محمد هاشم زماني - خان، سیاستوال او شاعر

ژوندلیک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

لیکنه: ولي الله ملکزی  

ارواښاد محمد هاشم زماني په ١٣٠٧ هجري لمريز (١٩٢٨ميلادي) کال کې د کونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ د لمټک په کلي کې د استقلال د چترال جبهې د فاتح، غازي مير زمان خان په کور کې زيږيدلی دی. لمړنۍ زده کړې ئي په خپل کور، کلي او جومات کې د وخت د علماوو نه ترﻻسه کړې. په تنکۍ ځوانۍ کې چې عمر یې له شپاړسو کالو زیات نه وو د خپلی ټولی کورنۍ سره چې شمير ئې له سلو کسانو څخه اوړیده، د سياسي بنديانو په توګه حکومت د دهمزنګ زندان ته واستول.

تاند او هڅاند محمد هاشم د خپلی ځوانۍ ديارلس کلونه د همدغه زندان په نمناکو خونو کې د خپلې کورنۍ د غړو سره تير کړل. په زندان کې له ګڼ شمير نورو سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان چرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، فرقه مشر غلام نبي خان او نورو سره معرفي او هم صحبته شو. محمد هاشم زماني په زندان کی د مروجه علومو په زده کړې پيل وکړ او د هيواد د مشروطه غوښتونکي، دينی عالم او سياسي شخصيت، بابا عبد العزيز الکوزي او موﻻنا محمد اکرم کاکاخيل په شان د علمي شخصيتونو سره د شاګردۍ، ناستې پاستې او فکري تنوع فرصت ور په برخه شوو. زماني په زندان کې د ناروغيو او ناوړې تغذيي له امله د خپلې کورنۍ د ٢٨ تنو غړو د مرګ شاهد وو. هغه خپل لمړني اشعار هم په زندان کې ليکلي او د زنداني احساس په مجموعه کې يي راټول کړيدي.

 

نوموړی د خپلې کورنۍ سره د دیارلسو کلونو سياسي بند نه وروسته هرات ته تبعيد او په ١٣٤٣ لمریز کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړيدو پوری د اتو کلونو لپاره هلته د تبعيد ژوند تيرکړ. د محمد هاشم زماني ليکل شوي اشعار، مضامين او ادبي ټوټې د وطن په اکثرو ورځپاڼو او مجلو لکه انيس، هيواد، اصلاح، وړانګه، سيستان، طلوع افغان، بيدار او اتفاق اسلام کې خپاره شويدي. هغه د ډيموکراسۍ په لسيزه کې قلمي مبارزه وکړه او د شهید ولسمشر، محمد داود د جمهوريت د دورې په لويه جرګه کې يي د کونړ د وکيل په توګه برخه واخيسته.

زماني د ١٩٧٩م کال په وروستيو کې پيښور ته هجرت وکړ، خو د ژبې او قلم مبارزه یې پڅه نه شوه. د کډوالۍ په مهال یې لمړنې کتاب (قطبي خرس) ولیکه چې بیا په انګريزي ژبه ترجمه او ځینی برخې یې فرانسوۍ، ايټالوۍ او هسپانوۍ ژبو ته هم واړول شوې. نوموړي د جهاد په دوران کې په ځینو کورنیو او بهرنیو کنفرانسونو کې ګډون او سفرونه وکړل.

لکه چې ټولو په غړیدلو سترګو ولیدل د مهاجرت په چاپیریال کې یو شمیر هغه منور او عالم شخصیتونه چې د دین د مبارکو احکامو تر څنګ یې د هیواد خوړین حالت ته د ملي زاویې څخه هم کتل، په خپلو وینو کې ولمبیدل. جنرال عبد الحکیم کټوازی چې یو رښتینې او مسلکي جنرال وو، پوهاند بهاء الدین مجروح چې د هیواد یوه علمي او کدري سرمایه وه، عزیز الرحمن الفت چې د ارواښاد ګل پاچا الفت ځوی او پخپله یو ادیب ځیرکه شخصیت وو، څرنګه ترور او د چپ کولو پخاطر یې خونکارې هڅې وشوې. ښاغلی زماني هم زړه نا زړه د دغسی زاره چاودي حالت له امله په ١٩٨٧م کال کې د امريکا متحدو ايالتونو ته کډه او د کليفورنيا د بې ايريا په سيمه کې ميشت شو.

د زماني د پښتو او دري ژبو ځينی اشعار د زنداني احساس، قطبي خرس او سړي خوره بلا څخه علاوه، د آزادۍ مشال، د ازادۍ ارمان، خواره ګلونه او د سولې زمزمې کتابونه، تالیف او چاپ کړل. که څه هم هاشم زماني په ١٩٩٠ کال کې د زړه د دوهمې حملې او مغزو د سکتې له امله د اوږدې مودې په ناروغۍ اخته او د وجود يوه خوا يې فلج شوې وه، خو د افغانستان د حالاتو سره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې تړلې پاتی او خپلو ادبي او فرهنګي فعاليتونو ته یې ادامه ورکړه.

له وفات څخه یې فکر کوم دری میاشتې وړاندی،‌ زه د خپل ارواښاد ماما، څارنوال صیب عبد الرزاق صافي سره د ده پوښتنې او سلام ته ورغلم چې دغه مهال د سانفرانسیسکو د هیورد په ښار کې اوسیده. په داسی حال کې چې په ګرځندې چوکې (ویل چیر) کې ناست او وطني پټو یې په زنګونو اچولې وو، په مخامخ میز ورته یو انبار کتابونه پراته وو. له کونړي روغبړ وروسته یې لمړنۍ خبره دا وه چې تازه خبر څه دی او له وطنه خو څوک نوي ندي راغلي؟

محمد هاشم زماني د کونړ د لوی خان کشر ځوی وو، خو لهجه یې دهقاني وه، سیاستوال وو خو په خبرو کې یې دوه رنګي نه وه. د شعر رنګ یی ولسي، ژبه یې کلیواله او راشه درشه یې ساده وه. د خورو ګلونو دوهم ټوک، د زخمي زړه په عنوان د اشعارو ټولګه او د زنداني خاطراتو په نوم د پښتو نثر یې ښې بیلګې دي. د پوهنې د ملي انقلاب په نوم کتاب په دوهم ټوک یې د ژوند تر وروستۍ شیبې کار کاوه خو مرګي پرینښود. خان، سیاستوال او شاعر، محمد هاشم زماني د ۱۳۸۴هجري لمریز کال د غبرګولي د مياشتې په نولسمه (۲۰۰۵/ جون) د شپږ اویا کلنۍ په عمر د زړه د ناڅاپي حملې له امله وفات، جنازه یې کونړ ته انتقال او هلته خاورو ته وسپارل شو. د شعر یوه کوچنۍ ټوټه یې په دی ډول ده:

 دا خزان وطن به مې بهارستان شي، زه به يم او يا به نه يم

زاغان ځی ور داخل به بلبلان شي، زه به يم او يا به نه يم

ولسونه شا ته نه، په مخ  روان وي

افغان ولس به مخکی هم روان شي، زه به يم او يا به نه يم