نوی کال له نویو هیلو سره پیل کړئ!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

هغوی چې د  ځان ارزونې او له ځان سره د حساب کولو دقیق پروګرام ولري، نو همغومره یې ژوند ښه او ګټور تېرېږي، ځکه د هرې ورځې، اونۍ، میاشت او حتی کال په پای کې دا ارزوي چې نن یې وخت په څه تېر شو، څومره ګټور کارونه یې ترسره کړي، کوم مهم کارونه او ولې ترې پاتې شوي او کوم ګټور کارونه باید پر وخت ترسره کړي وای؟

دغه ډول محاسبه د ځان په تنظیم کې هم مرسته کوي، د لومړیتوبونو په ټاکلو او اصلي موخو ته په رسېدو کې هم ګټور دي. نو د هر کال په پای کې د تېر کال لاسته راوړنې، بریاوې او پرمختګونه باید حساب شي او تر څنګ یې دا هم وارزول شي چې کوم کارونه نه دي ترسره شوي او یا نیمګړي پاتې دي.

د ښو نه ترسره شویو او یا نیمګړو کارونو دلایل باید وارزول شي چې د کومو لاملونو له مخې دغه کارونه نه دي ترسره شوي او یا نیمګړي پاتې دي. دغه ډول ارزونه په دې ګټوره ده چې د ستونزو په اساسي حل باندې فکر کېږي او حداقل په نوي کال کې د دغه ډول ستونزو د حل اساسي چاره لټول کېږي.

اوس چې پخوانی کال په ختمېدو او نوی کال په پيلېدو دی، نو باید له ځانه سره دغسې یوه ارزونه وکړو، که مو تېر کال ته مشخص پلان نه درلود او د تېر کال لومړیتوبونه مو نه دي په نښه کړي، نو راتلونکي کال ته باید دغسې یو پلان جوړ کړو او په دې ډول د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسو.

وخت نورو ته د سرو زرو ارزښت لري او له هرې ثانیې او شیبې څخه یې د اعظمي ګټې اخیستنې هڅه کېږي، مګر له بده مرغه په افغانستان کې لا هم د وخت ارزښت خلکو هغومره نه دی درک کړی او نه هم ورڅخه اعظمي ګټه اخیستل کېږي او له همدې امله زموږ خلک او ټولنه له ډېرو ستونزو څخه ځورېږي.

د وخت د ښه پلانولو ترڅنګ باید په خپل ژوند او چاپیریال کې د نوي کال له پیلېدو سره بدلون او تحرک ایجاد کړو. د بېلګې په توګه په کور، کلي، چاپیریال کې هم په خپله نیالګي وکرو او هم نور دغه ګټور کار ته وهڅوو.

د نیالګیو کرل که له یوې خوا د چاپیریال د پاکوالي او ښکلا لامل کېږي، نو له بل پلوه په مهمه عایداتي منبع بدلېدلی شي، د وچکالۍ مخه نیولی شي، د پاکې هوا د تنفس اسانتیا برابرولی شي، د سېلابونو او توپانونو مخه نیولی او د هغو شدت راکمولی شي او د دې ترڅنګ انسانانو ته نورې ډېرې اسانتیاوې برابرولی شي.

نوی کال باید له نویو هیلو سره پیل شي، داسې هیلې چې موږ، زموږ کورنۍ، چاپیریال او ټولنې ته ګټورې وي او هغو ته په رسېدو سره ډېرو ته یې خیر ورسېږي. د دې لپاره باید نور هم وهڅوو چې په نوي کال کې د نیالګیو د کرلو ترڅنګ ښې هیلې ولري داسې هیلې چې خیر یې یوازې تر موږ نه، بلکې تر چاپیریال او ټولنې پورې غځېدلی وي.

ژوند د خدای نعمت دی او د دغه نعمت له هرې شیبې څخه باید د ځان، چاپیریال او ټولنې لپاره ګټه واخلو. دا ګټه هغه مهال لا محسوسه او عملي وي چې نوی کال له نویو لومړیتوبونو او ښو هیلو سره پیل کړو.