د عامه خدماتو د لا ښه والي اړتیا

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د جګړو، ناامنیو، وچکالیو، بې عدالیتو او ګڼو نورو لاملونو له امله لا هم زموږ ګڼ هېوادوال له ډېرو هغو لومړنیو خدماتو څخه محروم او بې برخې دي چې د دوی اساسي حقونه او د حکومت مهم مکلفیتونه ګڼل کېږي.

د هېواد په ډېرو سیمو کې لا هم د خدماتو د وړاندې کولو د محرومیت او کیفیت ستونزه موجوده ده. د خدماتو له اوسني وضعیت څخه نه ولس راضي دی او نه هم مقامات دغه وضعیت د قناعت او رضایت وړ بولي او اړتیا ده چې په دې برخه کې پام وړ ښه والی راشي

.

د عامه خدماتو وړاندې کول د حکومت اساسي دنده ده. د هېوادوالو او حکومت ترمنځ اړیکه د عامه خدماتو په وړاندې کولو جوړېږي. حکومت مکلف دی چې خلکو  ته د هوسا ژوند په موخه عامه خدمتونه برابر کړي.

عامه خدمات په ټولنه کې د نظم او قانون د تطبیق سبب ګرځي، خو په دې برخه کې یوازې د حکومت نه، بلکې د خلکو او ولسونو رول هم نهایت مهم دی. خلک باید خپل غږ پورته کړي، په سوله ییزه توګه خپل حقونه وغواړي. د مسوولینو او حکومت پام محرومو سیمو ته ور واړوي.

ممکن په ځینو سیمو کې فساد، بې کفایتي، جنګ، ناامني او نور لاملونه د خدماتو د رسولو بهیر د پڅوالي د لاملونو په توګه یاد شي، مګر ولسونه او د بېلابېلو قشرونو استازي په دې برخه کې مرسته کولی شي چې یاد خنډونه د خپل نفوذ، همکارۍ او همغږۍ پر مټ له منځه یوسي او مسوولین دېته مجبوره کړي چې د دوی حقونه او خدمات پر وخت ور ورسوي.

دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني خلکو ته د لا ښو خدماتو او پرېمانه اسانتیاو رامنځته کولو لپاره نړیوالې مرستندویه ادارې هڅوي او همدارنګه د خصوصي سکتور د مشارکت زمینه برابروي. تر څو خلک پرېمانه کاري زمینې ولري او له دغو لارو څخه خپل ژوند اړتیاوې تامین کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د ولسونو د وضعیت د ارزونې، د خلکو د ستونزو د اورېدو او هغوی ته د خدماتو برابرولو او رسولو بهیر د ارزونې په موخه ولایتي سفرونه پیل کړي او په دغو سفرونو کې له ولسونو او مسوولینو سره ګډې کاري ناستې لري، تر څو د خلکو ستونزې او غوښتنې له همدوی څخه واوري او بیا ورته ځای پرځای داسې اساسي حل لارې ولټوي چې دوی ته اساسي خدمات په ښه او اساسي توګه وړاندې شي. ولسونه دې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او خپلې اساسي ستونزې دې په صراحت ورسره شریکې کړي.

ملي یووالي حکومت د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې توانېدلی د تېرو دورو په پرتله خلکو سره ښې اړیکې جوړې کړي، د خدمتونو او سراسري پروسوترسره کولو او د شفافیت په رامنځته کولو کې بریالی وي. د بېلګې په توګه د پروژو او قراردادونو، د کانکور ازموینې او د مامورینو د استخدام په برخه کې رامنځته شوی شفافیت یادولی شو او حکومت کوښښ کوي چې په دې برخه کې لا ډېر ښه والی او شفافیت چې د خلکو د قناعت او رضایت وړ وګرځي رامنځته کړي.

حکومت د خلکو د ښوونځیو د کمبود ستونزې د حل په موخه کلیو پراختیا وزارت ته دنده سپارلې چې په راتلونکو دوه کالو کې د شپږ زره ښوونځیو په جوړولو سره د ښوونخیو او د هغو د ودانیو د نشتوالي او کمبود ستونزه په اساسي توګه له منځه یوسي او همدارنګه یې د عامې روغتیا وزارت ته هم لارښوونه کړې چې د خلکو د روغتیایي ستونزو د حل په موخه اساسي اقدامات وکړي.