ټولنیز پرمختګ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

ټولنه چی د وګړو له مجموعی څخه عبارت او د خلکو له موجودیت څخه تشکیل شوی ده ، هره لاسته راوړنه او شاتګ یی د ټولنی په موجوده قشر باندی مستقیم اغیز کوی. زده کړه او د ځوان نسل روزنې ته ځانګړې پاملرنه د هېواد په ټولنیز پرمختګ کې ځکه اساسي رول لري چې همدا د نن ځوانان د سبا رهبران دي او د هېواد واګې د دوی لاسونو ته ورځي، نو څومره چې د هغوی روزنې او پالنې ته زیات پام وشي، نو همغومره د هېواد او ټولنې راتلونکی او پرمختګ ورسره تضمینېدلی او باوري کېدلی شي.

پرمختګ د ټولو غوښتنه ده او هر څوک غواړی ټولنه او ملت یي پرمختګ وکړی او د ټولنی د پرمختګ لپاره کار وکړی ، خو یوازې زیربینایی کارونه لکه سړکونو ، د سترو فابریکو او د لوړو ودانیو شتون ، د ملی عوایدو لوړوالی او د اقتصاد (صادرول او واردول) د ټولنی پرمختګ نه دی، بلکې بشري پانګه او په اساسي توګه د ځوانانو سالمه روزنه ټولنیز پرمختګ دی.

پرمختګ یوه داسی پروسه ده چی ګډون کوونکي باید په ذهني لحاظ دېته اماده شي چې د پرمختګ لپاره اساسي کار وکړي او د دې لپاره یې عامه پوهاوی لوړ شي. د پرمختګ په بهیر کی انسانان د یوه ټیټ حالت څخه ښه حالت ته پورته کیږی ، مشترک انکشاف یا پرمختګ سوچ ، هڅو ، کار ، پوهی ، له تیرو تجربو او نورو خلکو زده کړی ، زیرمو او ښو مشرانو ته اړتیا لری .

 حقیقی انکشاف د ټولنو او پکی میشتو انسانانو د خودکفایی ، هوساینی او مثبت بدلون معنی ده ، همدارنګه پرمختګ د بیوزلو ، لوږی ، شخړو ، جهالت ، یو بل نه منلو ، کرکو او نفرتونو څخه خلاصون دی . هغه ټولنه او ملت پرمختګ کولای شی چی غواړی په دی پروسه کی فعال ګډون ولری، نظر ته یی د منل شوو اصولو په چوکاټ کی اهمیت ورکړل شی او په پریکړو عمل وکړای شی.

افغانان غواړی چی په هیواد کی یی تل پاتی سوله راشی تر څو حقیقی پرمختګ وکړی خو د کوششونو او هڅو سره سره بیا هم مونږ پر دی نه یو بریالی شوی چی په افغانستان کی حقیقی سوله راولو ، هر کله چی افغانانو د سولی لپاره هڅی او کوششونه کړی د دولت مخالفینو یو نوم پری ایښی ده او دا یی د امریکایانو لخوا یوه دسیسه بللی ده .

لکه ۲۵۰۰ افغان عالمانو فتوا ورکړه چی په افغانستان کی روانه جګړه او ځانمرګی بریدونه ناروا دي او د جګړی له ښکیلو غاړو یی وغوښتل چی اوربند وکړی، خو طالبانو د دینی عالمانو د غونډو په عنوان پروسه امریکایی وبلله او وایي، د کابل په غونډه کی اکثره عام خلک د عالمانو په نوم کښینول شوی وو .

د یوی ټولنی د انکشاف او پرمختګ لپاره د خلکو بشری او ټولنیزه پانګه زیات اهمیت لری ، بشری پانګه د افرادو نرم مهارتونه لکه اړیکی نیول ، د ځان او خپل فکر ارزونه ، پوهه یا نور غیر مریی پانګی دی چی پخپله د دوی د استخداموونکو ، یا د هغو د ټولنو لپاره اقتصادی ارزښت رامنځ ته کوی ، ښوونه او روزنه یوه داسی پانګه ده چی د زیات تولید په شکل ګټه رسوی او همدارنګه ښه ښوونه او روزنه په ښه روغتیا ، غوره کلتور ، ښه ټولنیز او سیاسی چاپیریال کی وده کولی شی ، د ټولنو او ملتونو د پرمختګ لپاره ټولنیزه پانګه ورځ تر بلی زیات اهمیت مومی ، ټولنیزه پانګه د هغو خلکو په منځ کی چی په یوه ځانګړی ټولنه کی ژوند او کار کوی د اړیکو یوه شبکه ده چی هغی ټولنی ته د اغیزمن فعالیت توان ورکوی.

له بده مرغه زمونږ ټولنه له یوی خوا جګړو ځپلی او له بلی خوا د ښوونی د کمښت له امله زمونږ ټولنی سم پرمختګ نده کړی نو  له همدی امله کله چی یوه ټولنه په جګړه کی ښکیله وی او د ښوونی له کمښت سره هم مخامخ وی نو ټولنیز پرمختګ که ناممکن نه وي، نو سخت دی.

د ټولنیز پرمختګ په برخه کې یوازې پر حکومتي امکاناتو اتکا کافي نه ده، بلکې د دې لپاره باید ولسونه او په ځانګړي ډول ځوانان هم فعاله واوسي او خپلې وړتیاوې په ښه توګه وروزي، تر څو جنګ ځپلی هېواد له فرصتونو څخه په استفادې د ټولنیز پرمختګ کاروان سره یو ځای کړي.