نامناسب او دوهم نومونه د ماشومانو پر ټولنيز شخصيت ناوړه اغېز کوي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عنايت الله هيوادمل
دا چي په اسلامي شرعیت کي د نارینه وو، ښځو او ماشومانو له پاره بېلابېل حقوق ټاکل سوي دي، نو ماشوم پر خپل پلار باندي ګڼ شمېر حقوق لري.
۱: له یوې صالح او پتمني ښځي سره به نکاح کوي ځکه په اولاد کي د مور ارثي خویونه او د مور تربیه اثر کوي.
۲: د ماشوم بل حق دا دی چي والدین به پر خپل اولاد باندي ښه نوم ږدي.
۳: د ماشوم درېیم حق دا دی چي کله کوچنی پیدا سي په یوه غوږ کي ئې اذان او په دوهم غوږ کي ئې د اقامت کلمې ویل ثابت دي او دا سنت دی. رسول الله0 په خپله د حضرت حسن په غوږو کي د اذان او اقامت کلمې ویلي دي او د هغه حکم ئې هم ورکړی دی.
۴: د ماشوم څلورم حق دا دی چي د ماشوم عقیدوي، اخلاقي او جسمي تربیه به کوي او داسي نور.
درنو لوستونکو! ما د ماشوم پر دوهم حق دا څو کرښي ليکلي، چي له بده مرغه دغه حق ئې پاملرنه نه کېږي.
که چېري موږ او تاسو په خپله ټولنه کي وګورو نو ډېری داسي ځوانان به ووینو چي اصلي نوم یو څه وي خو د کورنۍ او یا د ملګرو له خوا څخه ورته په بل نامه ویل کیږي.

زه به تاسو ته یو مثال وړاندي کړم، د یوه هلک اصلي نوم محمود دی خو د کورنئ یا ملګرو له خوا ورته د زرغټي، باغوان، بډو، نورک، خیرو او بډي په نومونو وايي. دا په اصل کي د یوه انسان شخصیت ته سپکاوی دی، ځکه چي کله دغه انسان لوی سي نو یو لوړ مقام ته ورسېږي.
خو د کورنۍ او یا ملګرو له خوا ورته په اصلي نامه نه وايي بلکي په هغه نامه ورته وايي چي په کوچنيوالي کي د کورنۍ یا ملګرو له خوا څخه ورباندي ايښودل سوی وي.
ما په ځینو ځایونو کښي ډېری داسي ځوانان لیدلي چي په نورک، خیرو، بډو باغوان، پهلوان، توري او خړکي په نومونو باندي مشهور وي او هم خلک ورته په دغو نومونه باندي ږغ کوي. هغه کسان چي دغسي نومونه ورباندي ایښودل سوي وي په حقیقت کي په خپل ځان کښي یو رقم زهیر او مایوسه کېږي، په زړونو کي ئې بېلابېل پوښتني پيدا کیږي.
ولي خلک ما ته په توري یا خړکي وايي؟ زه تر دوی په کومه برخه کي پاته یم چي دوی ما ته په داسي نامه وایي؟
تر څه وخته پوري به دوی ما ته په دغه نامه وايي؟
داغسي پوښتني انسان په یو رقم تشویش او ماسوسي باندي اخته کوي. کله چي په تشویش اخته سو نو دا به د هغه کس د ژوند پر ډېرو چارو منفي تاثير ولري، ځکه چي له ده سره هغه د نامناسب نوم تشویش دی.
درنو لوستونکو! زه به تاسو ته یو داسي کس ژوندی مثال وښیم چي له دغه ډول نوم څخه زهېرېدی او د دغه نوم په اورېدو سره به ډېر مایوسه کېدی. زموږ په کلي کي د یو هلک اصلي نوم رفیع الله و.
رفیع الله په رنګ تور و، د کلي نورو هلکانو هغه ته د توري په نامه ویل. رفیع الله په لومړيو کي کشر و په دې نامه ئې ډېره خوا نه بدوله، ځکه هغه فکر او عقل دومره پراخ نه و چي د توري د نامه ناوړه پايلي ئې سنجولي وای.
د وخت په تېرېدو سره رفیع الله ۲۲ کلنۍ ته ورسېد خو بیا هم د کلي هلکانو د توري په نامه خطاب ورته کاوه.
یوه ورځ زه ورسره کښېناستلم، په مجلس مو شروع وکړه. په مجلس کي مو پر بېلابېلو موضوعاتو خبري وکړې، خو یوه موضوع مو د نام خوا ته ولاړه.
ده د توري له نامه څخه دومره مایوسي او کرکه درلوده چي ګرسره به ئې په کلي کي له خلکو سره ناسته پاسته نه خوښول ځکه خلکو ورته د توري په نام خطاب کاوه او دی به ئې ذهناً کړاوه.
تل به ئې ویل چي خدای پيدا کړی نه وای هغه ښه و، نه دا ژوند!
په ژړغونې لهجه به ئې وویل: "زه په کومه لار د کلي تر خلکو پاته یم؟!"
درنو لوستونکو!
زموږ او تاسو په ټولنه کي زه د دغسي ډېرو پېښو شاهد یم او دا یقین او باور لرم چي تاسو به هم له داسي پېښو سره مخامخ سوي یاست.
ځیني والدین دي چي په کورونو کي پر خپلو اولادونو د نازه داسي نومونه ږدي چي وروسته بیا دغه نامناسب نوم د هغه ماشوم پر شخصیت منفي اثر کوي.
ماشومان په لويوالي کي له داغسي نومونو څخه سر ټکوي او له والدینو څخه شکایت کوي چي ولي ئې پر دوی داسي نومونه ايښودل؟
آیا د دوی ماشومانو خپل اصلي نومونه نه درلودل چي پر دوی باندي ئې داغسي نومونه ایښودل.
نو اوس پوښتنه دا ده چي ولي والدین پر خپلو اولادونو باندي داسي نومونه ږدي، لامل ئې څه دی؟
زما په اند، هغه والدین زياتره بې سواده وي چي پر خپلو ماشومانو باندي داسي نومونه ږدي چي وروسته بیا د ماشومانو له پاره د سرخوږي سبب ګرځي. د سواد لرونکي کسان د خپلو اولادونو هره خوا سنجوي او د هغوی د شخصیتونو په اړه بېلابېل فکرونه او تګلاري انتخابوي.
که چېري زموږ په ټولنه کي وګورو، د هغو کسانو والدینو یا ملګرو سره، چي دوی پر خپل اولاد یا ملګري دغسي نامناسب او دوهم نومونه ږدي، د خپل اولاد یا ملګري د آیندې هیڅ غم ورسره نه وي، ځکه د دوی د سواد کچه محدوده وي، نو په دې خاطر دوی پر خپل اولاد یا ملګري باندي داسي نامناسب نوم ږدي.
بله دا چي زموږ او ستاسو په ټولنه کي یو بدترین عادت دا دی چي یو ملګری بل ملګری د نورو ملګرو په مخ کي د بېلابېلو نومونو په وسیله پاته راولي، تر څو هغه نور ملګري پر وخاندي.
درنو لوستونکو!
زه به تاسو ته د دغسي نامناسبو نومونو ځیني تاوانونه بیان کړم:
۱: تل به ستاسي اولاد مایوسه وي او هیڅ کله به پرمختګ نه سي کولای، ځکه د ده د پرمختګ مخه دغي مایوسۍ نیولی وي او مایوسي بیا د نامناسب نوم له امله ورته واقع سوې ده.
۲: په ټولنه کي به ستاسو د اولاد شخصیت د نامناسب نوم له امله کښته وي.
حللاره:
۱: والدین باید پر خپل اولادونو باندي اسلامي نومونه کښېږدي او له دغسي نامناسبو نومونو څخه ډډه وکړي.
۲: که چېري والدین سواد و نه لري نو کولای سي چي له سواد لرونکو کسانو سره په دې باره کي مشوره وکړي.
۳: والدین تل باید خپل اولاد ته په اصلي نوم ووايي، ځکه چي اولاد ئې په راتلونکي کېدای سي لوړ شخصیت وي.
پیغام:
هغه والدینو ته زما پیغام دی چي دوی پر خپلو اولادونو باندي د ناز یا بې سوادۍ له امله نامناسب نومونه ږدي، هیله کوم چي له دغسي نومونو څخه تېر سي او دغه عادت د تل له پاره پرېږدي، ځکه ستاسو اولاد ستاسو افتخار او ویاړ دی.
ځیني ملګرو ته چي دوی پر خپل ملګري باندي داسي نامناسب نوم ږدي، دوی ته مي هم پیغام دا دی چي هیڅ ځوان تر بل ځوان کم نه دی، هغه د رنګ په حساب دی او که شخصیت په حساب. په کار ده چي يو د بل درناوی وکړي، هر يو په خپل اصلي او شرعي نامه وبولي او په مناسبو او تحقيروونکو نومونو ئې ياد نه کړي.