د ماشومانو حقونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني
د اسلام سپیڅلی دین کی د هر چا حقوق په بیلا بیل ډول ښودل شوی دی د مثال په ډول د میرمنی حقوق ، د خاوند حقوق ، د مور او پلار حقوق ، د اولاد حقوق ، د ماشومانو حقوق ، د مشرانو حقوق .
ماشوم هغه چاته وویل کیږي څوک چې د بلوغ پړاو ته نه وی رسېدلی او په افغانستان کې تر اتلس کلنۍ عمر مې ماشومان ګڼل کېږي. کله چی ماشوم پیدا شی له هغی ورځی شروع تر بلوغ وخته پورې د ماشوم په نوم سره یادېږي .
ماشوم د ژوند زینت ، ښکلا او د الله تعالی له لوري والدینو ته هغه ارزښتمن، سوغات او ډالی ده چی د کورنی مېوه او د دوی د راتلونکی ژوند د هیلو یوځلانده لمر شمارل کېږی

.
د اسلام مبارک دین ماشوم ته خورا ځانګړی اهمیت ورکړیدی او هغه  د مور په ګیډه کی د ماشوم د ژوند لومړنی ورځو شپو څخه شروع د عقلمندی تر پړاو پورې د هغه د مصونیت او خوندیتوب لپاره یی هغه ته راز راز حقوق ټاکلی دی چی دا ټول حقوق د همدی خبری سپیناوی او څرګندونه کوی چی د اسلام په مبارک دین کی تل انسان ته په درنښت سره کتلی دي.
انسانان یی د نړی د ټولو مخلوقاتو په نسبت زیات غوره مخلوق ګڼلی دی چی د نن ورځی همدا کوچنی ماشوم به د سبا ورځی هغه معماران وي چی د ځمکې د اعمار او بیارغونې لپاره به د یوې داسې غښتلې او ځواکمنې اسلامي ټولنې په رامنځ ته کولو کی به بنسټیز نقش لوبوي چې هغه به په بشپړه معنا سره یوه کامله او له هر راز نقصانونو څخه پاکه ټولنه وي.
ماشوم په مور او پلار درې حقونه لري. لومړی حق یې دادی چې باید ښه نوم ورته انتخاب کړي.داسې نوم چې هم ښه مانا ولري او هم یې له شان سره مناسب وي. دویم حق د ماشوم ښه پالنه او روزنه ده. د ماشوم روغتیا ته باید پام وکړي او کله چې لوی شي، نو باید د هغه ښه روزنه وکړي او زده کړه ورباندې وکړي، تر څو ماشوم په راتلونکي کې هم ځان، هم خپلې کورنۍ او هم خپلو خلکو او هېواد ته ښه خدمت وکړي. ماشوم د هغه خوشبویه ګلاب په شان روزنی ته اړتیا لری که چیرته ګلاب ته ځمکه پسته ، د مرضونو علاج یی پر وخت وشي او زیاته پاملرنه ورته وشي، نو زمونږ سیمه به ښایسته او خوشبویه کړي.
په مور او پلار د ماشوم دریم حق هغه ته په ښه کورنۍ کې رشته کول دي. په دې برخه کې باید د هلک یا نجلۍ انتخاب ته ارزښت ورکړل شي، خو دا چې ځوانان اکثره د عقلاني پرځای احساساتي چلند کوي، نو مور او پلار باید په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي، تر څو هغوی د خپل ژوند لپاره مناسب ملګری انتخاب کړي.
مونږ وایو چی د ماشوم روزنه په مور او پلار باندی کیږی چی ماشوم ته اسلامی روزنه ورکوی او که غیراسلامی روزنه ، کله چی ماشوم په کور کی خراب کار تر سره کړی باید ونه رټل شی هغه سره بحث وشی د خراب کار نواقص ورته بیان شی او که چیرته یی ښه کار وکړ باید تشویق کړل شی.
پوهان وایی چی د مور غیږ لمړنی د علم زانګو ده نو د همدی امله باید د ماشوم مخ کی باید له بی ادبه خبرو ډډه وشی په دویم قدم کی د ماشوم د زده کړی ځای د مسجد ملا امام ده د مسجد ملا امام باید په ډېره مینه او حوصله درس ورکړي د مور او پلار، مشرانو اداب ورزده کړي او د دې تر څنګ باید د لمونځ طریقه وروښودل شي.
د ماشومانو مخ کی باید بی ادبه خبری ونه شی ځکه چی په ماشومانو باندی بدی اغېزې کوي ، که ماشوم په وړوکوالی کی ووهل شی نو پر اخذ یا ذهن باندی بد تاثیر کوي او اخذ سم نه شي کولی .  دا چې موږ جګړه ځپلې ټولنه یوو، نو له همدې مله زموږ ماشومان له تشدد او جګړې څخه مستقیماً متاثره شوي دي، خو زموږ د لویانو چلند کولی شي چې پر ماشومانو د جګړې اغېز کم کړي، نو له دې امله د ماشومانو د ښې روزنې او پالنې تر څنګ له هغوی سره نېک او نرم چلند هم مهم دی.