د سپرغۍ ويبپاڼه درنو قلمي همکارانو او محترمو لوستونکود پاملرنې وړ

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سپرغۍ ویبپاڼه تل هڅه کوي څو د وخت له غوښتنو سره سم د سپرغۍ سایټ نه یوازې د خپرونې د منځ پانګې له اړخه شتمن کړي بلکې همدارنګه هڅه کوي سایت ته د ډيزاین له پلوه هم سمون ورکړي چې په دغه بهیر کې د سپرغې ویبپاڼې څلور ځله خپل ډيزاین ته بدلون ورکړی او د درنو لوستونکو او د قلم محترمو همکارانو ته يې د ښې ګټې اخیستنې امکانات برابر کړي، چې البته د رغونې دغه کار به همداسې دوام وکړي  او ډېر ژر به نور نوي

امکانات د قلم محترمو همکارانو او درنو لوستونکو ته په واک کې ورکړی شي ، چې په مناسب وخت کې به موضوع د محترمو لوستونکو د خبرتیا له پاره د پاڼې له لارې خپره شي.

وروستی بدلون چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو وختونو کې رامنځ ته شوی ؤ د ځنې تخنیکي ستونزو له پلوه مو ونه شوکولی د سپرغۍ د زړې پاڼې لیکنې او مقالې نوي ډيزاین ته راښکته کړو. خو نن د نېکمرغه  دغه نیګړتیا له منځه لاړه او د زړې سپرغۍ ټولې مقالې او لیکنې چې څه دپاسه ۱۰۰۰۰ته رسېږي، نوي سپرغۍ ته راښکته کړی شول او د سپرغۍ ويبپاڼې په زیرمتون یا ارشیف کې ځای پر ځای شول. له دې کبله  د سپرغۍ زړه پاڼه چې د یو لینک د لارې د نوي سپرغۍ سره تړل شوې وه، و تړل شوه.

باید وویل شي چې له زیرمتون څخه د مطالبو لوستل او ګټه اخیستنه ډېره ساده او آسانه ده. د مقالو لنډيز او سریزې د زیرمتون د پاڼو پرمخونو لیدل کېږي چې د هرې لیکنې پر سریزې یا عنوان د کلیک له لارې ټوله لیکنه پرانیستل کېږي. تاسې کولی شئ د زیرمتون پاڼې یا مخونه ،  د پاڼې په کوزنۍ برخه کې پیداکړئ چې د ۱، ۳،۲..... په شمېره پیل کېږي او تاسې  کولی شئ په ترتیب سره د للومړۍ ګڼې یا شمېرې څخه تر وروستئ ګڼې یا شمېرې پر لور پر هره شمېره یا ګڼه د کلیک له لارې  پرمخ و لاړشئ او د خپلې خوښې مطالب تر لاسه کړئ.

تاسې همدارنګه کولې شئ د لټون یا سرچ په کړکۍ کې د لیکوال او یا د مقالې د سریزې په لیکلو سره په بيړه او بې له ځنډه  د خپلې خوښې مطلب تر لاسه کړئ.

باید زیاته کړو چې د تخنیکي ستونزې له کبله د اوس دپاره د لیکنو اړونده انځورونه نوي پاڼې ته را ښکته کېدی و نه شول چې هيله ته په راتلونکې کې دغه ستونزه حل شي ، البته له دې امله د محترمو قلمي همکارانو څخه چې انځور يې د مقالو سره نه ليدل کېږي د بښنې غوښتنه کوو ، خو هيله مندیو په راتلونکې کې  دا ستونزه هم حل شي. زیرمتون د لوګو دپاسه په مینو کې پیداکولی شئ.

باید زیاته کړو چې تاسې کولی شئ د سپرغۍ ویب سایټ د خپل موبایل تیلفون د لارې هم ووینئ.

په درنښټ

د سپرغۍ ویبپاڼه