ولس دې مسوولیت احساس کړي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د اساسي قانون د حکم مطابق ولس د حقونو او امتیازاتو ترڅنګ مسوولیت او مکلفیت هم لري، نو ښایي چې د خپلو حقونو د غوښتلو باوجود د خپل مسوولیت احساس هم وکړي. ځکه د جنګ، ناامنۍ، فساد او بې عدالتۍ پر وړاندې د ولس اوسنۍ بې تفاوتي هم د دوی او هم د نظام او هېواد په زیان ده

.

که ولس د مسوولیت احساس وکړي او په یو غږ خپل اعتراض پورته کړي، باور دی چې هر څوک به په خپل ځای ودرېږي، طالب او ترهګر به په ښارونو او د ولس په منځ کې د بریدونو او چاودنو جرئت ونه لري. غل او فاسد به د غلا او فساد جرئت ونه کړي او چارواکي به د توپیري چلند او بې عدالتۍ زړه ونه لري، ځکه هیڅوک نه د ولس د زور دي او نه هم غواړي له ولس سره ځان مواجه کړي.

ولس دې نه بې تفاوته کېږي، ولس دې هم څارنه وکړي، هم دې ارزونه وکړي، هم دې نیوکه او شکایت وکړي او هم دې د ښو کړنو هڅونه او ستاینه وکړي. یانې دوی باید د مسوول ولس په توګه د انصاف او عدالت ترازو په لاس کې ولري. دوی دې مستقیماً سهم واخلي او فعاله دې شي.

د بېلګې په توګه له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې موږ وژل کېږو، په دې کې شک نشته چې تر ټولو لویه قرباني ولس ورکړې او لا یې هم ورکوي، مګر ولې موږ قرباني شو؟

که چېرې ولس او خلک راپورته شي، خپل غبرګون وښیي او احتیجاج وکړي، د ظالم او مظلوم تفکیک وکړي، ټولو ته اخطار ورکړي او د خپلو هېوادوالو وژنه وغندي، نو نه به طالب ، نه به داعش او نه به هم ترهګر زموږ د هېوادوالو د وژلو، ځورولو او ټپي کولو جرئت ولري او نه به هم د ولسونو په منځ کې زموږ ښارونو ته راتېر شي.

ولسونه دې دوی ته په خپلو کورونو کې ځای نه ورکوي، هغوی دې تعقیب کړي، هغوی دې وڅېړي او له هغوی دې وپوښتي چې څه غواړي او ولې یې غواړي. هغوی دې منع کړي او هغوی دې ووېروي، داسې دې ووېروي چې له وېرې له کرښې دې غاړه د پښې اېښودو جرئت ونه کړي.

ولس دې همدارنګه په ملي پروسو، انتخاباتو، بیارغاونه، د لویو پروژو د تطبیق او نورو برخو کې لږ فعال شي، خپله دې سهم واخلي، نظارت دې وکړي، ناسمې چارې دې سمې کړي، د غلا او اختلاس مخه دې ونیسي او مسوولینو ته دې ووایي چې که اړوندې چارې سمې ترسره نه کړي، نو له لاسه به یې ونیسي رخصت به یې کړي او پرځای به یې د نورو وړ او پاکو کسانو استخدام پیشنهاد کړي.

ولس ته اساسي قانون دا حق ورکړی چې په هر څه کې خپله مستقیم سهم واخلي، خپل حق وغواړي، د خپلو حقونو او منابعو د تلف او ضایع کېدو مخه ونیسي. ولسونه باید ځانونه منسجم کړي، خپله همکاري او همغږي زیاته کړي، هم په خپلو منځونو کې او هم له حکومت سره، ځکه حکومتونه له همدې ولسونو څخه جوړ دي، همدا ولسونه دي چې حکومتونه هم جوړوي، هم یې پیاوړي کوي او هم یې نړوي او موږ د ژوند چارو او خدماتو د نظم لپاره حکومت ته اړتیا لرو، مګر قوي حکومت ته ضرورت لرو او حکومت هغه مهال قوي وي چې ولسونه یې په کلکه تر شا ودرېږي او هغوی چې د نظام او حکومت د ړنګولو هڅه کوي، نو ولس یې باید تشخیص او له منځه یوسي. تر هغو چې ولس منسجم، مسوول او فعال نشي، نو نه به دوی، نه به حکومت او نه به هم هېواد له شته ستونزو څخه خوندي شي.