څېړنه؛ سندرې ویل روغتیا ته ګټه رسوي

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
 
یوه نوې څېړنه کې ویل شوي، سندرې ویل، نه یوازې پر رواني روغتیا مثبت اغېز لري، بلکې بدني یا فزیکي روغتیا ته هم ګته رسوي
.
ویل کېږي، چې زمزمه کول یا سندره ویل له هغو کسانو سره د ساه اخیستو کې مرسته کوي، چې د سږو ستونزه لري او دغه راز د حافظې کمزورۍ یا ډیمنشیا ناروغانو هم مثبت اغېز کوي.
د لندن پوهنتون کالج پروفیسر ډایسي فنکورټ وايي، د سندرې ویلو پر مهال بدن کې یو شمېر بدلونونه رامنځته کېږي:
''د کورتیسول په ګډون دا په بدن کې د خفګان ځینو هرمونز شمېر کموي. دغه راز د اندورفینز کچه هم ټیټوي، چې زموږ له چلند سره تړاو لري.''
ماهرین وايي، د سږو له ناروغیو سره لاس او ګریوان ناروغانو کې یې د سندرو له کبله روغتیايي پرمختګ لیدلی
نوموړې زیاتوي سندرې ویل، څو ډوله مثبت اغېز لري او دغه راز سندرې اوریدل هم ګټور دي.
''هغه چې موزیک کنسرتونو ته ځي که هغه د کلاسیک موسیقۍ وي او که د راک ډوله موسیقۍ، څېړنه ښيي چې ذهنونو کې یې د خفګان بڼه بدلېږي او کچه یې کمېږي.''
په ۲۰۱۱ کال کې د سنټربري چرچ پوهنتون یوې څېړنې پایله کې ویل شوي، چې د ډلې یا ګروپ په بڼه له هغو کسانو سره مرسته کوي چې یا اوس له کومې بدني یا رواني ناروغۍ سره مخامخ وي او یا یې له دې مخکې داسې کومه ناروغي درلوده.
د افغانستان موسیقي انسټیټوت د موسیقۍ "پولار" جایزه ګټلې
د غزني اصیله موسیقي له زوال سره مخامخ ده
ماهرین وايي، کله چې موږ سندرې وایو، د ذهن هغې برخې ته مو د وینې جریان زیاتېږي چې د حافظې کمزورۍ یا ډیمنشیا پر مهال چې نورې ډېرې برخې کمزوري کېږي، فعاله پاتې کېږي او په تمرکز کې مرسته کوي.
د چیلتنهام یو روغتیا پال ډاکټر سایمون اوپهیر وايي:
''دا هماغه برخه ده چې له احساساتو سره تړاو لري. نوموړی زیاتوي: د موسیقۍ اوریدل د ډیمنشیا ناروغان په یو ډول بیداروي او ډېر یې فعالوي.''
د برتانیا یوه خیریه ټولنه (ماینډ سونګ) خپل سندرغاړی ډېری وخت د عمر خوړلیو کسانو د اوسېدو لیلیو ته لېږي.
دغه اداره هغو کسانو ته هم په ډله ییزه توګه د سندرو ویلو او تمرین زمینه برابروي چې د استیما یا سږو سرطان درملنې له کبله د سږو له دایمي مسایلو سره لاس او ګریوان وي.

سندرې او نڅا د نړي ډېرو کلتورونو کې مشترک دي
ماهرین وايي، د پنځو یا شپږو سندریزو تمرینونو کې له ګډون وروسته د ناروغانو ساه اخیستو بهیر کې پام وړ پرمختګ شوی دی.
یوه څېړنه کې ویل شوي، تر ۴۰ دقیقو پورې ډله ییزې سندرې ویلو سره د کورټیسول نومې هارمون کچه کمېږي چې د ذهني فشار سبب بلل کېږي.
ماهرین وايي، د ورځې په پای کې زموږ ذهن کې د کورټیسول کچه ورو - ورو کمېږي، خو له سندرو ویلو سره دغه لړۍ نوره چټکه شي.