس دقیقه یي خبرو کې دا وویل چې موږ په دې نه پوهېږو چې زموږ دښمن طالب او داعش دی او که غیر مسوول وسله وال او زورواکان، نو له همغې ورځې یې پرېکنده تصمیم ونیوه چې نور نو باید د زورواکانو پر وړاندې عملي او جدي اقدام وشي.

په دې وروستیو کې موږ د رسنیو له لارې اورو چې حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر زورواکانوپه نیولو او مرکز ته په انتقال لاس پورې کړی دی او حکومت  د دې ډاډ هم ورکوي چې تر هغو زورواکانو خپلې وسلې تسلیم نه کړي او قانون ته غاړه کېنږدي نو تر هغو به د دوی پر ضد دغه ډول اقدامات ادامه ولري.

د حکومت له لوري د زورواکانو نیول ولس ته امیدواري پیدا کړې او دوی د حکومت د دې اقدام پراخ هرکلی کړی دی او ټینګار یې دادی چې زورواکان باید نور له پښو وغورځول شي، ځکه چې د خلکو شخصي او ملي شتمنۍ لکه کانونه، قېمتي ډبرې او نور په ډېرو سیمو کې د دوی له لوري لوټ کېږي.

که چېرې د حکومت او ځانګړو کمانډویانو له لوري د زورواکانو د نیولو او قانون ته د سپارلو لړۍ همدغسې په قوت او چټکۍ ادامه ولري، نو باور دی چې د قانون تطبیق او د نظام حاکمیت ته به لاره هواره شي، د ټولنې ډېرې ستونزې، ناخوالې او بدبختۍ به ورسره حل شي.