مننجيت يا د مغزي پردو التهاب څه ډول يوه ناروغي ده؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

مننجيت يا د مغزي پردو التهاب هر چا ته پيدا کېدای شي. دا هغه يو ډېر خطرناک مرض دی چې سړی وژلی هم شي. افغانستان هم له سختو اغېزمنو هېوادونو څخه يو دی.

 

د مېنينګيتيس يا مننجيت په مرض کې د مغزو پردې، خپله ماغزه او هغه پردې هم التهابي کيږي چې د ملا د تير د کانال چاپېره راغلي دي. د ليکوُر يا مغزي نخاعي مايعې سره يو ځای دغه پردې د انسان مرکزي عصبي سيستم ژغوري.  د دغې ناروغۍ تر ټولو عام شکل يې ويروسي مننجيت يا مېنينګيتيس دی. د بکترياو مېنينګيتيس ډېر کم ليدل کيږي، خو لا پسې خطرناکې پايلې لري. دغه ډول مېنينګيتيس د نومونيا يا سينه بغل د سترپتوکوک او مېنينګوکوک بکترياو له لارې انتقاليږي. که ډاکتر د دغسې يوه التهاب تشخيص وکړي، نو د انتي بيوتيک تراپي بايد ډېر ژر شروع شي. بې له دارو درملو دغسې مېنينګيتيس د څو ساعتونو په ترڅ کې سړی وژلی شي.

تر ټولو مهم علايم

د مېنينګيتيس ناروغي د زکام په څېر علايم لري. په دې کې ډېره تبه، د سر او د بدن د غړو درد، زړه بدي او استفراق هم راځي. دا هغسې غير مشخص د ناروغۍ علايم دي چې ډېر خلک يې ښايي جدي ونه نيسي. اکثرا ناروغان د رڼا او ډېر شور په وړاندې هم ډېر حساس وي. د دې امکان هم شته چې عصبي ستونزې ورسره مل وي، لکه غير واضح او مبهمې خبرې چې د کوم ناروغ له خولې څخه وځي. يو بل شی چې ممکن پر التهاب دلالت وکړي، د څټ يا اورمېږ شخوالی دی. 

 

د مرض تداوم

هغه بکترياوې چې مېنينګيتيس ورڅخه پيدا کيږي، تر التهاب وروسته رژيږي او داسې زهري مواد خوشې کوي چې وينې ته لاره مومي. له دې لارې د ترومبوز يعنې د وينې د لخته کېدو او ټينګېدو خطر راټوکيږي. له دې کبله تر پوست لاندې او د بدن په غړو کې خونريزۍ رامنځ ته کيږي. د پوست په سر سره يا نصواري رنګه ټکي پيدا کيږي چې لومړی د ستنې د سر په اندازه وي او وروسته پسې غټيږي. 

درملنه

د اصلي تشخيص له پاره ډاکتر د وينې او د ليکور يا مغزي نخاعي مايعې نمونې اخلي چې بايد ژر تر ژره په لابراتوار کې وڅېړل شي. بيا د انتي بيوتيک ورکړه اکثرا د سېروم د لارې شروع کيږي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا هر څه ژر وشي، حتی که د مېنينګيتيس تشخيص سل په سلو کې مطمئين هم نه وي. که نه نو کېدای شي ناروغ حتی د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ومري.

اغیزمنې سيمې

په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړې کې څه د پاسه ۳۱ زره تنه د بکرتياوي مېنينګيتيس له کبله مړه شوي دي. دغه ناروغي تر ټولو ډېره په افريقا کې له سېنګال څخه تر ایتوپيا پورې په غځېدلې سيمه کې پېښيږي. خو څلور تر ټولو سخت اغېزمن شوي هېوادونه له دې سيمې بهر هم پراته دي. هغه هند، پاکستان، افغانستان او چين دي. له نومبر تر جون مياشتو پورې په دغو سیمو کې د مېنينګيتيس اپيديمي يا ډېره چټکه او پراخه خپرېدنه ليدل کيږي.