امریکا کې لومړی افغان محصل؛ له لاس ګاډي تر ډاګټرۍ او بیا د مرګ کیسه

ژوندلیک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر نفیس الرحمان درانی

  • لیکوال او څېړونکی

د ۱۹۶۶ کال د اګست د میاشتې پر ۲۵نېټه د امریکا د کالېفورنیا ایالت په سیکریمینټو ښار کې یو ناروغ کس خپل ډاکټر ته د معاینې لپاره د هغه کلینک ته ورغی.

پر دې ورځ د دې ناورغ کس دا شلم ځل و چې غوښتل یې ډاکټر سره وویني، خو دا ځل د طبي مشورې یا درملو لپاره نه، بلکې د هغه د وژولو په نیت کلینک ته ورغلی و.

کله چې دې ناروغ کس ته فرصت په لاس ورغی، نو پر ډاکټر یی ناتار ‌‌ډزې وکړې او ډاکټر هماغه شېبه ځای پر ځای ومړ.

ناروغ کس بیا وروسته ونیول شو، محاکمه شو، محکمې رواني ناروغ وباله او څو کاله بندي شو.

وژل شوی ډاکټر یو پښتون و چې نوم یې اورنګ شاه و او په پخوانۍ (این ډبلیو ایف پي) یا اوسنۍ خیبر پښتونخوا صوبې صوابۍ ضلعې مانکي کلي کې زېږېدلی و.

د افغان ډاکټر اورنګ شاه د ژوند کیسه:

اورنګ شاه د صوابۍ په مانکي کلي کې زېږېدلی و

اورنګ شاه په ۱۸۹۶ میلادي کال کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې په مانکي کلي کې زېږیدلې و، چې اوس د پاکستان برخه ده.

نوموړی د هغې زمانې د میاګانو قبیلې په یوه با نفوذه کورنۍ کې وزېږېد او د پلار نوم یې رحیم شاه و.‌

لیکوال ساشا اناوالټ په خپل کتاب 'The Joffrey Ballet (Robert Joffrey the Making of an American Dance Company ' کې د رابرټ جوفري د ژوند په اړه یوه حواله راخیستې ده.‌

د دې حوالې له مخې اورنګ شاه ابتدایي تعلیم په خپل کلي کې حاصل کړی او او نورې زدکړې یی بیا د خان عبدالغفار خان له خوا پرانیستل شوي ښوونځي کې کړې وې.

د یوې کورنې شخړې له کبله د اورنګ شاه پلار رحیم شاه د پښتنو یو ناوړه دود (بدل) ښکار شو او ووژل شو.

د مېړه له وژل کېدو وروسته د اورنګ شاه مور د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته د خپلو دوو زامنو، اورنګ شاه او دولت خان لېږلو پرېکړه وکړه.

۱۹۱۶ کال کې چې کله د اورنګ شاه عمر ۲۰ کاله و او د هغه ورو دولت خان عمر ۳۲ کاله و، دواړه له کراچۍ نه په یوه بېړۍ کې روان شول او کاناډا له لارې واشنګټن ته ورسېدل.

په امریکا کې د نوي ژوند پیل

اورنګ شاه او ورو یې امریکا ته له رسېدو وروسته په سیټل کې مېشت شول

دوی هلته د واشنګټن په سیټل ښارګوټي کې د ارې ماشین کار پیل کړ، خو له هغه ځایه ژر بیا یو بل ځای ته لاړل او په یوه لاس ګاډي کې یې د خوړو خرڅولو کار پیل کړ.

د هغوی اصل خواړه د چرګ او غټې غوښې تراخه خواړه وو چې مکسیکنۍ او آسیایۍ مصالې به پکې کارېدلې او له مرچو او پخو زیتونو نه به ډک وو.

خلکو د دوی دا د خوړو چمتو کولو نسخه ډېره خوښه کړه او دومره مشهور شول چې یوې کمپنۍ په ډېره ښه بیه ورنه واخیستله.

دواړو وروڼو هغه روپۍ سره وویشلې او د ځانونو لپاره یی د جلا کاروبارونو لټون پيل کړل.

دولت خان یوې ایټالوۍ کاتولېکې ښځې سره واده وکړ او یو رستورانت یی پرانیست.

د لیکنې په پیل کې چې د (Robert Joffrey) په نامه د کوم کس یادونه شوې وه هغه د دولت خان او د ده د ایټالوۍ مېرمنې زوی و.

رابرټ جوفري په امریکا کې د [بیلي ډانس کمپني] په نوم د نڅا مشهوره کمپني هم جوړه کړې وه چې تر اوسه پورې شته.

په امریکا کې لوړې زدکړې

ډاکټر اورنګ شاه په ټفټس بوهنتون کې طب ولوست

اورنګ شاه جنوبي کالېفورنیا ایالت ته ولاړ او هلته یې له Tufts University [ټفټس پوهنتون] نه په طب کې د ډاکټرۍ سند تر لاسه کړ.

نوموړي ورپسې له Harvard University [هارورډ پوهنتون] نه عامې روغتيا برخه کې هم ماسټري وکړه.

ډاکټر اورنګ شاه به پخپله ادعا کوله چې دی په امریکا کې لومړی افغان زده کونکی و.

د هغه وخت ورځپاڼو هم ډاکټر اورنګ شاه په امریکا کې لومړی افغان زده کونکی باله. نوموړي په امریکا کې د افغان زدکوونکو لومړۍ اتحادیه تاسیس کړه.

د دې اتحادیې جوړول دا څرګندوي چې هغه وخت امریکا کې نور افغان زدکونکي هم وو، خو اورنګ شاه په دوی کې مشر و.

اورنګ شاه د زدکړو له دورې په ټولنیزو او سیاسي چارو کې ډېر فعاله و.

هغه پرلپسې په کلیساوو، کلبونو او پوهنتونونو کې په عمومي توګه د افغانستان او په خاصه توګه د پښتنو د کلتوري او ټولنیز ژوند په اړه لکچرونه ورکړي دي.

دا یادونه مهمه ده چې امریکایانو په هغه زمانه کې د افغانستان او پښتنو په اړه هېڅ مالومات نه درلودل.‌

هغه لږ ډېر مالومات چې دوی درلودل هغه هم د برتانیا د مطبوعاتو او لیکوالانو د کیسو له لارې دوی ته رسېدلي وو.

دغه کیسې د استعمار د نظریې تر اغېز لاندی لیکل شوې وې، چې پکې د افغان قام انځور بد ښودل شوی او دوی یې د یو جنجالي او ظالم قام په توګه معرفي کړي و.

د افغانستان او پښتنو په اړه د ناسم ذهنیت ختمولو هڅې‌

د ډاکټر اورنګ شاه لخوا په امریکا کې د یوې جوړې شوې غونډې انځور. نوموړي دې غونډو کې د افغانستان او پښتونستان پر سیاست خبرې کولې

ډاکټر اورنګ شاه هڅه وکړه چې په خپلو لکچرونو کې دا ناسم انځور سم کړي او داسې ښکاري چې د هغه ویناګانو ته به په ګڼ شمېر کې خلک ور تلل او په ډېر شوق به یې د هغه خبری اورېدلې.

ډاکټر اورنګ شاه په امریکا کې ډېر په ویاړ سره خپل ځان افغان معرفي کاوه.

د John K. Baden د دوکتورا تیسز له مخې اورنګ شاه د امریکا د ۱۹۳۰-۱۹۴۰ کلونو په سرشمېرنه (نفوس شمارۍ) کې خپل د پیدایښت هېواد افغانستان ښودلې.

یوازې د دویمې نړیوالې جګړې لپاره د هغه د نوم لیکنې په سند کې یې د پیدایښت ځای هند لیکل شوی.

د BADEN د دوکتورا تیسز له مخې په امریکا کې په هغه وخت کې د (اېن ډبلیو اېف پي) صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا یادېږي، خلکو به ځانونه افغانان معرفي کول.

په دې کار سره د دې صوبې خلکو نه یوازې په نسلي توګه له خپل افغان ملت سره اړیکه ساتل غوښتل، بلکې دا به یې هم ښودل چې د هغه وخت له استعماري طاقتونو نه د یوازیني ازاد او خپلواک هېواد وګړي دي.‌

دا پېژندګلوي د دې صوبې د خلکو لپاره د ویاړ خبره وه، او په زړه پورې خبره دا ده چې اورنګ شاه د خوشال خان خټک په اولاد کې یادېږي.

د شاه امان الله خان اغېز

ډاکټر اورنګ شاه د هغو اصلاحاتو ملاتړ کاوه چې امان الله خان په افغانستان کې پیل کړي وو

ډاکټر اورنګ شاه د شاه امان الله نه متاثر و او د هغو اصلاحاتو مرسته او ملاتړ یې کاوه چې شاه امان الله خان هغه وخت کې په افغانستان کې پیل کړي وو.

نوموړي په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو په بڼه د عصري ژوند راوستلو هیله درلوده، او پر دې موضوع یې څو لکچرونه هم ورکړي وو.‌

د یو راپور له مخې چې د ۱۹۲۹ کال د اپرېل پر ۹مه نېټه په The Winchester مجله کې چاپ شوی په دې اړه یوه حواله هم ورکړل شوې.

"په دې حواله کې د ډاکټر اورنګ شاه له قوله ویل شوي، د تاریخ د ښو تحریکونو یا خوځښتونو له ډلې یو ښه خوځښت په مرحله واره توګه له مشرقي ټولنیز ژوند نه غربي ټولنیز ژوند ته تلل وو. نولومړی چاپان، بیا ترکيې او وس افغانستان هم دا پالیسي خپله کړې. خو د افغانستان لپاره مغربیت ځکه مهم دی چې د دې اثرات به پر ګاونډيو ملکونو هم پریوځي، او چین، هند او فارس (ایران) ډېر لیواله دي او سخت په انتظار دي چې د افغانستان دا تجربه وویني.‌ که چېرې دا تجربه کامیابه شي نو بیا ډېر امکانات شته چې دا نور ملکونه هم دا پالیسي خپله کړي".

ډاکټر اورنګ شاه سیکریمنټو کالېفورنیا کې خپل طبابت یا میډېکل پرکټیس پر مهال هلته له یوې امریکایۍ ښځې سره واده وکړ او له هغې نه یې درې اولادونه پیدا شول.

د ازاد پښتونستان لپاره سیاسي مبارزه

ډاکټر اورنګ شاه د باچا خان په ملاتړ امریکا کې احتجاجي مظاهره هم کړې وه

کله چې بریتانیا له هند نه د وتلو پرېکړه وکړه او لوی هند په دوو برخو، یعنی هندوستان او پاکستان وویشل شو نو ورسره د ډاکټر اورنګ شاه د سیاسي مبارزې لوری هم بدل شو.

نوموړي‌ له دې وروسته د یو اصلاح خوښي افغانستان پر ځای د یو آزاد جلا ریاست،‌ یعنی د پښتونستان د جوړېدو لپاره هلې ځلې پیل کړې.

داسې هم ویل کېږي چې ډاکټر اورنګ شاه د ۱۹۴۹ او ۱۹۵۱ کلونو په موده کې د (آزاد پښتونستان ایسوسی ایشن آف امریکا) په نامه تنظیم جوړ کړې و.

نوموړی د پښتونستان جوړولو په مبارزه کې ډېر مخلص و او په ډېر شوق او جوش به یې د دې هدف لپاره منډې ترړې وهلې.

هغه به یو شمیر امریکایۍ ورځپاڼو ته د پښتونستان پر موضوع لیکل کول، سفارتخانو ته به تلو او د پښتونستان د سیاست په لړ کې به یې غونډې جوړولې او لیکچرونه به یی ورکول.

په ۱۹۴۹ کې د پاکستان د هغه مهال وزیر اعظم (لومړی وزیر) لیاقت علي خان امریکا ته په رسمي سفر لاړ.

د دې سفر پر مهال ډاکټر اورنګ شاه کالېفورنیا کې یوه احتجاجي مظاهره کړې وه او په هغې کې یې له زندانه د خان عبدالغفار خان د خلاصون او د پښتونستان د جوړېدو غوښتنې کړې وې.

نوموړي به چې کله غونډه جوړوله نو په ګډونوالو به یې خپله تیاره کړې ډوډۍ خوړله، او په دې توګه یې خلکو ته د پښتنو د مېلمه پالنې دود ور پېژندلو.

څېړونکی میا وکیل شاه وایي چې ډاکټر اورنګ شاه به (پښتون) مجلې ته، چې خان عبدالغفار خان به پيښور نه چاپوله، مالي مرسته هم ورلېږله.

کله چې په ۱۹۶۵ کال کې خان عبدالغفار خان ته د امریکا له ویزه ورکولو انکار وشو، نو ډاکټر اورنګ شاه د دې پرېکړې پر ضد سخت احتجاج کړې و او د خپل احتجاج ثبتولو لپاره یې په Sacramento Bee نومي اخبار کې په دې اړه خبر هم چاپ کړی و.

اورنګ شاه به امریکایان هڅول چې د افغانستان پرمختګ کې ګډون او هلته پانګونه وکړي.‌

لیکوال Paul. S. Jones په خپل کتاب Afghanistan Venture کې د ډاکټر اورنګ شاه خدمات په خصوصي توګه تسلیم کړي دي او وایي، نوموړي په ۱۹۵۰ لسیزه کې له امریکایانو سره مرسته کوله چې په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړ کړي.

د افغان حکومت لخوا مډال، او کابل کې جنازه

امریکا کې افغان سفیر هاشم میوندوال ډاکټر اورنګ شاه ته د افغان حکومت لخوا مډال ورکړی و

له افغان او پښتون ملت سره د نوموړي د مینې او د خدمت په اعتراف کې افغان حکومت په ۱۹۶۲کال کې ډاکټر اورنګ شاه ته د تر ټولو لوی ملکي جایزې یا مډال (ستور مډال) ورکولو پرېکړه وکړه.

په امریکا کې هغه مهال د افغانستان سفیر هاشم میوندوال، چې یو مهال د افغانستان لومړی وزیر هم و، په کالېفورنیا کې د افغان ټولنې په شتون کې دا مډال ډاکټر اورنګ شاه ته ورکړی و.

د ۱۹۶۶ کال د اګست میاشتې په ۲۵ نېټه یو یو رواني ناروغ Ponciano Lovato امریکا ته تللي پر لومړي افغان محصل او لومړي افغان طب ډاکټر اورنګ شاه ډزې وکړې او هغه یې خپل کلینک کې وواژه.‌

د ډاکټر اورنګ شاه د وصیت له مخې د نوموړي مړی کابل ته ولېږدول شو او هلته د مرنجان غوندۍ په شاهي هدیره کې خاورو ته سپارل شو.

په جنازه کې یی سردار محمد داود، سردار محمد نعیم، لومړي وزیر هاشم میوندوال، خان عبدالفغار خان، ایوب خان اڅکزي او ګڼو نورو حکومتي چارواکو او عامو افغانانو ګډون کړی و.