لیکوال او ژورنالست، محمد طارق بزگر

ژوندلیک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

  لیکنه: ولي الله ملکزی  

محمد طارق بزگر (ملکزی) یوه ځوانه کلتوري څېره ده چې له هیواده د باندی د افغان کلتور او ارزښتونو د ژوندي ساتلو په پار، له ۱۹۸۸م کال راهیسي د ناروې په هیواد کې د (دعوت رسنیز مرکز)  چې د دعوت مجله، ددعوت مېډیا ۲۴ او افغان سباوون ویبپانې لري فعالیت کوي. د دعوت مېدیا ۲۴ او افغان سباوون ویبپاڼې اوسمهال، د افغان قلموالو په مرستې د هیواد د سياسي، فرهنگي او ټولنيزو پېښو د یو مهم أرشيف او د ورځنيو مسايلو اړوند د ولس د نظرياتو او عقايدو د انعکاس یوه مهمه وسیله ده.

محمد طارق بزګر په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د نرنګ د چار قلعه په کلي کې، د کونړ د یو پيژندل شوي او تعلیم یافته، او علم پروره  شخصیت، عبدالقیوم بزګر (ملکزي) په کور کې زیږیدلی دی. لمړنۍ او منځنۍ زده کړی یې د کابل ښار په مختلفو ښوونځيو کې سرته رسولې، خو کله چې شوروي اتحاد په افغانستان باندی خونړی ناتار ګډ کړ، نو هغه د نادريې ليسې په يولسم ټولگي کې وو. سره د دی چې کورنۍ یې لا په کابل کې وه، هغه دغه مهال پېښور ته هجرت وکړ. د هجرت پر مهال هلته اسلاميه کالج ته لاړ او بیا یې د پېښور په پوهنتون کې سياسي علوم او اسلاميات ولوستل.

په ۱۹۸۸م کال کې د ناروې هيواد ته کډه شو او Nord University Bodø  ژورنالیزم ولوست په دې یې اکتفا ونکړه د ژورنالیز او تعلیم سره د مینې  له امله یې په همدې ژورنالیزم کې یې نورې لوړې زده کړې د  کانبرن په پوهنتون کې وکړي او هم یې د مسلکي ژباړې بنسټزي زده کړې د Oslo  Metropolitan University (OsloMet – storbyuniversitetet).  تر سره کړي دي.

نوموړي وکولای شول چې د دعوت له پیل څخه (۱۹۸۸) یواځی د دوه زرم کال پوري ۲۳۶ گڼې په پښتو، دري، انگليسي او ناروېژي ژبو خپرې او د دنیا څه د پاسه ۵۶ هیوادونو ته په خپل شخصي لګښت افغانانو او د افغانستان مینه والو ته ورسوي. د ډاکټر نبي مصداق، کاندید اکادمیسن استاذ سیستاني، ډاکټر مجاور احمد زیار او رحمت آریا په څیر تکړه څیړونکي او لیکوالان په دی باور دي چې په تک تنها صورت، په یو پردي هیواد او چاپیریال کې د اقتصادي ستونزو سره سره، د عوت مجلې چلول او په څنګ کې یې د د دعوت مېډیا ۲۴ ویبپاڼې (www.dawatmedia24.com) او افغان سباوون www.afghansabawoon.com  او په ټوله کې د دعوت رسنیز مرکز چلول او هغه هم د دومره کلونو لپاره جاري ساتل، د هر چا د وس کار نه دی. د دعوت مېډیا ۲۴ او افغان سباوون ویبپاڼې څلور ویشت ساعته تازه خبرونه او ادبي او سیاسي تحلیلي لیکنې خپروي.

بزګر د خبریالۍ اړوند په نړیوالو علمي کورسونو او ورکشاپونو کې برخه اخیستې او پایله کې یې عملي سندونه تر لاسه کړيدي چې مهم یې په کوپنهاګن، برلین، هنګري، پراګ او کییف کې چې هر ځل د شلو هېوادونو ژونالستانو په ګډون جوړ شوی وو. هغه د ناروې تر ټولو لوی دولتي ټلویزیون  NRK  سره د ژورنالست په توګه کار کړی او د نورو کارونو په څنګ کې یې د کابل ډزې Skuddene i Kabul مستند فلم چې د ارواښاد داود خان باندې راڅرخي چې د بزګر او ورسره ټیم په هڅو په ډیر لوړ مصرف جوړ شوی او ډیرې جایزې یې ګټلی دي د یادولو وړ دی. دا ستره هنري لاسته راوړنه د بزګر او افغانانو لپاره ویاړ دی کله چې یو افغان خبریال وکولی شي په یوې معتبرې لویدیځي رسنۍ کې تر دې ځایه ورسیږي. د دې په څنګ کې محمد طارق بزګر د ۱۵ کلونو لپاره د ناروې د معارف وزارت کې د مفتش دنده تر سره کړې او هم یې د ناروې په دولتي پوست کې ۱۰ کاله کار کړیدی. اوسمهال د خپلو ډیرو فرهنګی فعالیتونو تر څنګ د رسمي ژباړن دنده هم مخته وړي، پر څو کتابونو کار کوي چې ځينې  یې بشپړ او یو شمیر به ئې وروسته د چاپ جوګه شي .

د بېلگې په توگه :

۱ نارویژی پښتو لوی قاموس چې تر اوسه (۵۰۰۰۰) لغتونه لري چاپ ته چمتو چې د همدې ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې به چاپ شي.

۲/  پښتو( ۱۰۰۰) لنډۍ  د انګلیسي له  ژباړې  او تشریح سره .

۳/  پښتو (۱۰۰۰) متلونه د انګلیسي له ژباړې سره .

۴/  د دعوت د خپرو شوو لیکنو او مرکو کتابونه د کلکسیون په بڼه د کار لاندې

۵/  رښتيني کيسه (یوه افغانه ښاپېرۍ په کيف کې) په ۲۰۱۹م کال چاپ شوی.

۶/  کله چې طوطي وتښتېد د ماشومانو کیسه. چاپ ته تیاره

۷ زموږ کاکا مُراد (ډاکټر ناکامورا) چاپ ته چمتو

۸/ An Afghan Beauty in Kiev په انګلیسي ژبه چاپ ته تیار

په علمی غونډو او سیمينارونو کې برخه اخيستل :

د نړيوالو سازمانونو لخوا جوړ شوي د بېلگې په توگه :

۱/ د۲۰۰۶کال داپريل پر ۲۵ او۲۶ ((د اکو سیستم، د ساینس نظر  او  چلنجونه او د اکو سیستم او د غربت مخنیوی )) تر نامه لاندې د ملگروملتو د سازمان لخوا علمي کنفرانس او ورکشاپ چې د ډنمارک هيواد د کوپنهاگن په ښارکې د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت په مټ جوړشوی وو.

۲/ د۲۰۰۷ کال د جون له دوهمې نه د جون تر څلورمې پورې، د قانون ایښودونکو ټولنو له خوا د ( G8  سترو صنعتی هیوادونو اجنډا د ځنګلونو په نه وهلو سره د ګازونو د تولید کمولو اجندا) تر نامه لاندي د برلين ښار د المان هېواد په پارلمان (بونډسداگ)  کې .

۳/ د ۲۰۰۷ کال  اکتوبر ۲۹ څخه د نومبر  تر ۲ دوهمې پورې، د ناروې د تروندهایم ښار کې د ملګرو ملتونو لخوا کنفرانس: په نړۍ کې ټول ژوندي موجودات او په ځانګړی توګه د هغوی ژوند کول، اوسیدل، ۲۰۱۰ او تر هغه وروسته) په دې کنفرانس کښې د ۸۰ هیوادونو د چاپیریال ساتنې لوړپوړو چارواکو برخه درلوده.

۴د ۲۰۰۹ کال د سپتمبرله ۱۳ څخه تر ۱۹ پورې د پولنډ په ګدانسک ښار کې د میډیا ۲۴ لخوا چې مرکز یی په سویس کې دی، د فنلند هيواد  د بهرنیو چارو  وزارت په مالي مرسته د (د اوبو د بیځایه مصرف مخنیوي) ترنامه لاندي  ورکشاپ او کانفرانس چې د ۱۷ هیوادونو ژورنالستان وربلل شوی وو او د ژورنالستانو د لا روزنې او معلوماتو له پاره جوړ شوی وو .

۵ د ۲۰۱۰ فبروري له لمړۍ نه تر ۵ نیټې پورې د ملګرو ملتو او د ناروې د حکومت له لوری د ( ټولو ژوندي موجوداتو ساتنه او د دوامدارې پرمختیا له پاره کارکول) تر نامه لاندي د ناروي هيواد تروندهایم په ښار کې علمي کنفرانس.

د دې پورته يادو شويو کنفرانسونو تر څنگ په ډیرو افغاني غونډو کې چې په  امریکا، انګلستان، جرمني، ناروې، سویډن، افغانستان او نورو هيوادو کې جوړي شوي فعاله برخه اخيستې ده.

ستاينليکونه:

محمد طارق بزګر ملکزی د خپل فرهنگی چوپړ په درشل کښې د امریکا په شمالي کلیفورنیا کې افغاني کلتوري ټولنه، په جرمني کښې د افغانستان د کلتوری ودې ټولنې، په امريکا کې  نور ټلویزیون، سويډن د مالمو ښار کې د دوستۍ فرهنګی ټولنې، ناروې کې د افغانستان سفارت، او د سويډن کې د ځلمو پاڅون ټولنې له خوا په ستاینلیکونو او ویاړ غونډو سره نازول شویدی. نوموړي د افغانستان د مختلفو اړخونو په اړه د ۵۰۰۰ په شاوخوا پښتو، دری، اردو، انګلیسي او نارویژي ژبو کتابونه او مجلې په خپل کورني کتابتون کې لري . بزگر د کتابونو سره له ډير  پخوا مينه او علاقه لري، همدا ډول په زرګونه انځورونه، ویډیوئې کسټونو، سی ډي او کسټونه چي په ټولو کې د افغانستان اړوند معلومات راټول شوی د بزگر د کورني کتابتون برخه جوړوي. د یادونې ده چې د محمد طارق بزګر ملکزي، ارواښاد پلار عبد القیوم بزګر (ملکزی) زما د ارواښاد پلار، استاذ محمد امین ملکزي کشر ورور دی.