د اداري فساد ضد بریالۍ مبارزه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

افغانستان چې څومره ترهګرۍ، فقر او وچکالۍ ځپلی، همدومره د اداري فساد له امله هم متضرر شوی دی.  د اداري فساد د زیانونو او اغېزو د ژوروالي لامل دا وو چې د حکومت لوړ پوړي مقامات په فساد کې ښکېل و او د دوی له امله اړوندې ادارې هم فاسدې شوې.

تېر حکومت وخت ناوخت د نړیوالو مرستندویانو د تېراېستلو او د خلکو سترګو ته د خاورو ورشیندلو په موخه له فساد سره د مبارزې چغې وهلې، مګر په دې برخه کې یې هیڅ عملي اقدام نه کاوه او نه یې هم له فساد سره د مبارزې لپاره کومه عملي

ستراتیژي او تینګه اراده لرله. مګر اوسنی حکومت په دې برخه کې جدي دی.

ملي یووالي حکومت د اداري فساد سره د مبارزې تېرې ناکامې تجربې دقیقې وارزولې او د فساد د له منځه وړلو لپاره یې د محسوسو پایلو لرونکې ، عملي او ګټوره ستراتیژي تدوین کړه. د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا د خپلو صلاحیتونو په اساس د اداري فساد پر ضد ملي ستراتیژۍ طرحه کړه، ځکه حکومت له خپل ولس او نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو او بین المللي بنسټونو سره د اداري فساد ضد مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته وفادار دی.

په دغه ستراتیژۍ کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې مېتود او د عمل پلان (د فساد تشخیص اوعوامل یې ، د سیستم د اصلاح میکانیزم) د فساد ضد ملي ستراتیژۍ د لومړیتوبونو په توګه یاد شوي دي.

د فساد ضد ملي ستراتیژي ځانګړنې دادي چې  د هېواد موجوده شرایطو او اړتیاو ته په پام تدوین شوې. د نړیوالو بریالیو تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د دغې ستراتیژۍ په ترتیب کې د ملي او بین المللي کارپوهانو نظرونه غوښتل شوي دي. د دغې ستراتیژۍ دقیق تطبیق په ملي او بین المللي کچه د فساد له امله د هېواد د بایللي حیثیت او باور په بیا احیا کې پام وړ رول لري.

حکومت د فساد د کموالي  او له منځه وړلو په موخه د ستراتیژۍ لازم موثریت ته په پام، مشحص محورونه په لومړیتوب کې نیولي، ترڅو د تطبیق وړ وي او په مشخص وخت کې به یې د عملي اقدام شاهدان واوسو. د دغې فساد ضد ستراتیژۍ ښېګڼه داده چې په هرو شپږ میاشتو کې یو ځل په اساسي توګه ارزول کېږي او هغه برخې یې چې د عملي کېدو وړ نه دي او یا نیمګړتیاوې ولري، نو په اساسي توګه اصلاح کېږي.

د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا د ۱۳۹۶ کال د سنبلې په ۱۳ نېټه د دې ستراتیژۍ ابتدایي طرحې نسخه وارزوله او په پرنسیپ کې یې تائید کړه.  همداراز یې په هغه کې دوه کاري ډلې د ارزونې، تدقیق او اصلاحاتو په خاطر رامنځته کړي.

د دغې ستراتیژۍ لویه موخه داده چې په ټولنه کې د عامه امن او نظم د تامین له لارې ثبات ته لاره هواره کړي. همدارنګه د هر ډول اداري فساد لمنځه وړل د دولت له مکلفیتونو څخه ګڼي. یاده ستراتیژي همدارنګه د ملي یووالي حکومت د تعهداتو عملي کولو او پر حکومتي بنسټونو د خلکو اعتماد د احیا زمینې برابروي.

ملي یووالي حکومت په تېرو څو کالو کې د فساد پر ضد جدي مبارزه کړې او دغه مبارزه لا هم جریان لري او ولسمشر غني په ټینګار سره ویلي چې حکومت به یې د فساد په برخه کې د هیڅ فرد او ډلې پر وړاندې نرمښت ونه ښیي او له همدې امله یې ګن لوړ پوړي مسوولین او جنرالان عدلي او قضایي ارګانونو ته د څېړنو لپاره ور معرفي کړي او په توقیف خانو کې پراته دي. دا له اداري فساد سره د حکومت د مبارزې جدیت او ټینګه اراده ثابتوي.