د بودجې د نه تصویب ناوړه عواقب

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې شپو ورځو کې د رسنیو او عامه افکارو لپاره تر ټولو ښه سوژه د ولسي جرګې له لوري د ۱۳۹۷مالي کال د ملي بودجې نه تصویب دی. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د قانوني مراحلو د طی کولو په موخه ولسي جرګې ته د راتلونکي کال بودجه وړاندې شوه، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله لا هم بودجه نه ده پاس شوې او دې چارې ګڼو خلکو په ځانګړې توګه دولتي کارکوونکو او افغان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ستونزې را ولاړې کړې دي

.

په ننني تحلیل کې غواړم د بودجې د نه تصویب مهم دلایل او ناوړه عواقب په ګوته کړم:

  • په دې وروستیو کې د یو شمېر دلایلو له کبله د اجراییه او مقننه قواوو تر منځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او له همدې امله مقننه قوې د اجراییه قوې د چلنج هڅې پیل کړې دي.
  • د بودجې بل ستر لامل د وکیلانو په خوښه په یو شمېر ولایتونو کې د پروژو نه تطبیق دی. وکیلان پوهېږي چې د ولس باور یې له لاسه ورکړی او په راتلونکو ټاکنو کې بیاځلي بریا نه شي تر لاسه کولی؛ نو له همدې امله پر خپلو ولایتونو کې د پروژو پر تطبیق ټینګار کوي، څو وکولی شي له دې لارې یو ځل بیا د ولس سترګو ته خاورې ور وشیندي.
  • د بودجې د نه تصویب درېیم لوی لامل زورواکو وکیلانو ته د باج نه ورکول دي. یو شمېر زورواکي وکیلان غواړي پر مالیه وزارت او حکومت فشار راوړي، څو دوی ته باج ورکړي.

خو وکیلان باید په دې پوه شي چې  که چېرې دوی په واقعي معنا د ولس استازیتوب کوي او غواړي د ولس غږ او ستونزې تر چارواکو ورسوي، نو له خپلو شخصي ګټو دې تېر او د ولس غوښتنو ته دې لبیک ووایي.

ولس په ځانګړې توګه د هېواد د ملي نوامیسو ساتونکي چې شپه او ورځ په سنګر کې له هېواد څخه د دفاع په موخه خپل سرونه قرباني کوي، د بودجې تصویب غواړي. د ولس اقتصادي وضعیت نسبت هر چا ته د پارلمان وکیل ښه درک کولی شي، نو که چېرې دوی د ولس استازي وي، د هېواد ملي منافعو ته درناوی ولري او حاکم نظام کمزوری نشي؛ نو د راتلونکي کال بودجې ته دې ژر تر ژره د باور رایه ورکړي؛ څو په سنګر کې پراته سرتېري او په دولتي ادارو کې بوخت مامورین د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ حلاله ډوډۍ تر لاسه کړي.

خدای نخواسته که د بودجې تصویب وځنډېږي عواقب به یې د حاکم نظام پر وړاندې خورا خطرناک وي؛ د خلکو اقتصادي وضعیت به خراب شي، د نظام ستنې به کمزورې شي او تر ټولو ناوړه پایله به یې د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د ځوانانو تېښتې ته زمینه برابره کړي، چې دا چاره به د هېواد خدای نا ترسه دښمن ته لا جرئت ورکړي او په بشپړه توګه به ترې ګټه پورته کړي.

په درنښت / پاچا

د یوه سوکاله، سرلوړي او پر ځای بسیا افغانستان په هیله!