د زده کړو په برخه کې د اساسي بدلون اړتیا

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د هېواد د پوهنې او لوړو زده کړو کیفیت له لویه سره د اندېښنې وړ دی، ځکه لا هم زموږ فارغ زده کوونکي او محصلین هغسې نه روزل کېږي څنګه یې چې اړتیا لیدل کېږي. د دې عمده لامل اوسنی ښوونیز او تحصیلي نصاب دی. د نصاب لومړۍ ستونزه داده چې د وخت او زمان له غوښتنو او اړتیاو سره همغږی نه دی. په بله وینا زموږ تعلیمي او تحصیلي نصاب د کار بازار غوښتنو ته ځواب ویونکی نه دی

.

یانې زموږ له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه فارغېدونکي ځوانان د ځان لپاره وړ او مناسب کار نشي موندلی، دلیل یې دادی چې اوسنی نصاب زموږ زده کوونکي او محصل ته هغه مهارتونه نشي ورزده کولی، کومو ته چې زیاته اړتیا لیدل کېږي.

تر هغو چې د کار بازار اړتیاو سره زموږ نصاب همغږی نشي او هغه وړتیاوې او مهارتونه په ځوانانو کې ونه روزي چې جدي اړتیا ورته لیدل کېږي، نو تر هغو به زموږ فارغ شوي محصلین او زده کوونکي همدغسې سرګردانه وي.

په دې برخه کې بله ستونزه په پخواني مېتود د تدریس بڼه ده چې زده کوونکی په کې غیر فعال وي. موږ لا هم د زده کړو او تدریس پرمهال له زده کوونکو او محصلینو غواړو چې دا هر څه باید حافظې ته وسپاري. دغه ډول زده کړې د هغوی په عملي ژوند کې په درد نه خوري. ځکه هغوی چې څه میخانیکي زده کوي او حافظې ته یې سپاري، نو ژر یې بېرته هېروي او که یې هېر هم نه کړي، خو عملاً یې د کارولو وړتیا نه لري.

د زده کړې په برخه کې په اوسني پېر کې پر حافظه تکیه عملي نه ده، ځکه علم د چټک بدلون په حال کې دی، دومره چټک چې حافظه ورپسې ځان نشي رسولی، نو د دې لپاره  باید موږ له  حافظې څخه د زده کولو د ماشین کار وانخلو، بلکې حافظه باید فکري رول ولري. زده کوونکو ته حافظې ته د سپارلو پرځای د مفاهیمو د درک، د مسایلو د تحلیل او د متحول ماحول او مفاهیمو د درک هنر ور زده کړو. د دې کار ګټه داده چې زده کوونکو ته ستړې کوونکی نه دی.

یانې د میخانیکي زده کړې پرځای باید زده کوونکو ته عملي زده کړه ورکړو او دا وړتیا هم په کې وروزو هغه څه چې ورته تدریسوو څنګه یې په خپل ژوند کې عملي کړي.

لکه څنګه چې وینو نړۍ او علم د بدلون په حال کې ده، چا چې له دغه بدلون سره ځای عیار کړی، نو د پرمختګ ډېر واټنونه یې وهلي دي، خو موږ چې له پرمختګ ډېر شاته پاتې یوو عمده دلیل یې دادی چې موږ لا هم همغه زړې کیسې او مفاهیم په نصاب کې تدریسوو او له نویو بدلونونو سره لا نه یوو عیار شوي. پکار دی چې موږ خپل د ښوونځي او نصاب کتابونه دغو بدلونونو ته په پام بدل کړو. لنډه دا چې د زده کړو په برخه کې اساسي بدلون ته اړتیا ده.