د کډوالو راتګ ولې مهم دی؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

د افغان کډوالو راتګ خو اول له دې اړخه مهم دی چې دا یې خپل وطن او کور دی او معلومدار چې په بل وطن کې انسان د خپل هومره ارام نه وي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې لا هم جنګ ادامه لري، نو ځکه ډېری افغان کډوال هېواد ته راتګ لپاره زړه نه ښه کوي، مګر دا د حکومت مهم مسوولیت دی چې هغوی ته د راتګ زمینه برابره کړي، تر څو هم هغوی په کور شي او هم د هېواد امنیت، ثبات او حتی پرمختګ کې همکاري وشي

.

تر هغو چې افغان کډوال هېواد ته راستانه نشي، نو تر هغو به جنګ همدغسې ادامه ولري، دلیل یې دادی چې یو خو د دغو افغان کډوالو له مجبوریتونو څخه د پاکستان استخبارات او هلته مېشتې جنګي ډلې استفاده کوي، د هغو پر اذهانو کار کوي، منفي تبلیغات ورته کوي او بالاخره یې په افغانستان کې جنګ، ناامنۍ او یا حداقل نه راستنېدو ته هڅوي.

په پاکستان کې افغان کډوال دېته مجبوروي او یا یې لمسوي چې باید له ترهګرو او جنګي ډلو سره یو ځای شي او افغانستان ته د وراني او ناامنۍ لپاره لاړ شي. یانې د طالبانو او پاکستان لپاره په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره د افغان کډوالو کمپونه د سربازګیرۍ عمده مرکزونه دي او دغه مرکزونه به هغه مهال وتړل شي، کله چې افغان حکومت د بهرنیو مرستندویه هېوادونو په همکارۍ د دوی د راستنېدو پلان ترتیب کړي.

دویمه موضوع داده چې د افغان کډوالو تګ راتګ هم د افغانستان امنیت له ګواښ او تهدید سره مخ کړی دی، ځکه زموږ په سرحدي لارو هره ورځ ګڼ کسان د کډوالو په نوم تګ راتګ کوي، چې د دوی په منځ کې پاکستانیان، تروریستان او وسله وال هم په اسانۍ ځی او راځي، خو که چېرې افغان کډوال هېواد ته راستانه شي، نو معلومدار چې په سرحدي سیمو کې به د خلکو تګ راتګ کم شي او د کمو خلکو تشخیص او کنټرول په اسانه کېدلی شي.

همدارنګه که افغان کډوال هېواد ته راستانه شي اتومات ورسره دوه ګټې کېدلی شي، یو هغه پانګې چې دوی یې په پاکستان او ایران کې لري هغه به له ځانونو سره را انتقال کړي او دلته به ورسره د کار زمینې زیاتې شي او بله ګټه یې داده چې د دوی له حضور پرته زموږ وجود نیمګړی دی، د افغانستان کلي او سیمې به بېرته ورسره اباد شي او څومره چې کلي ابادېږي، نو همغومره ورسره امنیت هم ښه کېږي.

ولسمشر غني بار بار ویلي، موږ حاضر یوو چې د پاکستان حکومت سره زموږ د ټولو کډوالو د بېرته راتګ لپاره په یو منظم پلان کې چې له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو کې عملي شي موافقې ته ورسېږو، موږ د خپلو کډوالو راتګ د افغانستان غېږ ته غواړو او دېته ژمن یوو چې ټول دولتي امکانات به دوباره او ملي امکانات به دوباره عیار کړو چې کډوال د خپلو وروڼو او خویندو غېږ ته راشي.

 

 څومره ژر چې افغان کډوال راستانه شي، نو همغومره هم د کډوال په خیر ده، هم د هېواد په خیر ده او هم زموږ د خلکو په خیر ده. د کډوالو چارو وزارت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او خپله عملي برنامه ترتیب او تطبیق کړي. تر څو موږ نور د جنګ، ترهګرو او پاکستان له شره خلاص شو.