احمدشاه بابا

ژوندلیک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چې خدای لوی کړی احمد شاهه
تل د خوارو دستګیري کړه
د احمد شاه بابا له نامه سره سړي ته معمولاْ د پانی پت جنګ، پر هند باندې حملی، د تورو خرپی، او د میړانی رنګارنګ کیسی وریادیږي. دا خبری دومره ذهن ته راځي چې د ده د شعر ویلو او هنري ژوند برخه ګرد سره د سړي له یاده وځي. چاته دا نه وریادیږي چې ده دی د دومره جنګونو، سیاسی اصلاحاتو او د افغانستان د بنسټ ایښودو د کارنامو تر څنګ کله شعر هم ویلی وي.

په داسی حال کې چې دی هم د ځینو لویو پاچهانو او سردارانو په څیر د تورې او قوي مټ تر څنګ د ښه قلم او ښی ادبي قریحی خااوند و او ځانته د نورو شاعرانو په څیر یو بشپړ دیوان لري. ارواښاد عبدالرووف بینوا د افغانستان نومیالی نومی

کتاب په دریم ټوک کې د ده په باره کې لیکي چې د شاعرانو او ادب د مینه والو سره یې مجلسونه کول او د شعر و شاعرۍ څخه یې خوند اخیست په تیره یې بیا د پښتو ژبې له ادب سره یې ډیره مینه درلوده او د پښتو ژبې په تاریخ کې د احمد شاه بابا دربار لومړی دربار و جې د پښتو ژبې لومړنی تدریسی کتاب په کې لیکل شوی دی. احمد شاه بابا خپل زامن هم د پښتنوالی په روح روزل نو ځکه یې د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر پیر محمد کاکړ زوی ته د ښوونکي په توګه ټاکلی و. او پیر محمد

کاکړ د احمد شاه په امر د شهزاده سلیمان له پاره د معرفت الافغانی په نامه د پښتو تدریسی کتاب ولیکه او د هغه له مخې یې شهزاده ته د پښتو زبې یو اړ لاری چارې وروښودی. بده به نه وي چې اوس په دغه اړ ګې د دغه نومیالي پښتون پاچا د شعر یوه نمونه چې د ډیلي په تخت ناست د وطن په یاد یې ویلې په ګډه سره ولولو:

احمد شاه بابا په داسې عصر و زمان کې ژوند کاوه چې د هند د مغلو عظمت او جلال ختم شوی او تش نوم او درباري القاب او تشریفات ورپاتې وو. په ایران کې د نادر افشار د وژل کیدو نه وروسته د هغه هیواد په هره برخه کې کورنۍ جګړی پیل شوی وی او نور یې د دی توان نه درلود جې زر دی ځان سره راټول کړي. په شمال کې داسې قوي دولت نه و پاتې چې افغانستان ته د خطر ولري او د بخارا امیر نه یوازې دا چې پر بل چا یې یرغل نه شو کولای بلکه له ځان څخه یې د دفاع توان هم نه درلود.
ګواکي په دغه وخت کې د زمان د ټولو وختو پر خلاف چې پښتنو ته به یې یوه بلا له ځان سره درلوده دا ځل دوی ته د ګاونډیو هیوادو څخه ګاښ نه و او دوی کولای شول چې په بی غمه زړه خپل کورګی آباد کړي. خو احمد شاه بابا داسې څوک نه و چې یوازې دی د خپل کورګي په آبادولو قانع شي. هغه ډیر لوړ خیالونه درلودل او غوښتل یې چې د افغانانو پخوانی برم یو ځل بیا راژوندې کړي. داسې ښکاري چې دی په خپل دغه کار کې خپلې آرزو ته رسیدلې هم وي. او داسې وایي:

احمد شاه بابا هم د پښتنو د نورو مشرانو په څیر د خپل قام له بلپاتې بی اتفاقي څخه په تنګ دی او سره له دې چې په خپلو سوبو باندې ویاړي خو په دی هم پوهیږي چې دغه بریالیتوبونه یې د خپلو پښتنو وروڼو په توره بر لاسه کړی دی، خو بیا هم ګوري چې پښتانه په غلجي او ابدال باندې ویشل شوي دي. دی ورته وايي چې ټول غلجي او ابدال یو شان دي ټول وروڼه دي او ښه والی په اصل او نسب کې نه دی. ښه والی په پاکۍ او سړیتوب کې دی، میړانه په ښه عمل کې ده، په ښو جامو او دنیا دولت کې نه ده، دی خپله قام ته وایي چې اوس د احمد شاه په هر لور تاختونه دي او لور په لور باندې غزا پیل شوی ده نو باید لاسونه سره ورکړی او په یوه زړه او یو خوله د ده ترڅنګ ودریږی.

د احمد شاه بابا د عصر او تر ده د مخه د پښتو ژبې شاعرانو په یوه او بل ډول د تصوف په برخه کې شعرونه ویلي دي او دغه مفاهیم یې کله د زلفو او جانان، کله د وصال او هجران او کله کله هم په څرګنده توګه په خپلو شعرونو کې راوړي دي.
احمد شاه بابا هم ظاهری کثرت له واقعي وحدت څخه ګڼي. دغه ظاهدي کثرت د وجود مجازي شکل بولي او حقیقت په وحدت کې ګوري. د مینې په نړۍ ننوتې هغه یې کبلې ده او بیا په دی جهان کې ځان د زلفو په هر تار جلا جلا ګرفتار بولي. په زړه پورې خو دا ده چې دی ځان د عشق ښکار نه بلکه عشق د خپلې مینې ښکار بولي او کله جې د خپل عمل خبرې ته راخي نو بیا په میکدې کې اوسیدل د قسمت له لاسه بولي.

څه کم نیمه پیړی پخوا د پښتو ژبی د نوی ادب یوه پهلوان عبدالروؤف بینوا د غنمو د وږی په نامه یو اثز له چاپه راویوست. د غنمو وږی د پښتنو د سیاسي تاریخ د هغه فصل په باب لیکل شوې چې پښتانه د ایران د نادر افشار د کورنی د استعمارنه د خلاصیدونه وروسته د یوی واحدی رهبری په هڅه او لټه کې وو. او بالاخره یې د دی واحدی رهبي له پاره د کندهار د شیر سرخ بابا په زیارت کې لویه جرګه جوړه کړه. د دی تاریخی لویی جرګې په نتیجه کې د پښتنو د تاریخ یوه اویه ستونزه حل شوه، پښتنو مشرانو د رایو په یوه خوله لوی احمد شاه بابا د خپل پاچا په توګه وټاکه، او احمد شاه بابا هم د معاصر افغانستان د موسس په توګه د پښتنو د پراخو او تیتو پرکو پرګنو په یو کولو لګیا شو. د شیر سرخ بابا په زیارت کې د پښتنو د خپلواک دولت اساس نه بلکه د یوې لویې امپراطوري اساس کیښودل شو چې د احمد شاه بابا په قول یې هند او ایران تر نګین لاندې وو، عبدالرووف بینوا د پښتنو د دی تاریخي جرګې په باب داسې وایي:

د شیر سرخ بابا په مزار باندې سپین بیرغ رپیږي او د افغانانو د ملت مشران ترې لاندې راغونډ دي. یوه خوا او بلی خوا ته آسونه ځغلي، د پښو ګرد یې آسمان ته بورته کیږي، بر شنه آسمان لاندې بورې ځلیږي، مځکه له هیبته ریږدي، د افغانان مشران سره مرکه دي او کشران د خپل کاروان سالار د ټاکل کیدو انتظار باسي. دا وخت صابر شاه ملنګ په دی حساس وخت کې د افغانانو د ملي مشرانو او سپین ږیرو بر منځ د توپیرونو او جرګو مرکو د پای ته رسولو په مقصد راپاڅیږي او د احمد شاه بابا په پګړۍ د غنمو وږې ټومتي. هغه ته د پاچاهي مبارکي ورکوي او داسې ورته وایي:

د صابر شا له دریې وینا څخه وروسته وار د شیر سرخ د جرګې یو بل درانه مشر حاجی جمال خان د بارکزیو د قبیلې سردار ته ورسید، حاجی جمال خان احمد شاه به بیعت ورکړ، د مشرتوب او پاچاهی مبارکی یې ورته وویله هغه ته یې وویل چې نور نو د پښتنو سترګې تاته دی زموږ پر تا باور دی او د خدای په مرسته به پر تا سرلوړي شو. دا ټاټوبی به ودان شي او زموږ ټولو زړونه په دغه زیري سره ښاد دي. حاجي جمال خان وروسته داسې وویل:

عبدالرووف بینوا د حاجی جمال خان له وینا وروسته د نور محمد خان علی زی وینا راوړي او هغه احمد شاه ته له مبارکی ویلو سره وایي چې ګوندي ستا په برکت د افغانانو زوړ برم راژوندې شي او ستا د تیرې تورې له بریښه په دښمن باندې لړزه راشي. نور محمد خان د خپلی اوږدی او احساساتي وینا په ترڅ کې داسې وایي:

عبدالرووف بینوا وروسته د قام د نورو مشرانو لکه محبت خان، نصرالله خاه، موسی خان احساساتي او د افغانی غرور څخه ډکې ویناوی یو پر بل پسې راوړي او د جرګې په پای کې په خپله د لوی احمد شاه بابا وار چې د عمر په لحاظ تر ټولو قومي مشرانو کشر دی رارسیږي. احمد شاه بابا له یوې خوا د خپل قام د سپین ږیرو د مینې ډکې ویناوی اوري او بلې خواته ګوري چې افغان زلمي په جنګی آسونو سپاره او د تورو ځلا یې د لاهور او پانی پت د وهلو زیری ورکوي. احمد شاه بابا هم د مینې دغو ډکو صحنو دی ته وهڅاوه چې د افغانانو سپین ږیرو په جرګه کې وردیږي او خپل قام ته داسې ووایي:

د ښار نجونی او ښځې چې د پشتنو له دود سره سم یې د پښتنو په دغه جرګه کې برخه نه وه اخیستې، د دی خبر له اوریدلو سره خوشالیږي او د احمد شاه بابا مور زرغونی انا ته د مبارکي لپاره ورځي، زرغونه د دی خبر په اوریدلو له خوشالي په جامو کې نه ځائیږي د خوښۍ اوښکې او موسکا یې سره ګډه ده، د خدای شکر ادا کوي چې داسې زوی یې ورکړی دی چې د ټولو افغانانو ورباندې باور دی او د یوه ملي مشر په توګه یې مخې ته کړی دی. زرخونه انا خدای ته لاسونه پورته کوي او وایي: