ولسمشر غني د اسلامي کنفرانس په غونډه کې یوازې همدردي کافي ونه بلله

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو د کنفرانس فوق‌العاده ناسته چې د ترکیې د ولسمشر په نوښټ د یاد سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې جوړه شوې وه افغان ولسمشر محمداشرف غني  هم ورغلی و، نوموړي دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: ”تېره یوه اونۍ کې تر فلسطینیانو زیات شمېر افغانان له منځه تللي دي.  خو ما ځان مکلف وګڼلو چې په دغه فوق العاده ناسته کې د فلسطین له خلکو سره د خپلو وطنوالو د همدردۍ د څرګندولو لپاره ګډون وکړم

.“

جمهور رئیس غني لکه چې په افغانستان کې د روانو شخړو او ستونزو د حل اساسي لاره مذاکره، بحث او خبرې وړاندیز کوي او تل یې د جګړې پرځای د مذاکراتو او تفاهم لاره غوره بللې، د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده غونډه کې هم ټینګار وکړ چې د فلسطین مسئلې ته د رسیدګۍ او د اسرائیلو او عربو ترمنځ د شخړې د پایداره حل د لټولو په خاطر باید دوامداره او پرله پسې هڅې وشي.

جمهوررئیس غني دغې ناستې ته د وینا پرمهال یوازې همدردي د ستونزې د حل لپاره کافي ونه بلله، بلکې د داسې ملاتړ او اقدام وړاندیز یې وکړ چې له امله یې د فلسطینیانو شته ستونزې حل شي. هغه وویل:”موږ دلته د فلسطین د خلکو درد او غم سره راټول کړي یوو، هغوی له موږ څخه یوازې همدردۍ نه غواړي، بلکې زموږ ملاتړ غواړي، تر څو هغه خبیثه کړۍ چې له دوی څخه یې باعزته ژوند اخیستی دی، له منځه لاړه شي.“

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر فلسطینیانو اوسنیو ظلمونو ته په اشارې وویل، کومه بي عدالتي چې د فلسطین په خلکو تحمیلېږي دا د هغه تاوتریخوالي او تبعیض تکرار دی چې د نولسمې او د شلمې پيړۍ په پيل کې په ختیځې او لویدیځې اروپا کې په یهودانو ترسره شو.  هغه زیاته کړه، موږ په یو تراژید وخت کې سره راټول شوي یوو، ځکه چې فلسطیني ملکي وګړي د خپلو اساسي سیاسي او بشري حقونو د لرلو په خاطر مري. 

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د تاوتریخوالي اندازه او دوام د بي پروایی او نه پاملرنې لامل ګرځېدلی دی او دا چې نړۍ په کوم لوري روانه ده، په اوسنیو شرایطو یې سیوری غوړولی دی او په راتلونکې بي باوري زیاته شوې ده. هغه زیاته کړه، د سیاسي او بشري حقونو د ارزښتونو او عدالت او انصاف ترمنځ چې کومه تشه په ځانګړې ډول اسلامي نړۍ کې رامنځته شوې ده، دا د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د بین‌المللي بنسټونو په توانمندۍ د بې اعتمادۍ لامل شوې ده.

افغان ولسمشر وړاندیز وکړ، د اسلامي همکاریو سازمان د ظرفیت د پياوړتیا په خاطر باید د توافق په اساس د سیمه‌ییزو همکاریو له بریالیو بېلګو څخه کار واخیستل شي. هغه دغه سازمان د جمعي ننګونو لپاره د بحث مناسب بستر او د غړو هېوادو ترمنځ د سولې یو میکانیزم وباله.

د ولسمشر غني په وینا، اسلام باید د یو لوی تمدن او فرهنګ په توګه ځوان مسلمان نسل ته د یو عمومي تصویر په څېر وړاندې شي او دلته د اسلامي تمدن او نورو تمدنونو ترمنځ خبرو ته اړتیا ده. نوموړي همدارنګه اوسنی تاریخي پړاوو له خطرونو او فرصتونو ډک وباله او په دغسې شرایطو کې یې سمه رهبري د مثبت تغییراتو د رامنځته کولو لپاره لازمي وبلله.

د هېواد جمهور رئیس د تفاهم او همکارۍ موجوده کړکیچ ته په اشارې وویل، ګاونډي هېوادونه دې په نیابتي جګړو کې د داخلېدو او د خپلو نفوذي عواملو په وسیله د جنګ او شخړو لپاره د قلمرو جوړولو د انګیزې پرځای سیاسي ثبات ته د رسیدو په خاطر چوکاټ او دولت په دولت د همکاریو میکانیزم  ایجاد کړي.