څنګه کولی شو مخالفين ونه لرو؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن

که چېرې مو په فيسبوک،ټوېټر،انسټاګرام یا کومه بله ټولنيزه شبکه کې يو پوسټ وکړ او  دې پوسټ ۵۰ کمېنټونه واخستل،خوپه دې ۵۰کمېنټونو کې ۴۵ زموږپه خوښه نه و نو  دېته مه خوشحالېږئ چې ۵۰ کمنټونه مو اخستي  بلکې ژر او ژور فکر وکړئ چې په پوسټ کې مو داسې څه دي چې ددومره خلکو له منفي غبرګونونو سره مخ شوئ، او  څه مو  ليکلي چې خلک درته بد رد وايي او کنځلې درته کوي،ايآ په يوه اسلامي ټولنه کې مو داسلام نوم ته ضرر رسولی،ايا مسلمان ته مو سپکاوی

کړی،ایا د کوم شخص عزت او عفت مولوټ کړی او که بل داسی څه مو کړي چې په اسلامي شريعت کې يې کول يا ویل منع وي،نو بهتره داده چې  هېواد،نظام،دين،ټولنه،حالات،عرف،عنعنات،رواجونه،کلتور او لباس په نظر کې ونيسئ.

کله چې موپه دې هرڅه فکر وکړ او لامل يې معلوم شو په مثبته برخه يې فکر وکړئ او دا روښانه کړئ چې څه باید وکړم ترڅو دومره مخالفين ونلرم.

که چېرته مو په پوسټ ۵۰ کمېنټونه راغلل اوپه دې کې ۲۵ مخالف او ۲۵ موافق و بيا هم دخپل  فکر په رغونه کار وکړئ،خوکه له ۵۰ څخه ۱۰ يا ۱۵ مخالف و بيا تشويش مه کوئ،ځکه چې هرڅوک مخالفت او موافق اړخونه اواشخاص لري،بيا په مثبته توګه مبارزه وکړئ او هغه مخالفتونه له منځه يوسئ.

هېڅکله کوشش مه کوئ چې په خپلو خبرو، خپل علم، خپل هنر د بل چا سپکاوئ وکړئ او يا هم د يو چا،يو قشر يا يوې ټولنې له نامه څخه په استفادې او يايې له حقوقو څخه د دفاع په پلمه  شخصي ملکيت ته زيان ورسوئ اوتوهين يې وکړئ،تل بايد په خپلو خبرو او اعمالو ډاډه واوسئ.

ژوند په سمه توګه وپېژنئ او ویې لولئ او بيا يې په کولو کې محتاط اوسئ،که څوک هر ډول مشوره درکوي په ارامه يې واورئ،وروسته پرې فکر وکړئ، چې څه اړتیا پيدا شوه چې بل شخص تاته مشوره درکوي اوپه دې مشوره کې ستا لپاره کوم څه اړين دی چی باید په نظر کې يې ونيسئ.

هېڅکله چاته داسې مه وايئ چې زه تل په حقه يم او تاسې په ناحقه یاست او زما په اندازه نه پوهېږئ،دنورو خلکو ژوند او دژوند شرايط له خپلوهغو سره پرتله کړئ او بيا ځانته د قضاوت حق ورکړئ.
دکاذب شهرت دلاس راوړلو هڅه مکوئ،ځکه چې بقا نه لري،د بل په سپکولو کی ځانته عزت مه غواړئ ځکه چې  د ډېر کم وخت لپاره به وي او په اصل کې به مو دخپل ځان بې عزتي په خپله کړې وي.

نولکه مخکې چې مې يادونه وکړه،هېواد،نظام،دين،ټولنه،حالات ا وخلک ټول په نظر کې ونيسئ  او بيا ځانته مهالوېشجوړ کړئ چې کوم کارونه بايد په کوم ډول  اوپه کومو مووختونو کې وکړئ.