د کورونا ویروس له کړکېچ څخه داسې په مثبته بڼه را وتلی شئ

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړیزه لیکنه له ډنمارکي منابعو څخه

عبدالملک پرهیز

ما هېڅکله هم داسې څه نه وو لېدلي چې نن په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس (کوید ۱۹) د ویجاړونکي چلند څخه را رامنځ ته کېږي البته ما په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ناورینونو ډېرې بدې او لړزونکي پېښې لیدلي. خو زه باور نه لرم چې تاسې به هم داسې څه چې دې حالت ته ورته وي، لیدلي وي؟

نو ځکه داسې حالاتو کې سړی ډېر ژر په سترس او دېپریشن اخته کېدی شي چې د مایوسۍ ، خپګان او د انسان د ماتېدو سبب کېږي. خو په هر راز سختو حالاتو کې دا امکان شته چې سړی د سترس په حالت کې هم ځان خوښ او خوشحاله وساتي. په دغه لیکنه کې هڅه شوی هغه لارې چارې په ګوته شي چې موږ دغه هدف ته رسوي ، دا کار په ځانګړي او ټینګه اراده ترسره کېدی شي ، چې یو دنمارکي پوه د یو هندي پروفیسور د ښوونې پر بنسټ را په ګوته کوي. دا یو په زړه پورې تمرین دی چې تاسې هم کولی شئ په خپل پاتې ژوند کې ترې کار واخلئ.!

څېړونکي او روغتیايي موسسې اوس په دې خبره پوه شوي چې د ټولو ناروغیو ستر او وژونکی دلیل چې خلک ورسره مخامخ کېږي، سترس دی، کله چې د بدن پیاوړی معافیت یا دفاع تر بل هر وخت زیات ارزښت لري ، سترس د هغې د کمزورۍ سبب ګېږي او یا له موږ ترې بې برخې کوي. 

دا هر څه چې نن په ټوله نړۍ کې پېښېږي سبب کېږي څو په آسانۍ سره په سترس اخته شو او زموږ د خپګان سبب شي او په موږ کې قهر او غصه را وپاروي. 

نن د نړۍ ټول خلک له ستر سترس سره لاس او ګرېوان دي ، ټوله نړۍ د بندیزونو سره مخامخ ده ، خلک دې ته اړ شوي څو په خپلو کورنو کې پاتې شي.  

موږ په دې ورځو کې احساسوو چې د کرونا ویروس نړۍ له بل هروخته له هره اړخه زیاته اغیزمنه کړې ده ، کارونه په ټپه درېدلي، خلک په خپلو کورونو کې پاتې کېدو ته اړ شوي ، په زرګونه کسان مړه او په زرګونه کسان ناروغان دي او دا بهیر هره ورځ په چټکۍ سره څو برابره زیاتېږي. ټوله نړۍ نا آرامه او په تشویش کې ده.   

 ټول په دې هکله فکر کوي چې څه پېښېږي او ژوند به څنګه شي . ، طبیعت مرسته او همکاري نه کوي. ژوند هغه څه ته غوږ نه نیسي چې موږ هر یو يې په اړوند فکر کوو- او هغه څه چې موږ يې غواړو –او هغه څه چې پیښږي. 

د هغه څه په وړاندې چې اوس مهال پیښیږي ، مبارزه، او ددې خبرې نه منل چې د کورونا ویرس له کبله څه پیښږي هيڅ ګټه نه لري. ، ځکه موږ پدې هر څه هیڅ کنټرول نه لرو؛ موږ هیڅکله کنترول نه درلود او موږ به هیڅکله کنټرول ترلاسه نه کړو.

دا بیخي سمه ده چې موږ پر دې هيڅ کنترول نه لرو چې د کرونا له امله به څه پېښېږي او دا د ژوند یو تل پاتې حقیقت دی. چې اوس زیات ارزښت لري. 

 دا ټول سترس او فشار د حالت د نه منلو څخه منځ ته راځي!

له کرونا څخه د رامنځ ته شوي حالت پر خلاف مبارزه او له دې حالته نه رضایت او خپګان سبب کېږي څو موږ نور هم تر فشار لاندې راشو.

یو هندي پروفیسور سري کمار یو فرمول وړاندې کوي چې موږ سره په تنګو او سختو حالاتو کې مرسته کوي څنګه خپله نیکمرغي و ساتو. 

 دا فرمول مرسته کوي څو موږ رامنځ ته شوی سترس او فشار له منځه یو سو. 

  • لومړی باید سړی دا ومني چې کرونا د نن ورځې یو واقعیت دی.
  • له دې کبله باید موږ د منل شوی پر خلاف مبارزه و نه کړو. د هغه څه پر خلاف مبارزه مه کوئ چې طبیعت او نړۍ ستاسې له شخصي هیلو سره سم ځان برابر کړی نه دی.  

یوه شیبه ودرېږئ او ژوره ساه وباسئ او په دې اړوند فکر وکړئ چې تاسې پردې هيڅ واک نه لرئ چې کرونا له امله به په ژوند کې څه پېښ شي ، زړه مو آرامه کېږي .

دا کار وکړئ یوه دمه ونیسئ او د منلو خونې ته ننوځئ.  

دغه منل د حقیقت خپلواکېدل دي. 

 په حقیقت کې موږ د کرونا ویروس څخه په سترس اخته شوي نه یو. زموږ سترس ددې واقعیت د نه منلو څخه رامنځ ته شوی چې ژوند اوس څرنګه دی.

کله چې د کرونا ویروس واقعي حالت ومنو ټول سترس په بشپړه توګه له منځه ځي. 

  1. اوس چې تاسې دا و منله چې ته نه شې کولی دې حالت ته بدلون ورکړې چې څه به پېښ شي ، نو باید قلم او کاغذ را واخلې او ولیکې چې ددې دپاره چې د ځان او خپلې کورنۍ نېکمرغي و ساتې کوم کارونه باید ترسره کړئ. 
  • زه د ددغه بې سارې زده کړې څخه زیات منندوی یم کوم چې د کورونا له اوسني حالت څخه يې زده کوم. دا یوه داسې زده کړه ده چې پخوا هيڅکله هم ما داسې څه نه ول لیدلي.
  • دا له نن څخه د ګټې اخیستلو دپاره یو ډېر ښه وخت دی او دا د ټولو هغه څه چې موږ يې لرو د منلو او منندويۍ وخت دی.
  • موږ په خپله کورنۍ کې په دې اړه خبرې کوو چې څه پېښېږي څو ډاډمن شو چې آیا دوی د کورونا څخه د راپیداشوي حالت تر وړاندې ځانونه څنګه احساسوي او هر یو خپل نظر او احساس شریکوي. اوس موږ زیات وخت لرو چې له خپلې کورنۍ سره و اوسو او هغوی سره د هغوی د لا غوړېدو په برخه کې مرسته وکړو .
  • بهر آزاد طبیعت ته وځو ځکه طبیعت تر بل هر درمل ، ښه رغونکی او ښه درمل دی.
  • باید دا و منو چې موږ زیات څه له لاسه ورکړل خو باید د مشغولتیا نوي لارې چارې ولټوو. 
  • زه خپل ژوند هغسې پر مخ وړم لکه څرنګه چې ما په خپل تېر ژوند کې پر مخ وړلو. له دې څخه چې په کرونا یا کوم بل څه اخته شم نه ډارېږم ځکه دا هر څه ممکن دي. 
  • زه خپلې ساه اخیستنې ته پاملرنه کوم . که چېرې د ستونزې او مشکل احساس وکړم ، لنډه دمه کوم او په کراره کراره ژوره ساه وباسم او

 ما څو اونۍ دمخه پرېکړه وکړه هغه څه چې موږ يې د کوید ۱۹ په اړوند تجربه کوو ماته د یو وګړي په توګه د غوړېدو فرصت راکوي او دا هغه څه دي چې زه يې په پم کې نیسم او ترسره کوم يې.

 ستاسې د کړنو لست څه ډول دی؟

تاسې ددې دپاره چې په دغه کړکېچنه پړاو کې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند ښه کړئ کوم کارونه ترسره کوئ؟  

د ځان دپاره يې ولیکئ.

بودا څو زره کاله دمخه ویلي ول:

«یو انسان هغسې کېږي لکه څنګه چې د هغې په اړوند زیات فکر کوي.»

زه غواړم د خپلې روغتیا څخه منندوی اوسم او ټولې هغه ناروغۍ چې ما تېرې کړي دي ، پرېږده زما د تېر وخت برخه وي.   

هو، زه د کوید ۱۹ څخه رامنځ ته شوی حالت د یو وګړي په توګه د تجربې څخه د زده کړې د امکان د یو فرصت په توګه چې زه په کې وده کوم ، بولم . زه خپله هغه کړنو ته خپله پاملرنه اړوم چې زما دغه سفر خوښ او له سترس اوخپګانه باسي.   

اوس لږ خپل وخت په دې ولګوي او وګورئ چې څنګه سترس ډېر ژر له منځه ځي.! 

هو داکار عملي تمرین ته اړتیا لري، او دا سې وختونه رامنځ ته کېږي چې تاسې د ژوندانه د کوچنیو خيالونو په دریاب کې لاهو کېږئ، او هرڅومره چې زیات تمرین وکړئ هومره زیات به د نېکمرغۍ او خوښۍ احساس وکړئ.

نېکمرغي یو غوراوی دی – دا د ژوندانه یو ډول یا طرز دی

دلته موږ ټولو ته د یو بل څه پوهېدل هم مهم دي: 

ريښتنې نېکمرغي د انسان له دننه راځي، او دې ته اړتیا نشته چې انسان کوم څه ولري یا ترسره کړي څو نېکمرغه شي.

هو نېکمرغي یو غوراوی دی او دا د ژوند یو ډول او طرز دی. 

زما نېکمرغي دننه په ما کې ژوند کوي، ستا نېکمرغي دننه په تا کې ژوند کوي، ټول دا فرصت لري څو نېکمرغي غوره کړي. 

موږ د نېکمرغۍ دپاره هېڅ ډول مادي څيزونو، پیسو، نورو خلکو ، مقام یا کوم بل څيز ته اړتیا نه لرو . موږ پرته له دې چې څه پېښېږي په انفرادي ډول پریکړه وکړو څو خپل ژوند ته خوښۍ او نېکمرغۍ راولو.

هو، داسې حالات او وختونه کېدی شي راشي لکه څنګه چې موږ يې د کويد ۱۹ سره اوس تجربه کووچې باید غیر عادي ژوند وکړو خو په دې حالت کې هم کولی شو ځانونه نېکمرغه کړو.

یوه دمه ونیسه او دا په پام کې ونیسه. 

 ستاسې د بدن هره حجره پوهېږي چې مودرنه مارکيت څرنګه غواړي زموږ پر فکرونو واکمن شي او غواړي په څه شي باور وکړو.

 د تشویشونو او نېکمرغۍ زیاته برخه زموږ په کوچنیوالي او د زلمیتوب په دورې پورې تړاو لري، ځکه زموږ ماغزه په دې دوره کې د میدیا او تبلیغاتي کمپاینو له لاري په بشپړه توګه وینځل کېږي. ځکه دوی موږ تېر باسي څو باور وکړو که دا څيز ونه پېرو او یا ددغه کس په څېر ونه اوسو هېڅکله به نېکمرغه نه شو.

موږ د ټولنې د غړي په توګه تل ددې په ځای چې دننه د خپل روح په ژورو کې ريښتنې نېکمرغي ولټوو، تل د مادي شیانو په لټه کې یو او یوازې په ډېر ښه او استثايي حالت کې زموږ د لنډمهاله رضایت سبب کېږي .

کوم پیغام چې اوس موږ تر لاس کوو دادی : تر څو چې کوید ۱۹ ورک شوی نه وي موږ به د خوښۍ او نېکمرغۍ سترګه ونه وینو کېدی شي دا پیغام په قصدی او یا غیر قصدي ډول موږ ته استول کېږي، خو په حقیقت کې دا سمه نه ده. 

موږ د خوښۍ دپاره دې نړۍ ته راغلي یو. دا زموږ د زېږ حق دی. خو نېکمرغي زموږ غوراوی دی.

خو څه باید وکړو څو دا منفي سوچونه ورک کړو؟  

د میدیا دروازې وتړئ په تلویزیون ، کمپیوتر او موبیل کې د خبرونو له آورېدو او لیدو ډه ډه وکړئ.

ټوله هغه وېره ترهه چې نن زموږ په شا او خوا کې نن خپرېږي ، وړانديز کوم په هوښیارۍ سره د خبرونو د آورېدلو وخت لږ او محدود کړئ ، یوازې یو ځل په ورځ کې خبرونو آورېدل بس دی.

دا ډېره آسانه خبره ده چې د اوسنیو پيښو تر اغېزې لاندې د فنر کوزې خواته په تلو شو، خو ته کولی شې د یو ساده غوراوي له لارې د منفي اغېزو څخه ځان خوندي کړې که یوازې په ورځ کې یو ځل په دې برخه کې ګډون وکړې.

کله چې خبرونه آورې یوه شیبه دمه ونیسه او له ځانه پوښتنه وکړه کوم څه چې دې واورېدل ستا د نېکمرغۍ سبب شول!؟ یا ستا د ژوندانه دپاره کوم مثبت وړاندیز لري او که نه؟ 

هو موږ دې ته اړتیا لرو څو ځانونه باخبره وساتو ، خو دې ته اړتیا نه لرو چې د وېرې او ډار له امله و ځپل شو.

تاسې کولی شئ د نورو دپاره بېلګه و اوسئ

 د اوس په شان په سختو حالاتو کې ټولو ته په کار ده څو د بېلګې رول ولوبوي څو د نورو پر شونډو د خندا او خوښۍ د خورېدو سبب شئ.

 کله چې موږ هغه ډار چې زموږ په شا او خوا کې يې سیوری خپور کړی او غواړي موږ له پښو وغورځوي، له ځان لرې کړو د مثبت چلند له لارې د خپلوانو، ملګرو او همکارانو د ژوندانه د بدلون سبب کېږو.

نو همدا اوس پریکړه وکړئ چې غواړئ مثبت لید ولرئ او آرامه، جوړونکی، زړه سواند او ګټور اوسې. خپل ښه عادتونه وساتې او خپلو هیلو او ارمانو په لور خپل یون کې صادقه او وفاداره اوسې.

ددې دپاره چې د ټولنې ذهن څرګندولی وشو باید یو بل ته غوږ ونیسو او یو بل ته د مرستې دپاره ځانونه ورسوو ، نو د کوید ۱۹ له تجربې به په بري ، غښتلي او لا یو موټی را ووځو 

دا انسانیت ته ستاسې سوغات دی. مټې را ونغاړئ او دا سوغات ټولو ته چې په لاره وینئ ورکړئ.

 د نورو خلکو سره کومه مرسته کولی شئ څو له دغه سخت حالت څخه بهر شي؟

کوچني کارونه همغومره ښه دي لکه لوی کارونه!

پایله

دا یو په زړه پورې فلم دی. موږ او د نړۍ ټول خلک يې مرکزي رول لوبوي. موږ د تاریخ په یو ځانګړي پړاو کې ژوند کوو. 

غوره بولم هغسې چې باور لرم د کوید ۱۹ کړکېچ به اوس او په راتلونکي کې ونه لرئ.

خو ژوند همداسې دی.

طبیعت خپله اجندا لري او د هغه څه په خلاف مبارزه چې اوس د پېښدو په حال کې دي یوازې زموږ سترس زیاتوي او هر څومره چې زموږ سترس زیاتېږي زموږ د بدن دفاع کمزورې کېږي او کېدی شي په زیاتو نورو ناروغیو یا د کرونا ویروس په ناروغۍ اخته شو. 

د سري کمار فرمول چې پورته تشریح شو په پام کې ونیسئ.

ژوند لکه څنګه چې همدا اوس دی ومنئ، په شاتګ مه کوئ ، جګړه مه کوئ او یوازې هغه څه ومنئ چې پېښېږي او په ټول زیار سره هڅه وکړئ چې د ځان او د خپلې کورنۍ د ژوندانه کیفیت ښه کړئ.

کله چې ته په بهیر کې يې د کړنو هغه امکانات چې لرو باید په یاد وساتو . نېکمرغي یو غوراوی دی.

تاسې دې ته اړتیا نه لرئ چې کوم څه ته ورسېږئ او یا څه ترلاسه کړئ او یا د چا سره و اوسې څو نېکمرغه شې. تاسې باید همدا اوس او همدلته یوازې د نېکمرغه کېدو پریکړه وکړئ بې له دې چې کوید ۱۹ شتون او نه شتون په پام کې ونیسئ.

په ورځ کې یوازې یوځل خبرونه واورئ نو په حیرانتیا سره به ووینې چې ژوند څومره ښه او ښکلی دی.

اوس تاسې د نړیوال کړکیچ د اوسني حالت له ډار او سترس څخه د خلاصون په لار یاست او د اوسني حالت سره د جوړېدو او آرامۍ په حالت کې یاست. 

موږ دې ته په ورته حالاتو کې د بېلګې رول په غاړه اخلواو هڅه کوو له نورو سره مرسته وکړو څو د کوید ۱۹ له کړکېچ څخه بریالي او غښتلي راووځي.

خپلو ملګرو، کورنۍ او ټولو هغه کسانو ته چې ستاسې په شا او خوا کې دي وښئې چې څومره مهمه ده په هوښیارۍ سره د خپل ددننني ډار سره مبارزه وکړئ!

نو څه کولی شې چې د اړتیا په وخت کې له نورو خلکو سره مرسته وکړې؟